کور / هراړخیز / د مصؤنیت یا معافیت سېستم (Immunsystem)

د مصؤنیت یا معافیت سېستم (Immunsystem)

د مصؤنیت یا معافیت سېستم (Immunsystem)ژباړ د ویکي پیدیا (Wikipedia)الماني ژبي څخه :
(Immunsystem) یوه ډېره پېچلې، کړکېچنه اوږده موضوع ده . ما دلته په روانه پښتو او لنډه، اړین شیان ځني راژباړه کړي دي .
(ایمون) « Immun» یوه لاتیني ګړه ده، چې د ماليې څخه خلاسون مانا لري . خو دا مانا ئي په طبابت کي د بدلون سره را اخستې ده . دلته ورته پاک، خلاس، معاف اولاس نه ورړه سوی واي . دغه بیولوژیکي مصؤني سېستم د لوړ پوړو حیه لپاره نومول سوی دی . چې په بدن کي د حجرو د نسج د خوږېدو مخ نیوی وکړي . چې لامل ئي د هغه لمسونکو مکروبونو مخنوی دی، چې نارغي ځني پیدا کېږي . په بدن کي بهرني مکروبونه او پره دي توکي له منځه وړي . او برسېره پردې دا واک هم لري دننه په بدن کي، که چیري کومه حجره خرابه سي سمدلاسه ئي لمنځه وړي، چې نور تاوان و نه رسوي .
د (ایمون سېستم) «Immunsystem »یو پېچلی، کړکېچن نسجي جوړښت دی، چې له ډول ډول غړو، حجراتو او مولیکولونو څخه ترتیب سوی، چې دغه یوه مرکزي څېړنه د( ایمونولوژی ) « Immunology » ده .دغه مصؤني سېستم د ژوندو د بدن د خوږ د مخ نیوي لپاره ډېر ارزښت ناک دی . څکه چې د بدن غړي په نېغه د چاپېریال د هوا تر اغېزه لاندي دي . ځني په هوا کي شته «واېروسونه» د انسانانو بدن تر خپل اغېزه لاندي راولي، چې د انسانانو د بدن غړي تهدیده وي . دا مصؤني سېستم دی، چې د دغو مخ نيوی کوي . که چير دغه مکروبونه له بهره، بېله دې چې مخ نیوی وسي، په بدن کي دانسان ور ننه وځي خوځښت ئي خرابه وي او ناروغي پیدا کوي .
په څرګنده سره مکروب، ويروس او شړېدنه دناروغۍ لمسه ونکي دي او یا یو حجرئي یا ډېر حجره ئي پرازیتونه دي . دبیلګي په توګه « کډو دانه چینجیان »، . که د انسان په بدن کي دننه بدلون راځي، چې دغه د انسان و شتون ته خطر ور پېښه وي دا هغه مهال دی، چې حجره خپل کار له لاسه ورکوي او مري . دغه باید له منځه یووړه سي، چې دغه هال ته (Nekrose) وائي . یا دغه حجره ځان پخپله له منځه وړي، چې بیا دغه هال ته (Apoptose) وائي . ډېر لږ پېښېږي چې دغه حجرات داسي خراب بدلون و مومي، چې په پیله کي ئي ناسور (سرطان) منځ ته راسي . ټوله موجودات که څه انسانان، ژوي او نباتات دي یو ډول یا په بل ډول سره خپل دفاعي مصؤني سېستم لري . دغه دفاعي مصؤنیت له ډېر پخوا نه د حیه وو په موروثي جوړښت کي شتون لاره او له هغه مهاله تر اوسه بېله کوم بدلونه دغه دفاعي سېستم په حیه وو کي سته . شمزۍ (ستون فقرات) لرونکو ژوو وخپل پېچلی برابریز (ایمون سېستم) « Immunsystem » ته لا بدلون ورکړی، چې له اغېزه ئي حیه د ناروغی څخه ژغوري . د نباتاتو د مصؤني سېستم جوړښت بیا بېخي بل ډول دی .

وېشنه : عام مصؤني سېستم (innate immunity) چې مورزادي له پخوانه د انسانانو سره وو اولوړ بدلون ئي وموند، دغه دفاعي سېستم دهري ناروغۍ په وړاندي دفاع کوي . او بل خاص مصؤني سېستم ( specific response) چې زده کړه کوي یاني د ژوند په بهیر کي شی زده کوي عامه مصؤني دفاعیه د ټولو هغو بېګانه شیانو چې په بدن کي ننه وځي ډېر ژر دمقابلې لپاره وردرومي او دغه بېګانه لمسونکي له منځه وړي . خو زده کړه نسو کولاي . دغه دفاعي سېستم د دو ډلو حجرو سره اړه لري، چې یو ډول ئي خوړونکي حجرې دي او بل ډول ئي وژونکي حجرې دي .دویم ئي خاص مصؤني دفاعیه ډول دی . کله چې د بدن غړي د لمسونکو ناروغی سره مقابله کوي، نو د« بې» او«تې » د حجرې د خاص مصؤني سېستم سره په ګډه کار کوي . دلومړي ځل په یوځائ کېدو سره« ضد توکي » (antibody)او د یادښت حجره جوړه وي . په دویم ځل یو ځائ کېدو کي سمدلاسه «ضد توکي » جوړه وي او دفاع کوي .

د معافیت سېستم (Immunsystem) تقویه کول :
امینو اسید (Amino acid) د «پروتینو» بنسټیزه ډبره ده او په زړه پوري توکي دي د دفاعي سېستم لپاره شل ډوله امینو اسید شته دي، چې موږ ئي پخپله سمه او رغنه ورځنۍ خوړوکي لږ یا ډېر اخلو . امینو اسید او دغسي ویټامین (C) او ویټامین (B6) او نور وټامینونه د دفاعي سېستم د تقوېي لپاره ډېر اړین دي .
اخستونځي : د الماني روغتیا ئي مجلې او ویکي پېدیا څخه .