کور / رسنۍ / د هوډ مجلې نوې ګڼه له چاپه را ووته

د هوډ مجلې نوې ګڼه له چاپه را ووته


په کندهار کي د لوى احمدشاه بابا د علمي او کلتوري مرکز لخوا د (هوډ) مجلې پرله پسې درويشتمه ګڼه په دې وروستيو ورځو کي د نادرشاه زغم په مديريت او احمدشاکر حبيبي په مرستيالۍ د (٣٢) عنوانو مضامينو په لرلو سره په (٨٧) مخونو کي په رنګه وقايه او ښه صحافت سره له چاپه را ووته.
دغه مجله چي له څو کلو راهيسي په کندهار کي د پورته ياد سوي علمي مرکز لخوا خپرېږي، چي اوسمهال په کندهار کي د پرمحتوا او علمي مجلو په لړ د سر په کتار کي راځي.
په دغه مجله کي بېلابېلي مذهبي، ادبي، علمي، تاريخي، ساينسي او سياسي ليکني راغلي دي، چي د لوستونکو تنده ور ماتولاى سي.
نوموړې مجله په کندهار او کوټه کي پر لاندي ادرسونو تر لاسه کېداى سي:
 
کندهار – افغان کتابپلورنځى، سردار مددخان چوک، کندهار ښار

کوټه – غورځنګ کتابپلورنځى، جناح روډ، رېګل پلازه