کور / تازه خبرونه / پېښور:ځانمرګي بريد د شعيه مذهب پيروان ووژل

پېښور:ځانمرګي بريد د شعيه مذهب پيروان ووژل

 

د شمالي پښتونخوا  پېښور  کي د شعيه مذهب د پيروانو په يو عبادتځای ( امامبارګاه ) کي په يوه ځانمرګي بريد کي لس تنه وژل سوي او پوره شل تنه نور ژوبل سوي دي .

 

له پېښوره د لراوبر ويبپاڼي همکار ليکي چي دا پېښه د ميرزا قاسم بېګ امامبارګا ته نژدې ترسره سوې ده چيري چي د شعيه مذهب د پيروانو مذهبي مراسم ترسره کېدل .

 

پاکستاني پوليس ځانمرګی بريد تاييدوي او وايي چي بريدکوونکی لا له مخکي د نورو خلکو تر څنګ ناست و او د مراسمو په منځ کي يې په ځان پوري تړلي چاوديدونکي توکي وچاودل .

 

عيني شاهدانو لراوبر ته وويل چي د عبادتځای شاوخوا يې د انسانانو غوښي او د وينو نښي ليدلي دي .ددې پېښي پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخستې . دا پېښه په داسي حال کي کېږي څو ورځي وروسته په ټوله اسلامي نړۍ کي د شعيه مذهب د پيروانو له خوا د امامانو د شهادت ورځ په خاصو مراسمو نمانځل کيږي .