کور / تازه خبرونه / تازه خبر:په قبايلي سيمه كې90كسان ووژل شول

تازه خبر:په قبايلي سيمه كې90كسان ووژل شول

دقبايلي سيمي لدافورټ څخه خبرونه وايي چې دپاكستاني پوځ او سخدريځو ترميانځ لومړى وسله واله نښته وشوه او وروسته دواڼه روډ سره نېژدې پاكستاني پوځ په پراخه پيمانه دخپلو ټوپكو او څرخي الوتكو خولې ورخلاصي كړې ، دسيمي خلك وايي چې دواړو غاړوته دسر درانه زيانونه اوښتي دي خو پاكستاني واكمنو تر دامهاله يوازي د90نيوي وسله والو توندلارو دوژل كېدو راپورونه تاييد كړي دي ، په واڼه كې حكومتي سرچينو خبريالانو ته وويل چې ښايي مرګ ژوبله نوره هم ډېره وي دپاكستاني پوځ وياند جنرال مظهر عباس وويل چې دغه مرګ ژوبله يې په دوو جلا جلا پېښو كې وسله والو ياغيانو ته وراړولې ده ددد په وينا څلور پوځيان هم ټپيان شوي دي جګړه نن دځايي وخت سره سم دغرمې پردولس بجې او دماپښين پر درې بجې او پنځلس دقيقې شوې ده . ،