په کابل کې بل لاريون د اېران پر ضد روان دئ

50 | اکتوبر 25th, 2009


دغه لاريون د ملګرو ملتونو د يوناما د دفتر ته په نژدې سېمه کې دئ او موخه يې له ايران څخه د افغانستان د اوبود راګرځولو مسئله ده .


داسې ويل کيږي چې دغه لاريون د ولسي جرګې د يو شمير غړو په هڅه تر سره کيږي .


د لاريون کونکو شمير د پام وړدي خو مهمه داده چي دا لومړی ځل دئ چې په افغانستان کې يو شمير خلک د خپلو اوبوپرسر د لانجو د حل لپاره لاريون کوي او دغه ډول ملي مسئلو ته يې فکر شوى ، خو پوښتنه داه چې په اوسنيو حساسو او پيچلو شرايطو کې چې په افغانستان کې د دوهم پړاو ټاکنې تر سره کيږي او يو شمير حکومتي چارواکوپه دې وروستيو کې په سويلي سيمو کې د ايراني وسلو د نيولو خبر ورکړ ددغه ډول غوښتنو او لاريونونو تر شا څه مسئله پرته ده؟



Copyright Larawbar 2007-2024