کور / تازه خبرونه / کابل کې محصلينو لاريون وکړ

کابل کې محصلينو لاريون وکړ

د کابل پوهنتون په زرگونو محصلينو دهغه څه پر ضد لاريون وکړ چې دوى ادعا کوي په وردگو ولايت کې بهرنيو ځواکونو قران پاک سوځولى . ترې وړاندي د ننگرهار، خوست او کندهار د پوهنتونونو محصلينو د ورته ادعا په وړاندې خپله غوصه د بهرنيو ځواکونو په وړاندې د لاريونونو په ترڅ کې څرگنده کړه . د کابل پوهنتونوځوانو لاريون کونکو ((مړ ه دي وي کافران ، امريکايان او ژوندى دي وي اسلام )) شعارونه ورکول . لاريون له کابل پوهنتونه پيل او دملي شورا مخې ته ورسيد ،خو يو څه چې په دغو لاريونونو کې د ډيرو د پام وړ وو هغه د يو شمير ځوانو محصلينو پر تنديو د (لا اله الله )) او دجهاد لپاره تر مرگه د تياري شعارونه په څيرونو او ټوکرانو تړل شوي وو . دا په افغانستان کې د لاريونونو په ترڅ کې تر ډيره نوى شى بلل کيږي خو بيلگې يې د فلسطين ، کشمير او يو شمير نورو مجا هدينو اود پا کستان په گډون په يوشمير اسلامي هيوادونو کې د لاريونونوپه ترڅ کې ليدل شويدي.