کور / کیسه / نمبريې نااشنااوخبرې يې اشنامعلومېدې!

نمبريې نااشنااوخبرې يې اشنامعلومېدې!

کيسه


يوه ورځ هغې په خنداراته وويل چې زه دې لاتراوسه نه يم هېره کړې ماورته وويل چې لامې نه يې هېره،هغه بياپه خنداشوه او ماته يې په زيرزيروکتل څه يې په زړه کې ووخو راته ويې نه ويل، دهغې خندا نن راته بل ډول معلوميده هسې په مينه يې نه خندل لکه چې دابه وه،څېرې يې يوڅه اوسترګويې بل څه ويل اودې لاهم کوښښ کاوه چې ځان بل ډول څرګندکړي چې ګويا داټوکې کوي،مادهيڅ پوښتنه هم ترې ونکړه اوځان مې ددې غوندې ناخبره کړ اوداسې مې وښودله چې زه هم ټوکې کوم څه شېبه ورسته ماغوښتل چې چېرې ولاړشم او ددې نه خداى په اماني واخلم،کله مې چې دې ته مخ ورواړاوه دې بلې خواته کتل ورو مې ورته وويل چې اجازه ده اونورمې په لکچر شروع وکړه چې په فلاني ځاي کې کارلرم اوپه فلاني ځاي کې کار لرم، البته ماهم بلى خواته کتل چې ددې سلګيومې بياخيال ځان ته جلب کړو ومې ليدل چې داژاړي ومې غوښتل چې پوښتنه ترې وکړم خودپوښتنې وخت نه راته بريښيده او له ځان سره مي ګنګسي وکړ،هغه لکه چې چيرې تللې وي راته ويې ويل آه زه پوه نه شوم، خو زه بياهم تري رهي شوم فکرمې وکړ چې دي زما خبري اوريدلي دي په ډيره غوسه يي رانه وپوښتل چي ښاغليه چيري له خيره ما ورته وويل لکچرخومي در واوراوه نورنودپوښتني حاجت نشته چي چيرته ځم هغي وويل چي بښنه غواړم زه پوه نه شوم،زه پوه وم چې دې زماخبرې وانه وريدلي او ترې رهي شوم داپه خپل ځاي ولاړه پاتې شوه او ماخپلې پښې سپکې کړې او له دې ځايه ولاړم البته ماهيڅ کارهم نه لاره، راسن خپل کورته ولاړم څوشيبي مي په يوبل غالمغال وکړچي داکار سم دي اوداناسم،مالا خپل غالمغال نه وپاي ته رسولي چي دتليفون غږپورته شونمبريې نااشناووماهم ګوشي ته دځواب ويلوپه بانه بلې وويل نمبريې ناآشنااوخبرې يې آشنامعلومېدې ماترې دنامه پوښتنه وکړه خومقابل لوري ځواب رانه کړ،او په خبرولګياوو،ډيرعصباني شوم نه پوهيږم چې تليفون ته به مې څه ځواب ويلي وي خوژرمې تليفون بندکړو،څوشيبې وروسته راپه يادشول چې ديودوست سره مې دليدووعده کړې وه اوفکرمې وکړچې هغه به معتل وي ژرپاڅېدم او دهغه په خوارهي شوم هوادتياره کيدوپه خوا رهي وه فکرمې وکړ چې بياکوم بل وخت به يې ووينم،سباډيروخته پوهنتون ته ولاړم ددرس وخت وارپه وار رانږدې کېده زه هم دټولګي په خوارهي شوم ددرس به لاڅوشيبي نه وې وتلې چې يوچاوروډباوه ويې ويل چي سمندرڅوک غواړي ښوونکي اجازه رانکړه هغه هلک ټينګاروکړچي داسي ښکاري چې کوم دوست يي وي اوله ډير ليري ځايه راغلي وي دهلک دي خبرې په ښوونکي تاثيروکړ اوماته يې اجازه راکړه کله چې دټولګي څخه راووتم دپوهنتون په انګړکې مې ډېر هاخوادېخواوکتل داسې څوک مې ونه ليدل چې په ماپسې دې له ليري ځايه راغلي وي څوشيبي ودريدم چې ترشامې ترپهارشو ژرمې ترشاوکتل چې کتل مې زه ډير هله ګګ معلوميدم او ژرمې سلام ورکړورسته دروغبړ څخه مي ورته وويل چي ماپسي څوک له کوم ليري ځايه راغلي زه بايد هغه ووينم هغه موسکي شوه او وويي ويل چي هغه زه يم ماونه منله خودهغي دټينګار څخه پوه شوم چې بل څوک نه دي ډير ورته په غوسه شوم کله چي بيرته سم شوم هغي وويل چي که څه پاتي وي مه يي پريږده زړه دې ډېر راته ډک دى دې خبرې په ما ډېر تاثير وکړ او هغه راته بې ګناه ښکاره شوه ژرمې خبره په بله کړه چې ګويا ډېر مهم درس وو او رانه پاتې شو، هغې يو اوږدهوسلي ويست او ويې ويل چې ډېر درسونه به درنه پاتې شي، ماچې کله هم داسې خبرې نه وې اوريدلي اوپه زړه کې مې څه نه وو،مادټوکې خيال وکړوروسته دڅوشيبې چوپتيانه هغه ديوي څوکي په خوارهي شوه چي دپوهنتون په انګړکي ايښوول شوي وه اوماته يي وويل چې دسايل صيب شعرراپه يادشو.


چې يې دګل نه بېلوې شبنم به پاتې نه شي


غم که زما له زړه نه لاړه غم به پاتې نه شي

.