کور / کیسه / مېلمه

مېلمه

ليکوال: آلبر کامو
د آلبر کامو ژوند ليک په کيسه ويب لاګ کې ولولئ
http://larawbar.com/kisa/124.htm

د ښونځي مدير په هغو دوه کسانو کې چې له غونډۍ را ښکته کېدل سترګې ګنډلې وې، يو پلى روان وو او پل په اس سپور وو. هغوى لا د ښونځي د بام له لوړو څخه نه وو پناه شوي او د غونډيو په لوړو کې په هغو واورو او تېږو کې چې د اس په وړاندې يې پرتې وې په تيندک تيندک وړاندې را روان وو.
پرته لدې چې څه واوري د اس هغه تنفس چې پزې يې وتله او په هوا کې خپرېدله ويې کتله، له هغوى څخه يې يو چې د همدې سيمې وو آشنا ښکارېده.
هغوى په هغه کنډه کپره لاره چې له څو ورځو را پدې خوا تر سپينه واوره لاندې له اوبو ډکه شوې وه وړاندې راتلل. د ښونځي مدير حساپ وکړ چې نيم ساعت وخت به واخلي چې هغوى د غونډۍ سر ته ورسېږي. هوا سړه وه، بېرته کوټې ته ننوت تر څو يو جاکټ واغوندي.
د تش او يخ ټولګي په غولي تېر شو، په توره تخته د فرانسې څلور سيندونه کښل شوي وو چې په څلورو رنګه تباشيرونو ډولي شوي وو داسې ښکارېدل ته وا په تېرو دريو ورځو کې د خپلې سرچينې په لور د حرکت په حال کې دي. هغه هم د اکتبر د مياشتې په منځ کې له اته مياشتې وچکالۍ او هر باران پرته.
واوره د دې لامل شوې وه چې شل هغه زده کوونکي چې ښونځي ته له نږدې او لېرو پرتو کليو څخه راتلل ښونځي ته رانشي خو که هوا سمه شوې واى بېرته راتلل.
درو (د ښونځي مدير) هغه کوټه چې خپل ژوند ته يې ټاکلې وه او د درس له ټولګي سره نښتې وه او د ودانۍ ختيځ پلو مخامخ پرته وه له نظره تېره کړه.
د دې کوټې کړکۍ هم لکه د درسي خونې په څېر سويل لوري ته خلاصه وه.
په رڼه هوا کې د هغو شنو غرونو لړۍ چې د دښتې په لور يې کړکۍ پرانستله ښه ليدل کېداى شوه.
لږ تود شو او هغې کړکۍ ته چې دوه کسان يې ترې ليدلي وو بېرته وګرځېد.
هغوى نه ليدل کېدل، بايد له يوې څوکې تير شوي واى، آسمان هم ډېر تياره نه وو ځکه د شپې په اوږدو کې اورښت درېدلى وو.
سهار په تياره نور سره چې د ورېځو بام يې په ډار ډار سره لوڅلو هوا روښانېده او د ورځې تر دوه بجو ايله د آسمان په لوري د نظر لاره خلاصه شوه.
خو بيا هم له تېرو دريو ورځو ښه وه ځکه چې درنه واوره پکې اورېدلې وه او سختو بدانونو هم واوره هغه خوا او دغه خوا ټېله کړې وه.
درو ډېر وخت په خپله کوټه کې پاتې کېده او يواځې هغه وخت به له کوټې ووت چې اړ به شو سکاره را واخلي.
ښه خو دا وه چې کاميون تاجيد چې شمال لور ته د نږدې کلي اوسېدونکى وو د هغه د اړتيا وړ توکي له اورښت دوه ورځې وړاندې هلته ور وړي وو او اته څلوېښت ساعته وروسته بېرته راتله.
په هغه سربېره دومره زيرمه هم وه چې د يوې کلابندۍ لپاره ترې کار واخيستل شي، ځکه چې کوچنۍ کوټه ډکه شوې وه او هغه خلتې چې ولسوال د بې وزلو ماشومانو لپاره هلته زيرمه کړې وې د ګټې اخيستنې وړ وې.
په حقيقت کې هغوى ټول د بې وزلۍ ښکار شوي وو ځکه چې ټول بې وزله وو.
درو هره ورځ يوه يوه خلته هغو ماشومانو ته ورکوله، هغه پوهېده چې دا ځيره پدې بدو واورينو ورځو کې اړينه وه او ښايي چې نن هم د يوه ماشوم پلار هلته ورغلى واى او د غنمو غوښتنه يې کړې واى.
يواځې تر راتلونکي درمند پورې د هغوى د ژغورنې مسله وه، همدا اوس له فرانسې څخه د غنمو ډکې کښتۍ وارېدېدې او بد شرايط هم تېر شوي وو.
خو په سختۍ هغه بې وزلي له ياده ايستل کېده، ځمکه لکه چې چروک کېږي هره تېږه به تر پښو لاندې ماتېده او په خاورو به اوښته.
زرګونه زرګونه مېږې مړې کېدې او حتى ګڼ خلک هلته خبر شوي وو چې د لوږې له امله څوک مړه شوي وو.
د ټولې بې وزلۍ خلاف هغه چې لکه يو راهب غوندې يې يواځې په مدرسه کې ژوند کاوه لږه شتمني يې درلوده او په هغه سخت ژوند هم خوښ وو. او له سپينو سولېدلو دېوالونو، د اوبو له څاه او اونيز خوراک اوڅښاک يې په يواځېتوب او سختۍ له نظره تېرېدل. هغه سيمه تل همداسې وه د ژوند لپاره سخته حتى له سړو څخه تشه وه.
خو درو دلته زېږېدلى وو او په بل هر ځاى کې به يې د جلاوطنۍ احساس کاوه.
له ټولګي څخه ووت، په هغه برڼده چې د ښونځي په مخ کې وه ودرېده، دوه کسان نور د را رسېدو په حال کې وو، هغه سړى چې په اس سپور وو ويې پېژانده، بلدوچي، سپين ږيرى صاحب منصب وو چې له ډېرې مودې راهيسې يې پېژانده.
بلدوچي يو عرب چې لاسونه يې تر شا تړلي وو او سر يې هم د لاسونو په تناو ور تړلى وو په نظر کې ساته.
صاحب منصپ د سلام په نښه لاس ورته وښوراوه چې هغه ځواب ورنکړ.
د هغه عرب په فکر کې ډوب وو چې اوږد عربي سپين او زوړ کميس يې په تن وو.
پښې يې په بوټونو کې په جورابو کې کلکې نغښتل شوې وې او په سر کې په يوه نرۍ ټوټه تړل شوې وې، هغوى د را رسېدو په حال کې وو، بلدچي خپل اس ته له شا څخه کتل او آرام آرام مخ په وړاندې را روان وو.
بلدوچي په داسې غږ چې تر مدير پورې ور ورسيږي وويل:
– يو ساعت وخت يې ونيو چې له آل عامر نه تر دې ځايه را ورسېدو.
درو ځواب ورنکړ او د هغه لنډه او چاغه ونه او پېړ جاکټ يې له سترګو تېراوه. اوس نو د لومړي ځل لپاره عرب خپل سر پورته کړ.
کله چې برنډې ته د را رسېدو په حال کې وو درو وويل:
– راځئ تاوده شئ.
بلدوچي په اخ او اوخ له اس څخه ښکته شو پړۍ يې په لاس کې وو او د مدرسې مدير ته موسک شو، تورې سترګې يې په لمر سېځلي تندي کې ښکته تللې مالومېدې او خوله يې هم په ژورو ګونځو چاپېره شوه چې هغه يې زحمتکش او هوښيار کس ښوده.
درو د اس پړى ونيو او د انبار په لور يې يووړ، بيا نو د هغو دوه کسانو په لور لاړ چې په دروازه کې هغه ته منتظر وو. هغوى يې کوټې ته بوتلل او ويې ويل:
– زه به اوس ټولګى ګرم کړم
کله چې بېرته کوټې ته راغى ويې ويل:
– هغه ځاى ښه دى.
بلدوچي په موبل ناست وو، هغه پړۍ چې په عرب کې يې غوټه کړى وو اوس يې پرانستى وو، عرب هم د کوټې په يوه خوا کې ډډه وهلې وه.
د عرب لاسونه تر اوسه تړلي وو او د کوټې کړکۍ ته ځير وو، درو لومړى د هغه پېړو شونډو ته ژور نظر واچاوه چې د لکه د نورو تور پوستانو په څېر يې د هغه په مخ کې نظر جلباوه، خو پزه يې صافه او سترګې يې تورې وې او سوى پوست يې د سړې هوا له امله بې رنګه شوى او ټوله څيره يې ناآرامه مالومېده او درو هغه مهال وليد چې د هغه پلو يې وکتل. د مدرسې مدير وول:
– بلې کوټې ته لاړ شئ، او زه به لږ چاى درته جوړ کړم.
بلدوچي وويل:
– مننه، څومره سخت کار دى او زه څومره د تقاعد په هيله يم.
خپل عرب بندي ته يې مخ وګرځاوه.
– راځه نو…
عرب په آرامه پورته شو او د هغوى له شانه د ټولګي په لور وخوځېده…
درو له چاى سره يوه څوکۍ راوړه خو بدلوچي همدا اوس د يوه زده کونکي نږدې مېز او څوکۍ ته په چرت کې ډوب وو او عرب د ښونکي د درس په ځاى کې ډډه وهلې وه او مخ يې د ميز او کړکۍ تر منځ بخارۍ ته ګرځولى وو. کله چې يې د چايو پياله بندي ته ونيوه ځنډ يې وکړ او د هغه تړلو لاسونو ته يې وکتل او ويې ويل:
– بايد لاسونه يې پرانيزې
بلدوچي وويل:
– بلې حتماً، هغه د سفر لپاره تړل شوي وو.
غوښتل يې پورته شي خو درو پايله په ځمکه کېښوده او د عرب څنګ ته په ګونډو کېناست. پرته لدې چې څه ووايي. عرب د هغه سترګو ته وکتل. کله يې چې لاسونه خلاص شول د لاس مړوندونه يې سره ومروړل او د چايو پياله يې ورپورته کړه او هغه ګرم چاى يې په يوه دمه له ستوني ښکته کړ.
درو وويل:
– ښه کوم خوا ځئ؟
بلدوچي خپل بريتونه له چايو را وايستل:
– همدلته ځويه
درو وويل:
– څه ښکلي زده کوونکي! شپه همدلته ياست؟
بلدوچي وويل: نه زه بايد بېرته آل عامر ته لاړ شم، ته بايد دا زيارت کوونکى يوسې تين جيت ته هيلته ورته پوليس منتظر دي.
بلدوچي په موسکا سره درو ته کتل او درو وويل:
– دا نو څه مانا؟ ټوقې کوې؟
– نه ځويه دا هغه دستور دى چې ما او تاته را کړل شوى دى.
– دستور؟ زه خو…
له لږ چرتي ځنډ وروسته يې له دې امله چې دا سپين ږيرى سړى اصلاً له کريس ټاپو څخه وو او نه غوښتل خپه کړي وويل: مطلب مې دادى چې دا کار خو زما دنده نده.
بلدوچي وويل: څه؟ دا څه مانا؟ د جګړې پر مهال هرڅوک بايد دلته خپله دنده ترسره کړي.
درو وويل: پس زه صبر کوم تر څو د جګړې اعلاميه خپره شي.
بلدوچي سر ښکته کړ او ويې ويل: ډېره ښه ده خو دستور بايد اجرا شي او په تاهم اړه لري، حالت ډېر پېچلى شوى، هر ځاى د انقلاب او حالت د خرابېدو خبرې کېږي. موږ خپل ټول ځواکونه بسيج کړي دي.
درو په سپين ږيري صاحب منصب کې سترګې ګڼډلې وې او هغه خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
– غوږ شه، زه له تا سره مينه لرم او ته بايد پوه شې، موږ په آل عامر کې يواځې لس دولس کسان يو چې بايد ټوله سيمه وساتو، او زه بايد په بېړه بېرته لاړ شم، موږ نشو کولاى چې هغه هلته وساتو. ټولې قبيلې يې بلوا کړې او غوښتل يې هغه په زور له بنده را خلاص کړي. ته بايد سهار په بېړه هغه تينجيت ته ورسوې او ويې سپارې. شل کيلومتره لاره بايد تا غوندې ځوان ته لږه وي او وروسته له هغې به خير وخيرت وي او کوم سرخوږى به هم نلرې. بېرته به راشې او خپلو زده کوونکو ته به خپل درس پيل کړې.
د دروازې له شا څخه د بلدوچي د اس د شيشنېدا غږ را تلو او پښې يې ټکولې، درو له کړکۍ بهر په کوم څه کې سترګې ګنډلې وې، هوا لږ لږ صافه شوه او د غرمې روښنايي په واورو له ډکه دښته د زياتېدو په حال کې وه. کله چې ټولې واورې اوبه کېدې لمر يو ځل بيا ټول ځايونه پوښول او په تېږو پوښلې دښته به يې سېځله، خو تر اوسه هغه ورځې چې آسمان په هماغه يو ډول خپلې وړانګې پدې دښته خپرې کړي او ويې سېځي ليرې وې.
بلدوچي ته يې مخ واړاوه او ويې ويل:
– دا څه وو؟
وړاندې لدې چې صاحب منصب خبرې وکړي بيا يې پوښتنه وکړه:
– په فرانسوي پوهېږي؟
بلدوچي وويل:
– نه یوه کلمه هم نه پوهېږي، يوه مياشت پسې ګرځېدو تر څو مو ونيو، پټ کړى يې وو، سړى يې وژلى، خپل د تره ځوى.
– له موږ سره دښمني لري؟
– فکر نه کوم، خو هېڅ کله په هغوى باور نشو کولاى.
– ولې يې سړى وژلى؟
– کورنۍ شخړه ده فکر کوم، ويل کېږي چې يوه يې دا بل ته غنم په پور ورکړي خو روښانه نده، خو دا مالومه ده چې خپل د تره ځوى يې په لاسي چاقو وهلى او لکه پسه پخ پخ خخخز.
بلدوچي په غاړه د حلالولو پېښې وکړې او عرب چې تر اوسه يې په دوى دواړو کې سترګې ګنډلې وې نور هم ځير شو. درو ناڅاپي احساس وکړ چې بايد له دې سړي سره ډېر پام وکړي او ټول هغه کسان چې پخوانۍ کينې لري د وينې تويولو ډېر شوقيان وي.
خو د چاى جوشې د جوش غږ پورته شو، درو لاړ او چاي جوشه يې راوړه او بلدوچي ته يې بيا چاى واچاوه عرب ته يې هم له لږ ځنډ او چرت وروسته واچاوه چې بيا يې هم هماغه راز په منډه منډه وڅښه. کله چې يې لاس پورته کړ درو يې په ډنګره او نارينه سينه سترګې ولګېدې.
بلدوچي وويل:
– مننه ځويه، او اوس زه بېرته ځم
پورته شو او په داسې حال کې چې پړى يې له جيبه را وايست د عرب په لوري لاړ.
درو په تنده لهجه پوښتنه وکړه.
– څه کوې؟
بلدوچي د پړي پاس سر هغه ته ور وښود. درو وويل:
– زحمت مه باسه
صاحب منصب په شک سره وويل:
– په تا پورې اړه ته چې البته وسله ولرې.
درو وويل:
– ټوپک مې شته
– چېرې دى؟
– په بکس کې مې
– بايد تر خپلې بسترې لاندې يې وساتې
– ولې؟ له څه وويرېږم
– ليونى کېږه مه ځويه، که کومه بلوا يا پاڅون وي نو هېڅوک امنيت نلري، موږ ټول په يوه حالت کې يو.
درو وويل:
– زه کولاى شم له ځان څخه دفاع وکړم. دلته زه وخت لرم هرڅو چې راځي له ليرې يې کتلاى شم.
بلدوچي وخندل خو ناڅاپه يې برېتونو سپين غاښونه پټ کړل او ويې ويل:
– وخت لرې چې ويې وينې؟ ډې ښه، مطلب زما همدا وو، ته تل لږ لږ لېونتوب کوې، او د همدې لپاره په ما ګران يې زما ځوى هم همدا شان وو.
خپله توپانچه يې را وايسته او په ميز يې کېښوده او ويې ويل:
– دا هم درسره واخله ما ته تر آل عامر پورې وسله نده پکار.
ځلېدونکې توپنچه د تور ميز په وړاندې برېښېده، کله چې صاحب منصب ورنږدې شو درو پکې د چرم او اس بوى ډېر احساس کړى وو.
ناڅاپه يې وويل:
– بلدوچي واوره، زه لدې حالت او کارونو څخه خوښ نه يم اول خو دا سړى ګوره چې دلته دې راوړ، زه خو هغه نه سپارم، جګړه بلې جګړه کوم، که اړ شم خو دا کار نه کوم.
سپين ږيرى صاحب منصب يې خواته ورنږدې شو او ورته ويې کتل.
– اوس حماقت کوې، زما هم دا رنګ ماموريتونه نه خوښيږي، هېڅوک د خلکو تړلي لاسونه ګرځول نه خوښوي، حتى که کلونه کلونه يې هم دا کار کړى وي. زه هم د شرم احساس کوم، بله د شرم، خو سړى نشي کولاى چې دا پرېږي هر کار چې کوي ودې کړي.
درو بيا وويل:
– زه هغه نه سپارم
دا د دولت دستور دى او زه يې هم تکراروم.
درو وويل:
– ډېر ښه، ته يې هم تکرار کړه څه چې مې وويل، زه هغه نه سپارم.
بلدوچي هڅه وکړه چې عکس العمل ونه ښيي، عرب ته يې وکتل وروسته يې درو ته او بالاخره يې پرېکړه وکړه او ويې ويل:
– نه زه هغوى ته هېڅ هم نه وايم، ته که غواړې موږ پرېږدې مهرباني وکړه، زه دې نه اشوا کوم يا هم خبرې نه کوم، ماته امر وشو چې بندي تاته وسپارم او سپارم يې او ته هم يواځې دا کاغذ لاسليک کوې او زه نورې خبرې نه لرم.
درو وويل: لاسليک ته هم اړتيا نشته، زه انکار نه کوم چې تا بندي دلته پرېښود.
له ميز څخه يې يو قلم را وايست او يوه ښيښه يې هم بهر کړه او د بلدوچي په کاغذ يې لاسليک وکړ. صاحب منصب کاغذ په دقت وکوت او هغه يې په جيب کې کېښود او د وره په لور روان شو.
درو هم د هغه د بدرګې لپاره پورته شو او ويې ويل:
– تر بهر پورې درسره ځم.
– نه ادب ته اړتيا نشته، په کافي اندازه دې سپک کړم.
عرب ته يې وکتل چې په هماغه څنډه کې ناست وو، له غوسې يې پزه کش کړه او د دروازې لوري ته لاړ خو ويې ويل:
– خداى پامان زويه.
له شا څخه يې دروازه په بد غږ بنده شوه، د پښو غږ يې هم په واوره کې ډب شو، او د دروازې له ها پلو څخه د اس غږ را غى او څو چرګان هم له ډاره وپرېدل، څو شېبې وروسته بلدوچي په داسې حال کې چې د خپل اس پړى يې په لاس کې وو بيا په کړکۍ کې را ښکاره شو، د غونډۍ په لور روان شو او څه شېبه پرته لدې چې شاته را وګوري له نظره ورک شو.
درو بندي ته راغى او هغه هم پرته لدې چې له خپله ځايه وخوځيږي سترګې يې د ښونځي په ښونکي کې وګنډلې. دروپه عربي وويل: صبر وکړه او بيا د کوټې په لور ولاړ. په لاره کې يې سر ته يو فکر ورسېده، بېرته وګرځېده او توپنچه يې له ځمکې پورته کړه او په جيب کې يې کېښوده او پرته لدې چې ويې ګوري د خپلې کوټې په لور لاړ.
څه شېبه په خپله توشکه پرېوت او له کړکۍ څخه يې اسمان ته کتل او چوپتيا ته يې غوږ ونيو، دا چوپتيا وه چې له جګړې وروسته له هماغه لومړيو څخه دلته راغلې وه او هغه يې ځوراوه. لومړى يې د غونډۍ لاندې په يوه کوچني کلي کې د دندې غوښتنه کړې وه، هلته پراخې جلګې وې او غټ غټ کمرونه او په ونو پوښل شوي غرونه يې درلودل دغه راز يې د دښتې تلپاتې اوړى ټول او ټول د هغه نه خوښېدل. خو کومه دنده چې يې هغه ته ورکړې وه د هماغه غرونو په شمال کې په يوه جلګه کې وه او لومړى پدې سيمه کې يواځيتوب او چوپتيا ورته ډېره سخته وه. کله په ځمکه او کله دلته او هلته ځايونه ښکارېدل چې دا به د ودانيو لپاره کارول شوي وو. په بل ځاى کې به ډېرې تېږې را ټولې شوې وې چې دا کار به د کلي خلکو کړى وو او خپلو بڼونو ته به يې وړلې. کوچني ښارونه پيدا کېدل او ګرمېدل به خو وروسته به له منځه تلل. سړي راتلل يو بل پرې ګران وو وروسته به يې له يو بل سره سختې جګړې کولې او مړه کېدل به. هېڅوک دلته نه هغه او نه د هغه مېلمانه په څه ارزېدل. او په عين حال کې لدې ځاى بهر هېچا ته ژوند په ريښتيا چې شونى نه وو او پدې باندې ښه پوهېده.
کله چې پورته شو له ټولګي څخه کوم غږ نه راته له عجيب احساس سره مخ وو چې ښايي عرب تښتېدلى وي، خو بندي هلته وو پدې توپير چې اوس د ښونکي د ميز او بخارۍ تر منځ اوږد غځېدلى وو او په چت کې يې سترګې ګنډلې وې، پېړې شونډې يې آرامې خوځېدې او د درو په لور يې وکتل. درو ورته وويل:
– راځه
عرب پورته شو او په هغه پسې لاړ، د خوب د کوټې مخې ته ښونکي د څوکۍ له څنګه کړکۍ ور وښوده، عرب پرته لدې چې له هغه سترګې واخلي کېناسته.
درو پوښتنه وکړه:
– وږى يې؟
– بلې
درو په ميز د دوه کسانو لپاره څيزونه هوار کړل، اوړه او غوړي يې را واخيستل او د کيک په شان يې جوړ کړل وروسته يې يو لوښى د ګاز په ډبه باندې کړ، کله چې کيک پخېده درو انوارۍ ته لاړ چې پنير، هګۍ، خرما او ګډې شو شيدې راوړې. کله چې د کيک کار تمام شو درو هغه په کړکۍ کې کېښود تر څو ښه سوړ شي. کله چې پورته کېده په جيب کې تومانچه يې د هغه او دېواله تر منځ شوه او خوږ يې کړ تومانچه يې له جيپه را وايسته او په ميز يې کېښوده. کله چې د خوب کوټې ته بېرته راتله شپه کېده، څراغ يې روښانه کړ او عرب ته يې خواړه کېښودل او ورته يې د خوړو امر وکړ، عرب د کيک يوه ټوټه ورپورته کړه او په لېوالتيا يې په خوله کړه خو لاس يې ونيو او ځنډ يې وکړ بيايې پوښتنه وکړه:
– او ته يې ولې نه خورې؟
– له تا وروسته يې زه هم خورم
د هغه پېړې شونډې پرانستل شوې، عرب يو څه ځنډ وکړ او وروسته يې په کيک خوله ټينګه کړه، کله چې يې خواړه تمام شول عرب د ښونکي لور ته وکتل او ويې ويل:
– ته قاضي يې؟
– نه زه يواځې تر سبا پورې تا ساتم.
– ولې له ماسره ډوډۍ خورې؟
– وږى يم
عرب په چرت کې ډوب شو، درو پورته شو او له کوټې وواته، کله چې بېرته راغى له ځان سره يې يوه کوچنۍ تخته راوړه او هغه يې د ګاز د ډبې او ميز تر منځ کېښوده او هغه خوا يې ترې خپله بستره وغوړوله، له خپل بکس څخه چې د کوټې په کونج کې ايښى وو او هغه يې د تاخچې په توګه کاراوه دوه پټوګان را وايستل او هغه يې په تخته هوار کړل. وروسته يې ځنډ وکړ او د خپلو هڅو د ناکاموالي احساس يې وکړ، نور نو په خپله توشکه کېناست. عرب ته يې وکتل او هڅه يې وړکه چې تصور کړي چې اوس به يې نو مخ له غوسې وچوي. خو ويې نشو کولاى داسې تصور وکړي. يواځې څه شى يې چې ليدل د هغه وحشي شونډې او تورې سترګې وې. پوښتنه يې ترې وکړه:
– نو ولې دې هغه وژلى؟
کله چې يې خبرې کولې د هغه غوسه ناک او دښمنانه غږ عرب حيران کړ.
عرب ورته وکتل او ويې ويل:
– وتښتېده او زه پسې لاړم
بيا يې سترګې په درو کې وګنډلې چې له ګڼو وېروونکو پوښتنو ډکې وې او ويې ويل:
– اوس له ماسره څه کوي؟
– وېرېږې؟
عرب له خپل ځاى څخه لږ وخوځېده او سترګې يې بېرته ور واړولې.
– خپه يې؟
عرب په وازه خوله هغه ته سترګې ونيولې، د درو ځور نور هم زيات شوى وو او په عين حال کې يې دا ستر سړى وژونکى بدن کوت نو غوسه يې نوره هم زياتېده ويې ويل:
– پورته شه هلته وغځېږه هغه ځاى ستا دى.
عرب ونه خوځېده په چيغه يې وويل:
– ووايه څه وکړم؟
ښونکي مخامخ ورته وکتل.
هغه بيا پوښتنه وکړه:
– صاحب منصب سبا بېرته راځي؟
– نه پوهېږم
– ته راسره ځې؟
– نه پوهېږم ښايي هو…
بندي پورته شو او په توشکه اوږد وغځېده، پښې يې د کړکۍ لور ته وې، د ګروپ روښنايي د هغه په سترګو کې نېغې لګېدې سمدستي يې سترګې پټې کړې.
درو د هغه د تختې خواته ودرېده او بيا يې پوښتنه وکړه:
– ولې؟
عرب يې سترګو ته د ګروپ له تېزې روښنايۍ لاندې وکتل او هڅه يې وکړه چې سترګې ورپوي ويې ويل:
– ته راسره لاړ شه
نيمه شپه درو لا نه وو ويده شوى، ساعتونه کېدل چې جامې يې ټولې ايستلې وې او په خپله بستره کې پټ شوى وو، خو په نيمه شپه کې يې حس کړه چې څه يې په تن ندي، اوس ډېر حيران شو، احساس يې وکړ چې کوم ژور ټپ يې په بدن کې دى، او غوښتل يې چې پورته شي او جامه واغوندي خو څه شېبه وروسته يې اوږې پورته واچولې.
هغه ماشوم نه وو که کار سختېداى نو هغه کولاى شو چې خپل دښمن په منځ نيم کړي، له خپل تخت څخه يې هغه څارلى شو چې اوږد غځېدلى وو، هېڅ نه خوځېده او سترګې يې د ګروپ رڼا ته تړلې وې. کله چې درو چراغ بند کړ ناڅاپي تيارې ټول څه منحمد کړل. خو شپه بيا کراره کراره په کړکۍ کې روښانه شوه او تياره اسمان لړزه وښوده. ښونکي وکولاى شو د هغه پښه چې اوږده يې غځولې وه وويني.
عرب اوس هم نه خوځېده، خو د سترګو کسو يې په تياره کې حرکت کاوه. آرام باد د مدرسې شاوخوا په خپله غېږه کې چاپير کړى وو او ښايي باد به وريځ وړله څو سبا ته لمر پوره را ښکاره شي.
شپه باد نور هم تېز شو، چرګان وخوځېدل او په وزر وهلو يې پيل وکړ، خو لږ وروسته آرام شول، عرب په خپل تخت واوښت او درو ته يې شاواړوله، دارو د هغه غږ هم اورېده او د هغه تنفس ته غوږ وو، او فکر يې کاوه چې نور نو ويده کېږي. په کوټه کې يو کال وو چې يواځې ويده شوى وو د دې کس شتون هسې هسې ځوراوه. هغه کسان چې ډېره موده په يوه کوټه کې اوسېږي په بند يا کوم کنډک کې د هغوى تر منځ يوه ژوره ملګري زيږيږي، ته وا چې خپلې وسلې يې هم د هغوى په شان له يو بل سره ګډولې لري، خو درو ځان وڅانډه او په چرتونو کې ډوب شو. هغه دا رنګ چرتونه نه خوښول او له بلې خوا د هغه لپاره لازمه هم نه وه چې ويده شي.
څه شېبه وروسته عرب په خپل ځاى کې وخوځېده، ښونکى لا ويښ وو، کله چې بندي بيا وخوځېده د هغه بدن له ګواښ څخه ځيږ واوښت. عرب ځان په خپلو لاسونو پورته کړ، د هغه کسانو په څېر چې په خوب کې ګرځي پورته شو، د تخت په منځ کې کېناست پرته لدې چې درو ته وګوري. ته وا بهر په غره کې په نيمه شپه کې څه ته متوجه دى او غوږ يې نيولى. درو په ځاى کې ونه خوځېده، خو فکر يې وکړ چې تومانچه اوس هم په ميز اېښې. ښه وه چې ژر اقدام وکړي خو په هر حال چوپ پاتې شو او بندي ته يې وکتل چې په هماغه نرمۍ کې خوب وړى وو او له ځايه وښوېده او پښه يې په ځمکه کېښوده، صبر يې وکړ او وروسته پورته شو.
درو غوښتل چې خوله خلاصه کړي او څه ووايي خو ويې نشو کولاى. عرب په طبيعي ډول خو فوق العاده چوپ روان شو. د کوتې پاى ته ورسېد او هغه وره ته ودرېد چې بهر لور ته پرانستل کېده. آرام يې ور پرانست او بهر ووت خو ور يې پرانستى پرېښود.
درو ځان ونه خوځاوه، له ځانه سره يې وويل: تښتي… آرام شوم ترې!. خو په دقت يې د بهر غږونه اورېدل. چرګان چوپ پاتې وو، له همدې امله بې شکه چې مېلمه په جلګه کې وو، د اوبو آرام غږ يې واورېد خو ډاډه نه وو تر دې چې عرب بېرته راغى او پر ځاى پرېوت.
کله چې درو ويښ شو اسمان صاف شوى وو او سړه هوا کوټې ته را ننوته، عرب اوس هم ويده وو او اوس نو تر پټو لاندې چوملک پروت وو او خوله يې خلاصه وه، کله يې چې وخوځاوه عرب پداسې ډار له ځايه پورته شو چې ښونکى يې ترې وويرېده. ويې ويل:
– مه ويرېږه، زه يم، بايد پورته شې، يو څه وخوره.
عرب ښکته وکتل او سترګې يې وموښلې.
قهوه چمتو وه، هغوى په داسې حال کې چې په خپلو ځايونو کې ناست وو قهوه يې وڅښله او کيک يې وخوړ. وروسته درو عرب ته ودانۍ په شا کې د اوبو نل وروښود. کوټې ته لاړ او پټوګان يې ټول کړل.
وروسته له درسي خونې تېر شو څه شېبه بهر ودرېده او په شنه آسمان کې يې ځلېدونکي لمر ته وکتل. تېږې آرامې له واورو وتلې، هغه په بلدوچي فکر وکړ، پوهېده چې پرون يې بلدوچي خپه کړى وو، هغه يې داسې لېږلى وو ته وا هېڅ يې نه پېژني. اوس يې هم په غوږونو کې د خداى پامانۍ کلمې ګرځېدې او پرته لدې چې پوه شي د ټپ احساس يې کاوه.
په همدې فکرونو کې وو چې د مدرسې هاخوا د بندي د ټوخي غږ پورته شو، درو دې غږ ته غوږ شو وروسته يې په يوه کوچنۍ تېږه کې سترګه وګنډلې او پورته يې واچوله، هغه هم لږ څه وروسته په واوره کېناسته. د دغه کس احمقانه جنايت ډېر ځوراوه او دې مامورينو ته يې سپارل هم اخلاقي ستونزه ګڼله، حتى کله چې به په سوچ کې ډوپ شو د سپکاوي احساس به يې کاوه. پورته شو څه شېبه يې قدم وواهه او وروسته آرام ودرېده، او د ودانۍ په لور روان شو.
عرب د اوبو شير ته ولاړ او خپل غاښونه يې په ګوته پرېمينځل، درو ورته وکتل او ويې ويل:
– راشه.
خپل د ښکار جاکټ يې واغوست او بوټونه يې هم په پښو کړل، ودرېده تر څو عرب هم خپل بوټونه په پښو کړي،، دواړه درسي خونې ته لاړل او هلته درو عرب ته د وتلو لاره وروښوده او ويې ويل:
– ځه
بندي حرکت ونه کړ.
هغه بيا وويل:
– زه هم ځم.
عرب ووت، درو خپلې کوټې ته لاړ او څه خواړه يې په يوه کڅوړه کې را واخيستل، کله چې درسي خونې ته ولاړ څه شېبه يې ځنډ وکړ او د ميز څنډې ته يې وکتل وروسته يې د وره په لور حرکت وکړ او ور يې بند کړ.
عرب ته يې وويل:
– لدې لارې ځه
خپله يې هم د ختيځ په لور حرکت وکړ او بندي هم ورپسې شو، خو درو له څه ځنډ وروسته د مدرسې په لور شاته يو غږ واورېد، عرب هغه ته په بې خبرۍ وکتل او وروسته بېرته روان شول.
هغوى ډېره شېبه مزل وکړ او وروسته د يوې تېږې خواته ودرېدل تر څو ستړيا ليرې کړي، لمر واورې اوبه کولې او ځمکه هم خپل لومړني وچ حالت ته ګرځېدله. درو ښکلي طبيعت ته وکتل چې تقريبا ټول يو ډول ژېړ مالومېدل او ځانګړې جذبه يې احساس کړه. بيا څه شېبه لاړل او د سويل په لور يې خپلې لارې ته دوام ورکړ تر څو يوې هوارې لوړې ته ورسېدل چې په کوچنيو تېږو پوښل شوې وه. لدې وروسته جلګه په يو لور کږېدله او لارې هم دوه کېدې. يوه يې په ختيځ لور تلله او يوه کوچني کلي ته رسېدله او بله لاره د سويل په لور ګڼو تېږو ته چې طبيعي منظره يې هم ګډوډه مالومېده.
درو دا دوه لارې تر نظر تېرې کړې، هېڅوک نه ښکارېدل، مخ يې عرب ته ور وګرځاوه چې تر اوسه يې په هغه کې سترګې ګنډلې وې، درو عرب ته هغه کڅوړه ور پرانسته چې په لاس کې يې وه او ويې ويل:
– واخله، دا ډوډۍ، خرما او شيريني ده، پدې دوه ورځې پايېدلى شې او داهم زر فرانکه.
عرب د خوراک او پيسو بسته ترې واخيسته خو لاسونه يې په سينه ورکښودل ته وا نه پوهېږي چې پدې څيزونو څه وکړي.
د مدرسې ښونکي وويل:
– ښه وګوره،
بيا يې هغې لارې ته اشاره وکړه چې ختيځ لور ته غځېدلې وه.
– دا لاره ده چې تاجيد ته ځي، دوه ساعته لاره ده، په تاجيد کې دولتي اداره ده او ځايي پوليس تاته منتظر دي.
عرب ختيځ لور ته وکتل او د خوړو او پيسو ټولګه يې په سينه پورې ټينګه نيولې وه، اوهغه يې په چټکۍ د سويل په لور وګرځاوه. دا لاره نرۍ او له تېږو ډکه وه. ويې ويل:
– دا هم لاره ده چې له بلې جلګې تېرېږي او سويل ته ځي، يوه ورځ لاره ده تر څو د صحرايي قبايلو آباديو ته ورسېږي هغوى دې ساتي او د خپلو قوانينو مطابق له تاسره چلند کوي.
عرب اوس درو ته وکتل او په ويره يې يې د هغه په لور نظر ځغلاوه، ويې ويل: ګوره…
خو درو وويل:
– نه چوپ شه، زه تا اوس دلته پرېږدم.
نور نو روان شو څو ګامه د مدرسې لور ته تللى وو بېرته يې په شک سره تر شا وکتل خو لارې ته يې دوام ورکړ، څو دقيقې نور هم تللى وو، بيا يې شاته وکتل عرب اوس هم د هماغې ډبرې خواته ولاړ وو، لاس يې ځړېدلي وو او د ښونکي په لور يې په ځير ځير کتل، درو احساس وکړ چې يو څه قى کوي، خو په بې صبرۍ يې عرب ته لاس وخوځاوه او بېرته روان شو، څه واټن تللى وو بيا ودرېده او ور ويې کتل اوس عرب د ډبرې تر خوا نه وو.
درو په شک او حيرانۍ سره وکتل، لمر اوس د آسمان منځ ته راغلى وو، ښونکى په کومه لاره چې راغلى وو بېرته وګرځېده لومړى په شک کې وو خو بيرته يې په ټينګ هوډ د تېږې په لور منډه کړه، په غونډۍ ودرېده او د سويل په لور يې وکتل.
د لمرين او شنه اسمان لاندې تېږې يواځې وې، خو د ختيځ لاره چې تود بخار ترې جګېده او نرى ګرد يې جوړ کړى وو د عرب سيورى يې پرې وموند چې د تاجيد په لور په درنو ګامونو وړاندې روان وو.
څه موده وروسته بياد ټولګي په مخ کې ولاړ وو او جلګې ته چرت وړى وو، شاته يې په توره تخته د فرانسې سيندونه په ګډه وډه نخچه کښل شوي وو، او په ګډوډ او بيړني ليک ليکل شوي وو، : تا زموږ ورور مامورينو ته حواله کړ، بدل به يې بېرته ورکړې.
درو آسمان، جلګې او له هغې هغه خوا ځايونه او ځمکې چې پسې غځېدلې وې او غځېدلې وې له نظره تېرې کړې، پدې پراخه ځمکه کې چې له هغه سره يې مينه هم درلوده هغه يواځې وو…