دناصر خسروپه شعرونو کې طنزیه توکي
۲
دهغه یو بل شعر داسی دی
روزی ز سر سنگ عقابی بهوا خاست
واندر طلب طعمه پر و بال بياراست
بر راستی بال نظر کرد و چنين گفت:
امروز همه روی زمین زير پر ماست
بسيار منی کـرد و ز تقدير نترسيد
بنگر که ازين چرخ جفا پيشه چه برخاست
ناگـه، ز کـمينگاه يکی سـخت کمانی
تيری ز قضاو قدر انداخت بر او راست
بر بال عقاب آمد آن تیر جگردوز
وز ابر مرو را به سوی خاک فرو خواست
زی تیر نگه کرد پر خویش برو دید
گفتا «ز که نالیم؟ که از ماست که بر ماست
یو ورځ یو عقاب شو د یوې ډبرې له سر پورته
د ښکار په خیال يې بڼکې او وزر وغوړاوه
خپلو وزرونو ته يې وکتله او وویل:
نن مځکه ټوله زما تر وزر لاندې ده
ډیر کبر یې وکړ ونه ډار شو له تقدیره
وګوره د دې جفا کاره څرخه څه پورته شوه
دیوې خزې د کلکې لیندۍ څخه ناببره
غښۍ د بد مرغي خواته راغی د هغه
د هغه په وزر ننوت وژنکی غښۍ سیده
خاورو ته وغوښت هغه د وریځي له سره
غښۍ ته یې وکتله خپله بڼکه يې پر هغه ولیده
ویل یی «د چا وژاړم؟» خپل مې دی پر خپله
د هغه یو بل شعر وګوری چې څه ښه په طنز هغه بیانوي.
عيسى به رهى ديد يکى کشته فتاده
حيران شد و بگرفت به دندان سر انگشت
گفتا که که را کشتى تا کشته شدى زار
تا با ز کجا کشته شود آن که تو را کشت
انگشت مکن رنجه به در کوفتن کس
تا کس نکند رنجه به در کوفتنت مشت
عیسی په لارې ولید یو وژل شوی سړی
له اریاني یې ګوته په غاښ ونیوله
ویل يې څوک دی مړ کړ چې مړ شوی زار
هغه به چیري مړشي چې يې مړ کړې ته
ګوته مه خوږوه د چا د وره په ټکو لو
چی څوک خوږ نه کړی خپل سوک ستا په وره
هغه د ریا کارو په هکله داسې وایي.
علما را که همى علم فروشند ببين
به ربايش چو عقاب و به حريصى چو گراز
هر يکى همچو نهنگى و ز بس جهل و طمع
دهن علم فراز و دهن رشوت باز
هغه علما چې علم پلوری وګوره
په غټوالی لکه عقاب دی او په حرص لکه ګراز
هر یو د جهل او طمع داسې دي لکه نهنګ
د علم خوله ده فراز او د رشوت خوله ده باز
د هغه په شعرونو کې ډیر هجویات لیدل کیږی شته چې هغه دشخصي غرض له مخي ځينې غندلی او رټلی دی که څه هم هغه وایې زه له هجو ویلو بیزاره یم
در پای جاهلان نپراگندهام گهر
وز دست سفلگان نپذیرفتهام عطا
وین فخر بس مرا که ندیده است هیچکس
در نثر من مذمت و در نظم من هجا
دجاهلانو پښوته مې نه دي اچولي ګهر
او د پستانو مې نه دی منلی عطا
دا فخر زما بس دی چې ندی لیدلی چا
زما په نثر کې بد ویل او په نظم کې هجا
دهغه یوه هجو داسې ده
ور ودیعت نهند مال یتیم
نزد ایشان، غنیمت انگارند
گر درست است قول معتزله
این فقیهان به جمله کفارند
که امانت کښیږی ورته مال د یتیم
هغوی ته ، دی غنیمت دا کار
که د معتزل قول دی سم
دا فقیهان ټول دی کفار
دهغه مبارزه د خرد مبازره ده هغه د جاهلانو سره او ستمکارو سره جوړه نه کوی نو ځکه له ډیرې غوسې ځینې وختونه له چوکاټه وځي او شعر یې هجوی ته رسیږي.
از فعل بد خسان این امّت
ناگاه چنین بخاست آواری
ابلیس لعین بدین زمین اندر
ذرّیت خویش دید بسیاری
یک چند به زاهدی پدید آمد
بر صورت خوب طیلسان داری
بگشاد بدین درون حلیت
بر ساخت به پیش خویش بازاری
گفتا که « اگر کسی به صد دوران
بوده است ستمگریّ و جباری
چون گفت که لا اله الا الله
نایدش به روی هیچ دشواری»
تا هیچ نماند ازوُ بدین فتوی
در بلخ بدیِ و نه گنه کاری
ددې امت د پستانو دبد عمله
ناببره مځکه وچووله
ابلیس لعین د مځکې لاندې
خپل ذریت ډیر ولیدله
یو څو یې د زاهدانو په ډول راغله
چې په صورت نورانی ښکاریدله
خلاص يي کړهلته دننه دوکان
بازارونه يې ځان ته جوړوله
ویل یي: « که څوک په سل دورانه
و ستمګر او کول يي خراب کارونه»
چې یې و ویل: لا اله الا الله
هغه نه لری هیڅ ربړونه
د هغو ددې فتوا هیڅ پاته نشوه
په بلخ کې بدخلک او ګناهونه
د هغه په ځینې شعرونو کې داسې توکي ویل شوی چې ویل یې سخت یا د ویلو وړ نه دی اویا بد او ښکنځل شته چې شعر د هجو د پولي هم تیر وي او د هزلیاتو ته يي رسوی
تا مرد خر و کور و کر نباشد
از کار فلک بیخبر نباشد
چي سړی خر او ړوند کوڼ نه وي
د فلک د کاره بی خبر نه وي
داسې توندې خبرې او هزلیات په ډیرو نورو بوللو کې لیدل کیږي لکه
اگر با خرد جفت و اندر خوریم
غم خود چو خر چند و تا کی خوریم
سزد گر خری دور باشیم از آنک
خداوند و سالار گاو و خریم
که رښتیا پوهه لرو او یو سزاوار
لکه خر تر کله او څه وخته به خپل غم خورو
باید له خر توبه لیری شو ځکه
څښتن او سالار یو د غواو او خرو
نوربیا