کور / کیسه / نه پوهيږم چى داولى

نه پوهيږم چى داولى

نه پوهيږم چى داولى هرکله او په هر ځاى کى له ماسره مخ کيږى!


کيسه


له ډيرو هڅو او هاندو ورسته مى وکولاى شواى چى د وظيفى دپيداکولو لپاره يوه دفتر ته لاره پيداکړم، دوظيفى دراکولو اونه راکولو پته هم نه لګيده او ماهم چندان ډاډمن نه احساساوه چى داوظيفه دى وشى، له کوره دوظيفى دپيداکولو په لټه همغه دفترته ولاړم چى کارکوونکوته يى ضرورت لاره، په لمړى ځل ورتلو مى ديوه ټکسى وان کار وکړ او هغه مى دربس ددفتر تر پورى ونيوه، دفتر په يوه ډيره لويه او لوکسه هويلى کى وو، چى دوره په مخکى يى ډير بدقهره بدقهره ساتنمنان هم ليده کيده، ورغلم او دننوتو غوښتنه مى وکړه هغى راته وويل چى څوک دى په کاردى، لکه څنګه چى ماپه نوموړى دفترکى څوک نه پيژانده غلى پاتى شوم خو ورسته له څو شيبو مى ورته وويل چى مادلته دکار غوښتنليک ورکاوه کوم خاص څوک مى نه دى پکار هغه راته وويل چى غوښتنليک دى راکړه بيامونږدرته زنګ وهو، غوښتنليک مى ورکړ، هغه راته وويل چى ځه دټليفون ترکولو پورى منتظر اوسه سمه ده ماورته وويل چى بلکل بيخى سمه ده، اوددفتر له وره نه بيرته دکورپه خوارهى شوم .


عمومى سړک ته راورسيدم غوښتل مى چى کوم موټر کى ځان واچوم چى کورته ژرورسيږم څو شيبى ودريدم کوم موټر رامعلوم نه شو البته واړه موټر ډير تله او راتله خو زه ملى بس ته ولاړ وم ملى بس چى رامعلوم نه شو فکر مى وکړ چى راځه په وړوکى موټر کى لاړشه په همدى موخه مى يوه واړه موټر ته لاس ورکړ خو هغه راته ونه دراوه په دى وخت کى مى په جيبونو لاس وواهه چى پيسى لرم اوکه نه جيبونه مى له الفه تر ياټول ولټول خو يوه روپى مى هم پيدانه کړه فکرمى خراب شو او له ځانه سره مى وويل چى اونو بايد پلى ولاړ شى لکه څنګه چى جيب مى خالى وو نو پلى رهى شوم ورسته له يوى يوى نيمى ګړى کورته ورسيدم ډير ستومانه وم او ځآن مى دخوب خونى ته ورساوه او همداسى مى ځان واچاوه البته چى ماسپښين وو ماته خوب راغلى وو او بيده شوى وم، په خوب کى مى ډير وران خوبونه ليدل او بيروونکى شيان به په مختلفو څيرو راته څرګنديدل په خوب کى مى چيغه وکړه او راپورته شوم ومى ليدل چى په کورکى يم او دخوب په خونه کلمه مى وويله او له خونى راووتم مخ اولاس مى پريوينځل .


دټلويزيون دسريال په ليدو مى ځان بوخت کړ، او دوظيفى ددفتر دټليفون په چرتونو کى ډوب ناست وم په همدى منوال شپى ورځى تيريدى تقريبآً څلور مياشتى په همدى ډول تيرى شوى په انتظار دټليفون چى ټليفون مى وترنګيد او راته وويل چى زه له فلانى دفتره خبرى کوم کوم چى تاسو هلته غوښتنليک ورکړى وو ماورته وويل هو ووايه: هغه راته وويل چى صبا اتى بجى راشه انټرويو ته ماورته وويل چى سهى ده درځم هغه ناځوان نورو خبروته پري نه ښودم او ټليفون يى قطع کړ، ماهم ترصبآپورى انتظار نه په زندان کى شيبى تيرولى صباته ورغلم دفترته ومى ليدل چى ډيره ګڼه ګوڼه ده ددفتر مخه داسى له خلکونه ډکه وه لکه چى کوم انتهارى ځان هغى دنياته بوولى وى ور نږدى شوم او ورلنډ هم شوم سره له دى ډيرى ګڼى ګوڼى مى بياهم وکولاى شواى چى دفتر ته دننه ولاړ شم .


دفترته دننه شوم او يو ځوان مى ډيرتود هرکلى وکړ او دانټرويو خونى ته يى بوتلم دانټرويو خونى ته چى ورننوتم يو لوى ميز مى وليد چى ډير لوکس لوکس خلک چپه تراش ږيرى ښوى مخونه او لوکسى دريشګانى يى هم په ځان وى وليدل دوره مخى ته څه تم شوم واو ورسته مى وويل چى سلام هغو ټولو مى سلام په يوه اوازعليک کړ دميز په يوه ګوښه کى يوه تشه څوکى ايښوول شوى وه چى ماته دغو ښاغلو وويل چى مهربانى وکړى کښينه ماهم سرښکته واچاوه او پرڅوکى کښيناستم ورسته له دى چى يو ښاغلى زه دپخوانى غوښتنليک له لارى پوره معرفى کړم ويى ويل چى دامحترم فلانى دى که څوک کومه پوښتنه لرى مهربانى دى وکړى او خپله پوښتنه دى له ښاغلى نه وکړى مافکر وکړ چى دابه کوم بل څوک ښيى خو ددى ښاغلى خوله او دلاسونو حرکات ځماپه خوا وو پوښتنه يى وکړه او ځواب يى هم واوريد ورسته له ډيرو پوښتنو ځوابونو يى ماته وويل چى ستاله ليدو نه ډير خوښ شو، او راته يى وويل چى ستامقررى به په همدى دفترکى وشى او مونږ ستاسوپه شان تکړه همکار ته ضرورت لرو او دايى هم اضافه کړه چى بريالى اوسى او مخه ښه يى راسره وکړه.


 زه هم راووتم او دکورپه خوارهى شوم ورسته له يوى هفتى يى له نوموړى دفترنه راته زنګ وواهه چى تاسو يوځل بياهم دفتر ته راشى مخکى له مقررى زه هم ددوى له فرمودى سره سم ورغلم دفتر ته دننه شوم او هغمه ځوان مى لاتود هر کلى وکړ او درئيس صاحب دفتر ته يى بوتلم بدبختانه چى رئيس صاحب په دفترکى تشريف نه لاره ماته نوموړى ځوان وويل چى تاسو همدلته اوسى رئيس صاحب راځى، دفتر نه بلکه دقصر يوه نماوه ډير ښکلى دفتروو هرڅه يى ډير پرمخ تللى او دعصر له خواهشاتو سره بلکل هم غږى وو زه هم په دى لوکس دفتر کى کښيناستم او درئيس صاحب راتګ ته مى دوه سترګى څلور وى چى داښاغلى به څه وايى البته چى په نوموړى دفترکى دمجلواو ورځ پاڼو لپاره هم ځآنګړى ځاى په نظرکى نيول شوى وو او له ورځپاڼو نه پوره پوره برخمن وو ماهم يوه ورځ پاڼه راواخيسته او ځان مى پرى مصروف کړ ورسته له څو دقيقو نه يوه ښکلى نجلى راغله او يو ګيلاس چاى او صرف يودانه چاکليت يى ځما په مخکى په ايښوول شوى ميځ کيښودل او بيرته ولاړه، لکه څنګه چى زه ر‌ئيس صاحب ته انتظار وم او دچاى خوړلو اوياهم نه خوړلو سره کومه دلچسپى نه لرله نو بيرته مى دورځ پاڼى دعکسونو پر ليدو پيل وکړ .


 ور بياپرانيستل شو ماچى ورته وکتل نجلى وه او ماته يى شاوه فکرمى وکړ چى بيابه يى کوم چاکليت راوړى وى او ځان مى پرى پوه نه کړ هغه نجلى راسن ولاړه او درئيس صاحب څوکى ته ودريده مانه ورکتل او فکر مى کاوه چى ګويادرئيس څوکى به پاکوى يابه کوم بل کار لرى نورمى نو نه ورکتل چى دى راباندى غږ وکړ چى ستاکار خلاص شو او له همدا اوسه کولاى شى چى خپل کارته شروع کړى زه مى له ځايه پورته شوم او ورته ومى ويل چى مننه زه به نن نه دنه سره سم هغى پورته وکتل دهغى له ليدو سره مى داسى احساس وکړ لکه چى زه هغه پيژنم له لږ ځنډ ورسته مى پيداکړه چى هغه ځماټولګيواله وه او يو وخت يى ماسره دمينى تار غږاوه او تل به بى يى راته دمينى او محبت خبرى را اورولى خو په ورستيوکى يى ماسره داسى دوکه کړى وه چى ماهغه هيره کړى وه ماورته وويل زه به نن نه بلکه هيڅ کله به هم دى دفترته چى ته پکى يى رانه نشم او دامى اضافه کړه چى همداتيروتنه بس ده چى تردى دمه ناخبره وم چى رئيس څوک ده او دبښنى په غوښتلوسره مى خپل غوښتنليک ددى په مخکى څيرى کړ او بى له خداى پامانى نه دهغى رئيسى له دفتره راووتم . او نه پوهيږم چى داولى هرکله او په هر ځاى کى ماسره مخ کيږى .