کور / کیسه / بى بلنى واده

بى بلنى واده

کيسه


کورته ماذيګر ناوخته راغلم موټر مې ودراوه او کورته دننه شوم، بوټان مې لانه وه ايستلي چې يو ملګري مې راته زنګ وواهه او ويې ويل چې مونږدرته په فلاني ايستګاه کې ولاړ يو ژر راشه چې ناوخته کيږي ماورته وويل چې څه خبره ده هغه خبره رالنډه کړه چې کريډت نه لرم راشه او ژر راشه دلته به پوه شې، ماهم سم دستي تصميم ونيو چې ورشم په کورکې مې وويل چې زه يوه واده ته ځم دلته مې هم چامخنيوى ونه کړ او ورغلم همغه ځاى ته چې ملګرى مې ويلي وو، ملګرې مې په همغه ځاى کې له څو نورو ملګرو سره وليد،هغه وويل چې زمونږ ديو همصنفى واده دی،ځه چې ځو ماهم کومه بهانه ونه کړه اودواده په موخه ورسره رهي شوم واده دښارپه يوه هوټل کې وو، کله چې هوټل ته ورسيدو دهوټل پارک ډيرکوچنى وو ماله موضف سړي نه چې هلته يې دموټرو دځاى پرځاى کولو دنده په غاړه لرله وپوښتل چې زه مې موټرچيرته پارک کړم هغه راته وويل چې راشه زماپه سريې ودره نورځاى خونشته،هغه په فارسي خبرې کولې. ماورته وويل چې داسې ځاى راته وښيه چې ځماموټرته څوک زيان ونه رسوى هغه وويل (چې چتيات ګفته رايستى سيې ګپ بزن مه اي پشتورانمي فامم سربه خود لګياستى نمې فامم که دو ميزنى يا . . .) .


دده د(دوميزنى يا) سره سم ورکوز شوم او ده ته مې يوه جانانه څپيړه په دى ښوى مخ ور خير کړه او ورته مې وويل چې ته حق نه لرى چې داسې خبرى او چالچلند له خلکو سره وکړى او دامې هم اضافه کړه چې که دې نور څه وويل بيادې ګيله له ځانه هغه خوارکي هيڅ هم ونه ويل او غلى پاتې شو پرمامې ملګري ډير په غوسه شوه او ويې ويل چې که داسې پوهيدى چې ته به داسې کور وکړې هيڅ مو نه خبرولې پرمادى خبرى ډيره اغيزه وکړه او داسې راته معلومه شوه چې کوم بد کار مې کړى وى موټر مې ځاى پرځاى ودراوه اوملګرو ته مې وويل چې درځى‌ چې ځو، هغوى هم په تيرو تندى وويل چې درځه زه يې له مخ شوم او دوى هم سرونه ښکته واچول او راپسې رارهى شول دهوټل وره ته چې ورسيدو مامې ملګرو ته وويل چې دلته به کارټ غواړى کارټ له چاسره ده هغوى په تريو تندى راته وويل چې ستاداچلند که چاليدلي وى نو دکارټ ضرورت نشته.


 ماورته وويل چې ماخپله غلطى ومنله څه يې هره دقيقه راته يادوى پريږدى داخبره هيره کړى، دموظف سړى دى کور ودان وى مونږ نه يې دکارټ مارټ پوښتنه ونه کړه او اجازه څه چې زمونږ يې هرکلى هم وکړ دهوټل صالون ته چې ننوتو ګڼه ګوڼه زياته وه او کوم خالى ميزهم نه له سترګو کيده هاخواديخوامې ډير وکتل چې کوم مناسب ځاى پيدا کړم چې يو ملګرى مې وويل چې ښه ده چې له کوم بل چاسره موشخړه ونه کړه کنه نو دواده شب بخير ته به موځان رارسولى واى، دې خبرې هم راباندې ډير سخت تاثيروکړ او نه پوهيدم چې څه وکړم واده هم (ميکس) وو يعنى نارينه او ښځينه په يو صالون کې سره راټول شوي وو.


 مونږ ته هم ځاى پيداشو او کيناستو دهوټل په صالون کې ناست وم فکرمې ډير خراب وو اونورمې هم څه دخوښى احساس نه کاوه خو دملګرو په خاطرمې څه نه ويل او په فکرونو کې ډوب ناست وم پريشانه او . . . په هرصورت له ملګرو سره مې کله کله په شونډو خنداهم ښکاروله خو زماپريشانه حالت ټول په دې پوه کړل چې زه ښه نه يم، دملګرو له ډلې نه مې يو راته وويل چې که ښه نه يې چې لاړ شو ماورته وويل چې دواده دخاوند له خاطره به دډوډۍ له خولړلو پورې پاتې شو هغه مې خبره رالنډه کړه چې دواده دخاوند خاطر بس ده هغه موچې دموټر په تمځاى کې وکړل کافي دي. ملګرو به مې هره لحظه راته شوک راکاوه او هغه تيره خبره به يې په وار وار رااوروله، ماغيرله چوپتيا نه بله لاره نه لرله.


هوکې: هغه سندرغاړي چې سندرى يې ويلې وويل چې د ډوډۍ دوخوړلو لپاره تيار شى ډوډۍ تياره ده، مونږ ملګرو هم ځان يوه ميز ته په تريو تنديو راټول شو، تصادف زه دنجونو ميز ته مخامخ کيناستم مانه غوښتل خوداسې وشوه، په ډوډۍ خوړلو لګياوو يوه نجلۍ ماته عجيب عجيب راکتل لکه چې زمامړۍ شميرى په قهرمې ورته وويل چې خپله ډوډۍ دى وخوره بس دچامړۍ مه شميرى پوه شوې او دپوه شوې سره سم مې هغې نجلۍ ته ګوته ونيوه چې ماته يې راکتل، هغه ډيره وويريده او په ژړغونې اواز يې وويل چې (ګناه مه چيست خو تو روبرويم ششتى مه چه کنم) ماورته وويل چې (تونى) هغې وويل چې (بلى) په دې وخت کې ځه مې له ځايه هم پورته شوى وم ملګري مې بيرته کش کړم چې کينه نور مو مه شرموه .


بس ده داډوډۍ به وخورو بياکه ته يې هم مونږ درنه ځو. خير مونږ درته عذر کوو چې فقد دډوډۍ ترپايه ودريږه اوبيايې زماپه اوږه لاس کيښود او ويې ويل چې سمه ده ماورته وويل چې بيخى سمه ده او بيرته کيناستم او د ډوډۍ خوړل مې بند کړل او ځان سره مې وويل چې ته به هم رانه دډوډۍ په خوړلو پوهه نه شې لکه څنګه چې زه همغې نجلۍ ته مخامخ ناست وم نيغ مې دهغې په خوا ورکتل، هغې چې ماته وکتل هغه هم له ډوډۍ نه بيرته شوه، فکرمې نور هم خراب شو او له ځان سره مې وويل چې ته خو هسې هم له پردى واده او خيرات نه وږى کورته تلې،دې څه ګناه کړې وه چې ډوډۍ خوړلوته دې پرې نه ښوده.


چرت مې وار په وار خرابيده همداسې له خپله ځايه پورته شوم او ملګرو ته مې وويل چې تاسو مو ډوډۍ خورۍ زه بيرته راځم، هغوي دسرپه اشاره پوه کړم چې ځه، دصالون نه دباندې راووتم البته دصالون نه دباندې هم يوبل صالون وو چې په هغه کې کوچونه ايښوول شوي وو يعنې داچې دناستي او دخستګۍ دلرې کولو لپاره وو چې دهغه صالون په يوه کنج کې يو وړوکې او ډيرښکلي په ريښتياښکلي دوکان وو ورغلم او ديو بيسکيټ غوښتنه مې وکړه دوکاندار راته يو بيسکيټ راکړ چې په بازار کې يې بيه لس افغانى وه خو ده راته په پوره څلويښت افغانۍ حساب کړ شاوخواته مې وکتل  چې داوړوکې صالون هم ګڼې ګوڼې پسې اخيستى وو وشرميدم او ددوکاندار پيسې مې په ورين تندي او په خندا ورکړې له دوکانداره راوګرځيدم او په يوه کوچ کيناستم چې تلويزيون ته مخامخ ايښوول شوى وو، بيسکيټ مې هسې په لاس کې نيولى وو خو خوله مې يې خلاصه کړې وه او تلويزيون ته مې ډير پام وه.


څو شيبې ناست وم چې هغه نجلۍ هم له صالون نه راووته ماهغه وليده چې راووته خو ځان مې تير ويسته هغه نجلۍ راسن لاړه او دتلويزيون مخ يې زما له خوانه وګرځاوه او بيرته رهي شوه البته چې دا زما له مخې تيريده کله چې دا بيرته راوګرځيده زه يې په مخکې ودريدم او ورته ومې ويل چې اوس دې مخ کومې خواته اړوى او چيرته ځې، دازمادريدل نه بلکې دمينې پيغام و هغې ته، هغه مې په مخکې دڅو شيبو لپاره تم شوه او بيايې خپل ځان زماپه خوا بې هوشه راخوشې کړ ماځان ترې ليرې کړ او هغه مخامخ په ځمکه پريوته، کاملاً لکه چې دفلم کومه صحنه وي ټول خلک ماته متوجې شول اوماته يې پر بدو ردو ويلو شروع وکړه ماورته وويل چې زه نه پوهيدم چې دا داسې تکليف هم لري چې دچاغيږې ته دې پناه يوسي .


مافکر کاوه چې دابه روانى تکليف ولري او بس او په خندا رهي شوم چې له شانه يوه سړي چې نه سپين ږرى وو اونه هم هومره ځوان ويې ويل چې (نمانين که بره) زه په قهرجنه لهجه وروګرځيدم او هغه مې له جاغو راونيوه او ورته مې وويل چې (حالى مه نى تو ميرى) هغه په ډيرغرور وويل چې (مه مه کجاميرم) ماورته وويل چې (فعلاً روغتون ته ) او دده په وهلو مې پيل وکړ او هغه مې په اول وار دروغتون دتلو کړاو ورته مې وويل ( اگر کدام چتيات دگه گفتى جاى ديگى ته هم نشان ميتم) مالا ځان نه وه سره راټول کړى چې له شانه يوچاراباندې داسې ګذار وکړ چې زه يې دروغتون دعاجلې خونې تلو ته تيار کړم ډير ژوبل شوم او ډير سخت زوريې هم راکړ دا نه چې زه يې ولې ووهلم دا چې د دومره خلکوپه مخ کې يې زماټول غرور په دوه روپۍ کړ.


 دغونډې شورماشور زماملګري هم راخبرکړل کله چې هغوي راغلل زه يې له وزرو ونيوم او په يوه کوچ يې کينولم، البته چې هغه ناځوان په ماډير سخت وار کړى وو سترګې مې نه شواى پورته کولى خلک راته دوه دوه معلوميدل زماسر دسخت وار له کبله زخمې شوى وو او وينې ترې بهيدى مامې په سر لاس وواهه اوبيرته مې چې خپل لاس ته وکتل په وينو سور مې وليد ملګرى ته مې وويل چې زه چاووهلم هغه راته په ګوته کړه زه هغه نه پريږدم ملګرى مې راته وويل چې نوره څه ننداره مه جوړوه اوس بنداژ راوړى او له دې ځايه ځو، مونږ دې په شرمو وشرمولو په پارکينګ کې په صالون کې او اوس دلته نور څه غواړې ماورته وويل چې نه ننداره نه جوړم زه چې چاوهلى يم هغه ته يوڅه ويل غواړم او بس. ملګرى مې راته وويل چې ته نور زمونږ له ډلې سره دګرځيدو وړنه يې البته چې ما لاتراوسه هم پورته نه شواى کتلى او سترګومې هم لاهماغسى سيايې کوله او خلک مې دوه دوه ليدل دلمړى ځل لپاره مې هڅه وکړه چې پورته وګورم سترګې مې رڼې کړې ومې ليدل چې هغه نجلۍ پريشانه دنورو نجونوپه منځ کې ولاړه ده دهغې په خوامې وروکتل او ورته ومې ويل چې (خوش شدى اى خون واى لت وکوب اى همه از خاطر تو شده) او دامې هم ور زياته کړه چې (مره چه او به خود درد سر جور کد) البته چې زماسر ډيره زربه ليدلې وه او وينې ترې بهيدې خو لادکاليو له لرلو نه وې راوتې په خپل ځاى راپورته شوم او ودريدم شاوخوامې وکتل خلکو ټولو ماته کتل خو ديوه په سترګوکې مې هم همدردى نه ليده.


زماويښتان هم په کافى اندازه اوږده وه، سرمې له ډيره درده زغرده وښوراوه ومې ليدل چې دهغو کسانو څيرو ته وينې ورباد شوې چې ماته رانږدې وو. ماترې بښنه وغوښته او زياته مې کړه چې زمامې سرته فکر نه وو په ريښتياهم چې زه درد پسې اخيستى وم او چندان په درد هم نه پوهيدم، چې رهي شوم هغه نجلۍ مې مخې ته راغله هغې چې زماڅيره په وينو لړلې وليده چيغه يې کړه او ويې ويل چې (اى کدام) او بياچپه شوه ماپرې پرواونه کړه او له څنګه يې تيرشوم دباندې دهوټل په انګړکې ولاړ وم دردو پسې اخيستى وم اونه پوهيدم چې داکوم ځاى ده او ماسره څه وشوه خو دومره پوهيدم چې شپه ده هوا تياره ده ستوري مې نه ليدل سپوږمې نه وه، ملګرومې راته وويل چې ځو ماورته وويل چې هوکې ځو ،ځو ولې نه ځو حتماً ځو بايد ولاړ شو چې نور ونه شرميږو ځو درځۍ، البته چې ما موټر ته دتلو لاره پريښې وه او په غلطه لار روان وم ملګري مې له لاسه راونيوم او راته يې وويل چې موټر راواخله او راځه په دې وخت کې نو زه تقريباً ښه شوى وم او څه ناڅه مې ځان راحت احساساوه دموټر خواته مې ورغلم ومې ليدل چې موټرڅخه مې دومره زيات موټر راچاپير شوي چې هيڅ ددتلو امکان يې نشته ملګرو ته مې ورغلم او داجريان مې ورته وويل چې موټر مې دموټرو په منځ کې دى او نه شم کولاى چې راويې باسم هغو ټولو په يوه اواز سره وويل چې ځه يو څو موټر له پښولاندې کړه او خپل کاردې وکړه ماورته وويل چې داسې نه شي کيداى.


دملګرو له ډلې نه مې يوه وويل چې ځه ولاړ شه په صالون کې هنرمند(سندرغاړي) ته ووايه چې دموټر پليټ اعلان کړي چې څيښتن يې راشي او لار خلاصه کړي دهوټل صالون ته ننوتم ټولو زماپه خوا راوکتل او ټولو ډير وخندل ماځان پرې پوه نه کړ او هنرمند ته مې دموټر پليټ ووايه چې اعلان يې کړي او څيښتن يې راشى تر څو لاره خلاصه کړى، هنرمند اعلان وکړ چاځان ونه غوځاوه فکر مې وکړ چې له صالونه ووځه درپسې رابه شي دهوټل دصالون وره ته چې ورسيدم ومې ليدل چې يوه نجلۍ سر توره ولاړه ده او ژاړي ښه چې ورته ځير شوم هماغه نجلۍ وه چې ماته يې راکتل سرمې وخوځاوه او له ځان سره مې وويل چې داوګوره خپله خو سرتوره ده نور خلک هم له ځان سره همغاړي کوي بې ادبې، هغې په ژړغونې اواز راغږ کړ چې (به راستى که بى ادب استم مه به گپاى اوهر کاره کدم مه بى ادب نى بسياربى ادب استم) ژر ورته راوګرځيدم او ورته ومې ويل چې (او کيست) هغې بې درنګه ځواب راکړ چې (درصالون است) ماورته وويل چې (نام او چيست) هغې وويل چې (شماباشين مه صدايش مه کنم) هغه دهوټل صالون ته ولاړه او يوه نجلۍ يې له لاسه راونيوه چې په دې ټول جريان کې يې ماته شاوه، نجلۍ يې په کشکيدو راوسته او زماپه مخ کې يې ودروله ماچې ورته وکتل ومې ليدل چې زماډيره يوه پخوانۍ ملګرې وه البته ملګرې نه بلکې بيوفا، جفاکاره. مکاره او دنيمې لارې ملګرې وه او په هغه وخت کې يې چې ماسره دملګرتياخبرې کولې بې مقصده به نه وه او هميشه به يې په ماملنډى وهلې او داځل يې هم غوښتل چې داسې وکړى خو بريالۍ نه شوه.