حلیم فدايي او د کال غوره تصویر

د لراوبر اداره | اکتوبر 26th, 2009



د میدان وردګو والي محمد حلیم فدايی چې مخکې له ولایت د سفما یا په افغانستان کې د سويلي اسيا د خپلواکو رسنیو د ټولنې بنسټګر او  مشر و، په خبره پوه په ژورنالستیکو اصولو خبر او تکړه  ژورنالیست او لیکوال بلل کیږي، چې په فرهنګي کړیو کې هم ورته د درنښت په سترګه کتل کیږي.
او د ښاغلي کرزي په حکومت کې هم یو له لوړ پوړو مقاماتو څخه شمېرل کیږي.
په نړیواله کچه هم  غښتلې اړیکې لري چې ښه بېلګه یې څه موده وړاندې میدان وردګو ولایت ته  د امریکې  او ترکیې  د سفیر انو، ډېر شمېر بهرنیو  دیپلوماتو او د کابینې د یو شمېر غړو ورتګ دی.
خو خبره دا ده چې په دې غونډه کې څه وشول، تاسو ته به یې لاندې تصویر وښيي




دا تصویر چې د میدان وردګ ولایت په رسمي ویب پاڼه کې خپور شوی تاسو یې هلته هم کتلای شئ.
زه ددې پاڼې له چلونکو او خپله له والي صاحب نه په درنښت هیله کوم چې د یوه مطلب ماخذ دې نه ورانوي، ځکه دا د لیکوال په حق تیری دی، او د ژورنالیستیکو اصولو خلاف کار دی
http://www.mwardag.gov.af/?pg=1&post=173§ion=29


او که بیا هم وران شوی وي نو لاندې تصویر کتلی شئ.




موږ مخکې یادونه وکړه چې محترم محمد حلیم فدايي په ژورنالیستیکو اصول پوه او په دې ښه پوهیږي چې د یوې رسنۍ مایک باید خپله د ژورنالیست په لاس کې وي، او په دې هم ښه پوهیږي چې که داسې ونه شي ډیر کله داسې کارونه د یوې رسنۍ باور خاورې کوي.
او دا ښاغلی خو یوه وتلی او په حالاتو خبر ژورنالیست هم دی، د هیوادوالو خواخوږی هم دی، په بغلان ولایت کې د شپږ اتیایم کال د چنګاښ په پنځلسمه نېټه د شوې پېښې نه هم ښه خبر دی چې پکې څه کم سل کسه شهیدان او یو سل او لس تنه ټپیان شول، چې د شهیدانو له ډلې یې تر شپېتو پورې د ښونځيو شاګردان و،  فدايي هغه وخت چې د هېواد بیرغ د دریو ورځو لپاره نیم ځوړند و، دا کار یې ستایه، او د ولسمشر په دې فرمان چې د چنګاښ په اوه لسمه خپور شو ډېر خوښ ښکاریده چې پکې راغلی و:
په تشریفاتي مراسمو کې د محصلینو او متعلمینو څخه استفاده کول منع دي.
د ځوانانو او ماشومانو د ساتنې په موخه د کورنیو چارو وزارت، د لوړو زده کړو وزارت او د ټولو ولایتونو والیانو ته سپارښتنه کوم چې د شاګرانو او محصلینو د لپاره د  د زده کړو ښه زمینه مساعده کړي او په تشریفاتي پروګرامونو سره د هغوی ژوند په خطر کې نه اچوي او نه د د هغوی د درسي ساعتونو او پرګرامونو په منځ کې خنډ واقع کیږي.




خو تاسو وينۍ چې دا کوم ښونځی نه دی بلکې یو دوکان دی چې راځړېدلې سودا پکې له ورایه ښکاري، او تاسو د ولاړو کسانو تر شا د امریکايي ځواکونو مرمۍ ضد موټر هم وينئ،  همدارنګه تاسو د  همدې ودانۍ په سر  وسلوال کسان هم وینئ.
هغه ماشومان چې په جګړو کې زیږېدلي وي، او په جګړو کې را لوی شوي وي او لږ تر لږه  یې د کورنۍ یو یا دوه غړي د همداسې  وسلوالو لخوا له لاسه ورکړي وي، ایا دا سې کارونه به یې په زړه او ذهن بد اغېز وکړي که نه؟
او که  په دې ځای کې جنګ پیل شوی وای بیا به هم دی ښاغلی او ورسره بهرنیان به یې مرمۍ ضد موټرو ته ختلی وای او  په جګړه کې به دا ټول ماشومان شهیدان شوي وای.
او که کوم ځانمرګی شوای وای بیا به یې هم زیان د ښونځيو ماشومانو ته رسیده او کوم دوه چې ژوندي پاتي و هغه به وروسته د بهرنیانو لخوا په مرمیو ویشتل کیدل چې دا پېښې له ځانمرګو وروسته د هېواد په بیلا بیلو سیمو کې په لسګونو ځله تکرار شوي دي.
خو اصل خبر داده چې فدايي نه ژورنالست و او نه دی، له مجبورۍ یې د ځینو نورو غوندې دې کار ته لاس واچوو، او سیاست ته هم کوڼ، ړوند ننوت.
هېواد تل د هغو کسانو له لاسه د جګړو او ورانیو کندو ته ور ټیل وهل شوی چې نابلده په سیاست ګډ شوي دي چې دا د سقاویانو نه راپاتې میراث تر اوسه دوام لري.
هغه څوک چې د ولسمشر فرمان هیروي، اساسي قانون هیروي، د پېښو شالید یې هېر وي، روانه وضعیت هم نه شي درک کولای، نو لوستونکي دې پرېکړه وکړي چې د یوه ولایت چارې به څنګه په مخ یوسي.

Copyright Larawbar 2007-2024