کور / کیسه / داڅه نوى خبرنه ده

داڅه نوى خبرنه ده

کيسه


نه پوهيږم چې له کومه ځايه يى شروع اوپه کوم ځاى يى پاى ته ورسوم، خيرکوښښ کوم چې يوڅه دروغ اوريښتياسره وپيم.


داحقيقت به ماهميشه پټاوه، چاته به مې په دى اړه څه نه ويلى، نه مې غوښتل چې داراز رسواکړم، کوښښ مې کاوه چې تل يى له ځانه سره وساتم، چاته به مې اجازه نه ورکوله چې په دى اړه دى څه ووايى، غوښتل مې چې په دى راز څوک پوه نه کړم، او نه مې غوښتل چې له چاسره دى په دى اړه څه ووايم، ځان سره مې ويل چې دا راز به هيچاته نه وايم، داهڅه مې کوله چې په زړه کې مې چې اوسې همدابس ده.


خوافسوس چې داسې ونه شول ټول خلک لوى اوواړه پوه اوناپوه ټول پردى خبرشول. چې . . .


هوکې: زه چې وړوکې وم ډير بشاش او شوخ وم او له دى خپلى شوخى نه به مې ډير خوند اخيسته، له ځانه پروړو خو زورور وم خوکله کله به مې هڅه کوله چې له ځانه پرلويانو هم مسخرى او ټوکې وکړم، خداى (ج) عجيبه نوښت راکړى وو پرهيچابه مې هم خبره بده نه لږيده او که به په چابده هم لږيده ځان يى نه پوهاوه. ډير ښه وخت وو زه ډيرپکې خوشحاله وم، خودى اوضاع ډيردوام ونه کړ، البته چې ډير کلونه يى راونغاړل خوزه پرى پوه نه شوم. پرمادى باد په شان تيرشو.


هوکې زه رالوى شوم مکتب ته دتلوشوم، خودومره په ښه او بد نه پوهيدم او چندان پروامې هم نه پرى کوله او ځان ته مې درد سرنه ورکاوه، داځکه چې ماته دژوند ټول دوخت عصرى څيزونه څه ناڅه پيداکيدل او زماپه چوپړ کې به وو، دښوونځى له لمړى ټولګى نه په پورته تر نهم ټولګى پورى ماهيڅ وخت هم کتاب او قلم نه لرل، بس يوه کتابچه به مې ددى لپاره ښوونځى ته وړه چې ګوياخلک ووايى چې فلانى ښوونځى ته ځى او قلم به مې هم له چانه په زور ياپه زارو پيداکاوه، عجيبه وخت وو زمايوى کتابچې به دوه درى صنفوته بس کيده، خوپلار به مې هميشه راته قلم اوکتابچې په کافى اندازه رانيوى، کله چې نهم ټولګى ته ورسيدم همصنفيانوبه مې ويل چې پوهنتون ته دتلولپاره بايد ډير درس ووايو ځکه چې دکانکور ازموينه له نهم ټولګى نه تر دولسم ټولګى پورى په ازموينه کې راځى، دى خبروبه په ماډيره اغيزه کوله او له ځانه سره به مې ويل چې ژر ښوونځى خلاص کړه او پوهنتون ته ولاړشه پوهتنون ووينه چې هغه څنګه ځاى دى ايادکتابچوتعدادبه در زيات ګړى اوکه نه، دي خبرو همداسې جريان لاره هرکله به چې ښوونځى ته تلم نودپوهنتون غورو به دټولګى فضانيولى وه، دى خبرو څه ناڅه پرماهم اغيزه کوله يوه کتابچه مې دوه شوى او تعداد يى کراکرا زياتيده له نهم نه په فارغيدو سره زمادکتابچوتعداد دومره شوى وو چې ديوى کتابچې نه بيک ته خبره رسيدلى وه او مابه ښوونځۍ ته هميشه بيک وړ ځکه چې دکتاب او قلم سره مې مينه زياته شوى وه او غوښتل مې چې پوهنتون ته ولاړشم، درسونو جريان لاره لسم يولسم، او دولسم ټولګى مې خلاص کړه، او دپوهنتون دتلوهوامې په سرکې لرله ددولسم صنف نه چې خلاص شوم ډير خفه وم ځکه چې يو ور پرماباندى وتړل شو چې هغه دښوونځى ور وو نور نو مانه شواى کولاى چې ښوونځى ته ولاړشم او هلته ددرس په نامه څه ناڅه درس ووايم اوډيره شوخى دى وکړم.


هوکې: يوه ورځ مې له راديونه واوريدل چې دکانکور دازموينى نيټه يى تعين کړه، دکانکور ازموينه راورسيده په هغه ورځ چې ازموينه وه ډير خوشحاله وم ځکه چې ماغوښتل چې پوهنتون ته ولاړ شم او پوهنتون ته دتلو يوازينى لاره دکانکور ازموينه وه، په ازموينه کې مې کډون وکړ دکانکور ازموينى دښوونځى له ازموينو سره ډير زيات توپير لاره هلته سوالونو څلور ځوابه لرل چې يو يي په هغوکې سم وو او پورته په هدايت کې يى ويلى وو چې صحيح ځواب نښه کړى، ماهم کوم سوال به مې چې خوښ شوهماغه به مې نښه کاوه اوپه صحيح او غلت پسې نه ګرځيدم، ازموينى پوره درى ساعته دوام وکړ خوبلاخره خلاصه شوه، دازموينى په پاى کې هغه ښوونکې چې زمونږ دټولګى مسؤل وو ويى ويل چې د ازموينى نتيجه ورسته اعلانيږى تاسوپه چاپسې مه ګرځى يواځى خپلوراديوګانو ته غوږ ونيسې مونږ دراديو له لارى اعلانو چې دازموينى نتيجى اخيستل شوى اوپه فلانى ځاى کې دى. ورسته له يوى يوى نيمې مياشتى دکانکور دازموينى نتيجى اعلان شوى. البته هغه دکابل پوهنتون کې ديوى پوهنځى پر ديوال ټينګى وى زړه نازړه ورغلم اوپه ډير  زحمت سره مې خپل نوم پيداکړ چې يوى پوهنځى ته بريالى شوى وم ډير خوشحاله شوم چې مادبرياليتوب نمرى پوره کړى دى.


هوکې: کله چې پوهنتون ته ولاړم په لمړيو کې راته ډير په زړه پورى وو خو ورسته ….


داسې راوګوره جانان مې کړه  
دتورو زلفو بنديوان مې کړه  
دننګ غيرت خبرى ورسته کوه  
په تور تهمت کې لوړ مقام مې کړه  
دپښتنو مې داخوى ښه نه ايسې 
پښتو ته شاکړه اوبد نام مې کړه  
دامين زي سره که مخ شوى کله  
نوريې ټکې ټکې ټکې اوبياهم ټکې