کور / کیسه / کوم آغاز،کوم يې انجام

کوم آغاز،کوم يې انجام

کيسه


سهار اته بجې مې دموټر کيليانې زړه نازړه راواخيستې او دپوهنتون په لور روان شوم، البته کوم بل کار مې نه لاره او پوهنتون زمالپاره ښه بانه وه چې له کوره ووځم ،له کوره دپوهنتون په نامه ووتم له پوهنتونه او زمونږ له کوره واټن هم دومره نه وه، خوزه به کله کله په خپل موټر کې تلم په دى ورځ مې هم په خپل موټر په ځان تاوان کړ او پوهنتون ته يى ورسولم، موټر مې په پارک کې ودراوه، او دپوهنتون په لور ور روان شوم دپوهنتون په وره کې عسکر رانه دپيژندگلوى دکارت پوښتنه وکړه خوماسره نه وه.دهغه دى کور ودان وى اجازه يى راکړه چې پوهنتون ته ور دننه شم، دپوهنتون په انګړکې هسى ګڼه ګوڼه نه وه لکه چې وه به، ماهاخواديخوامې ډير وکتل او له ځانه سره مې وويل چې کوم داسى څوک پيداکړم چې ويى پيژنم، خو څوک مې له سترګو نه شول چې زه دې هغه وپيژنم، په دې وخت کې يوې نجلۍ هم زماپه شان هاخواديخوا کتل ماله ځانه سره وخندل او ومۍ ويل داهم په چاپسى ګرځۍ او نور دهغى په خوا ور روان شوم هغه ته چې ور نږدى کيدم هغى ماته ډير په ځير ځير کتل ماته خندا راتله او ويل مې لکه چې در باندى تيروته.


هوکې زه چې ښه ور نږدى شوم، ترغوږمې داسى شول لکه چې چاراته سلام کړى وى خو ځان مې پوه نه کړ او ترى تير شوم دپوهنتون په انګړ کې هاخواديخوا ډير وګرځيدم خو څوک مې له سترګو نه شول چې زه دې هغه وپيژنم البته دانجلۍ څو څو ځلي مخۍ ته راغله او داسى يى ښووله چې ماډير ښه پيژنى خو مابه هر وار ځان تير ويسته، ماچې څوک پيدانکړه نو دپوهنتون نه راووتم دپوهنتون په انګړ کې مې بياپه هغې سترګې ولګيدې چې زماپه لور راګورى ماورته په ډير ځير وکتل او په دې لټه کې شوم چې داڅوک ده خو ونه شوه او دپارکنګ په لور روان شوم او موټر مې راويست او چې موټر مې سړک ته جوړ کړ هغې ته ډير ورنږدې شوم چې ترې تيريدم ما دعقب ښيښه کې ورته کتل ومې ليدل چې داکار زماپه هغى ښه ونه لګيده،کورته راغلم اودپخواپه شان مې خپلو ورځنيو کارونو ته چرت سرګردانه کړ، خو هره شيبه به دهغې ځيرځيرکتل راپه ياديدل، دکار او بار چرت رانه هير شو دهغې دځير کتلوپه لټه کې شوم خو ځان مې پوه نه شواى کړاى چې دى ولى ماته دومره په ځير کتل، څو ورځى تيرى شوى پوهنتون هم دژمنى رخصتى په مرض اخته وو او څوک به نه وه پکې، خو زه به چې هر وخت چيرى تلم يو ځل به دپوهنتون تر وره پورى تلم، او هر وار به مې د وره له عسکرسره څو شيبى تيرولى او په ورستيو کې مې هغه ډير کلک انډيوال شو.


يوه ورځ چې دپوهنتون په نږديوالى کې مې ديو چاسره کار وو دپوهنتون له مخى تيريدم ولى داځل مې پوهنتون ته تګ په نيت کې نه او دموټر ټيپ مې هم تر وروستى واليم پورى لوړ بيولى وو. چې دپوهنتون وره ته ورنږدى شوم ومې ليدل چې څه ناڅه ګڼه ګوڼه معلوميده، لکه څنګه چې د پوهنتون دوره عسکر(ساتنمن) مې ډير نږدى انډيوال وو نو ماته يى اجازه راکړه چې موټر د پوهنتون انګړکې ودروم، موټر مې دپوهنتون په انګړ کې ودراوه چې زمونږ يو ښوونکې هم همداشيبه پوهنتون ته رارسيدلى وو هغه سره مې روغبړ وکړ او هغه رهى شو خو خبرى يى لاختمې نه وې زه هم مجبور شوم چې ورسره روان شم په خبرو خبرو کې نوموړى ښوونکې دفتر ته ورسيدو هغه ددفتر ور پرانيست او ماته يى بلنه راکړه چې ورشم، ډيره ځنډ په دفتر کې ناست وم هغه محصيلين چې دښوونکې سره به يى کار وه تله او راتله ورسته له يوه دوه ساعته دمحصيلينو ګڼه ګوڼه زياته شوه او زه دهغه ښوونکې له دفتره راووتم، په دهليز کې مې يو ليست وليد چې ليکلى دهغو مضمونو نومونه درج شوى وو چې چا امتحان نه وه ورکړى ليست مې ولوست دليست په پاى کې ليکلى وو چې پوهنتون ورسته له امتحانه شروع کوى. زه نه وم پوه چې څومره وخت تير شوى.


هوکې. ژمنى درخصتى ويروس له منځه تللى وو او پوهنتون بيرته شروع کيده، ورسته له څو ورځو پوهنتون ورسته له درى مياشتى خالى توبه بيا په نجونو او هلکانو ډک شو او درسونه هم شروع شوه، زه به هميشه درس ته حاضر وم داچې زده کول مې څه او کنه دامهمه نه وه خو زه به هميش حاضر وم، يوه ورځ پوهنتون ته نه وم تللى البته چې دپوهنتونه ډير ليرى وم او نه مې شواى کولاى چې پوهنتون او درس ته دى حاضر شم نو ځان سره مې وويل چې په کراره به ځان کورته ورسوى(عجله مې نه وه) البته چې ماسره مې نو ملګرى هم وه خو هغوى چاپوهنتون پاى ته رسولى وو او چاهم هيڅ نه وويلى، په ټوکو ټکالو کې به که کوم څه دپوهنتون په نامه راغله بيابه يى ماته اشاره کولى چې داپوهنتونى ده بيځايه ټوکې مه کوى، البته ددوى ډيرى ټوکې دپوهنتون په نجونو او هلکانو وى خو ځان نه پرى خفه کاوه او چندان غوږ مې نه ورته نيوه البته مونږ په يوه پټى کې ناست وو او کليوال مجلس مو جوړ کړى وه او يوه راديو هم راته ايښى وه خو هيچاهم غوږ نه ورته نيوه چې دراديو ګونګوسى سره زيات او کم شو ومې ليدل چې ديو ملګرى ټليفون ته مې زنګ راغى ماهم په خپلو جيبو لاس وواهه چې ځما تليفون شته او که نه ومې ليدل چې تليفون مې نشته دملګرو نه مې پوښته وکړه چې زماتليفون خوبه دوى سره نه هغوى سره هم نه وو،ډير چرت مې وواهه چې دابه چيرته وى، په دى وخت کې مې دملګرودډلى نه ديوه تليفون واخيست او خپل تليفون ته مې زنګ وواهه خو چاپورته نه کړ فکر مې وکړ چې تليفون مې ورک کړى،څوشيبى ناست وو او وروسته له هغه نه دکور په خوا رارهى شوم چې تليفون مې وترنګيد موټرمې ګوښه کړ او موټر مې ودراوه او فکر مې وکړ چې وګورم چې داهسى ګونګسى مې ترغوږه کيږى او که موټر څه عوارض پيداکړه لامې موټر دپارک علامې ته نه وه رسولى چې تليفون مې وليد چې په موټر کې رانه پاتى ده بيرته مې حرکت وکړ او ګوښى مې پورته کړه، البته زه په دى ډير ښه بلد وم چې هم ډرايو وکړم او هم په تليفون کې هم خبرى وکړم، تليفون ته مې بلى وويل مخکې له سلامه مقابل جانب راته وويل چې زه په فلانى ځاى کې درته منتظر يم کولاى شى چې راشى ماورځينى پوښتنه وکړه چې ته څوک يى هغه وويل چې راتلاى شى او که نه ماورته وويل چې زماله کلانکارو سره جوړه نه ده وبښه زه نه شم کولاى چې درشم لامې خبره نه خلاصه کړى چې هغي وويل چې بيانو مجبوره يم چې زه درشم له غږه راته معلوم شو چې ګويانجلى ده ماورته وويل چې له چې سره سم تليفون قطع شو ډير کوښښ مې وکړ چې بياورته زنګ ووهم خو په دى ونه توانيدم چې تليفون دى رخ کړم کورته چې ورسيدم ماذيګر وو، دوړوکې ورور نه مې پوښتنه وکړه چې ماپسى خو څوک نه وه راغلى. هغه وويل نه څوک خونه دى راغلى