کور / کیسه / هغه ډيره ښکلى وه

هغه ډيره ښکلى وه

کيسه


دهغى څيره کې داسې جادو نغښتى وه چې هر چا به دهغى په خوا ورکتل.دهغى په سترګوکې خداى داسې روښنايى اچولى وه چې تنها داترى برخه منه وه، هغه داسې ساده وه چې سپينه به دى ورته ونه کړه په نيمه نه پوهيده، هسې نه چې داکڼه وه ولى تل به يى داويل چې ماسره په لوړ اوازخبرى کوه، دهغى په شونډو کې به موسکاله ورايه ځان معلوماوه، هغه ډيره با حياوه هميشه به يى سنګينى جامې اغوستى، هغى ډير لوړ ذوق اوانتخاب لاره.


هوکې:  يوه ورځ چې دادبس په تمځاى کې دهمزولوسره ولاړه وه ډيره پريشانه معلوميده څيرى يى ويل چې داپريشانه ده خودى داخبره چاته نه کوله زه ورنږدى شوم، ماچې ورته وکتل کاملاً داپه ژړا وه اوپه ژړغونى اواز يى وويل چې په دى نړى کې داڅه روان دى داڅه کيږى اوداولى کيږى، ماورته وويل چې اوښکې دي پاکي کړه ستاڅيره له اوښکوسره ښه نه ښکارى ته په ژړاښه نه ښکارى ستا خوله په خندا ښه ښکارى. هغه په سوال اميزه څيره راته وکتل اوپه غوسه غوندى شوه او ويى ويل چې ته څوک يى، ځان يى راته بيګانه وښود، ماورته هيڅ هم ونه ويل او دپوهنتون دموترو دپارکنګ په لور چې هلته زماموټر ولاړوو رهى شوم. البته دموټرو پارکنګ او دموټرو تمځاى ډير سره لرى نه وه ماددى خبرى اوريدى، چې ويل يى دا کوم داخرزمان غمخور دى چې راځى اوماسره غم شريکې کوى او وايى چې(ستاپه سترګوکې اوښکې ښى نه ښکارى) په تايى څه چې ښه ښکارى او که بدى احمق هلک داکاملاً ليونى دى او بيايى خپلوهمزولوته مخ واړاوه او ويى ويل چې همداسې ده کنه؟ لکه څنګه چې ماداخبرى اوريدلى وى ورغږ مې کړه چې کاملاً همداسې ده. هغى وويل چې حقيقت تريخ دى کنه؟ ماورته وويل چې ستاله لورى خودتورى ګذار هم خوږ دى ته خولادخبرى وايى، هغى وويل چې ته دتورى وړنه يى، چون ماسره يى ددى خبرى ځواب نه وه چپ پاتى شوم او دخپل موټر ورمې پرانيست او موټر مې په ډير تکليف روان کړ لاله پارکنګ نه نه وم وتلى چې يو غږ مې ترغوږ شو چې ويل يى په دى دنياکې څوک ستاغم شريکې ته څه ضرورت نه لرى ځه چې درباندى نا وخته نه شى. لکه څنګه چې زماهميشنى عادت وو او دموټر تيپ به مې ډير لوړ غږاوه دومره چې دتيپ واليم به هميشه اخر وو. نن هم همداسې وشوه دموټر دتيپ نه ډير لوړ اواز اچتيده نورنو مادهغى خبرى نه اوريدى او راسن ددى په مخ کې په ډير غرورسره تير شوم. کورته ته چې ورسيدم له ځان سره مې ويل چې څه دى کوله چې ورته ويل دى چه ته مه ژاړه پريښى به دى وه چې ژړل يى او که خندل يى په تايى څه، زمونږ پوهنتون پس له څاښته وو او پوره په څلورو بجوبه له درسه خلاصيدو لکه څنګه چې ماذيګرهم وو زه به کله هم دبآندى نه وتلم او هميشه به کورکې وم په دغه ورځ هم په کور کې وم ټليفون مې راواخيست او چارج ته مې کيښود چې ټليفون ته مې ديوى نااشنا نمرى نه ټليفون ته زنګ راغى ټليفون مې راواخيست اود اوکې او دلوړ اواز تڼى مې دواړه يوځاى کيښکودى، ټليفون مې لاغوږ ته نه وه وړى چې يو اواز مې ترغوږ شو چې ويل يى (مادرنه داسې هيله نه درلوده) اوټليفون قطع شو. ورسته مې ډير کوښښ وکړ چې بيرته هغى نمرى ته زنګ ووهم خو رخ نه شو، همداسې مې ځان په بستر واچاوه ماډير بد عادت لاره اوپه کورکې مې چاته اجازه نه ورکوله چې پرمادى امر وکړى چې داکارمه کوه او داکاروکړه، حتى دډوډى خوړلوته به هم چانه دعوتولم ځماډيروران عادت داوه چې چاسره به مې جوړجاړى نه کاوه که به زه ډير په ناحقه هم وم ځان به مې هميشه حق په جانب باله نوهمدغه دليل وو چې ماته چادډوډى دخوړلوهم نه  ويلى، همداسې بيده شوى وم، سباتقريباً اته بجى دخوبه پاڅيدم اوهمداسې په بسترکې ناست وم مورمې راغله او وي ويل چې سبانارى تياردى ماورته دسرپه اشاره وويل چې ګويادرځم خوزه وره نغلم او بيرته خوب وړى وم، ځماوړوکې ورو ډير شوخ وو او هميشه به يى ماسره په مسخرو خبرى کولى زه بيده وم ساعت دولس بجى شوى وى او ځماوړوکې ورو دښوونځى نه راستون شوى وو او راسن راغى ځمابستر ته او پرمايى لږ څه اوبه واچولى چې راويښ شم او بيرته رانه وتښتيدو زه چې راويښ شوم، ساعت ته مې وکتل چې دولس بجى وى، په بسترکې ناست وم فکرونوپسې واخيستم سرمې په زنګون کيښود، څوشيبى همداسې تيرى شوى ورسته له څودقيقونه پاڅيدم غوښتل مې چې پوهنتون ته دتلو بندو بست ونيسم ځکه چې ناوخته هم وه هيندارى ته ودريدم  ځان مې دپوهنتون په جاموکې وليد، فکرمې وکړ چې خوب وينى خونه خوب نه حقيقت وو، مادپوهنتون جامې نه وى بدلى کړى اودپوهنتون نه دراتلونه تر دى دمه دکوټى نه دباندى نه وم وتى، په فکرونو کې ډوب وم دموټر کيليانى مې راواخيستى، او موټرمې چالان کړ او دپوهنتون په لور روان شوم دپوهنتون وره ته چې ورسيدم څوک مې له سترګونه شول موټرمې پارک کړ، او پوهنتون ته ننوتم دټولګى په لور روان وم هرچابه راته داسې کتل لکه چې زماپه وجود کې کوم عيب وى، ځان ته مې ښه په ځير وکتل څه عيب مې په ځان کې پيدانه کړهمداسې مې خپل تګ ته دوام ورکړ چې له شانه راباندى غږ وشو چې له تاسره پريشانى ښه نه ښکارى ته انديښنى مه کوه زه ستاڅيره داسې پريشانه نه شم ليدلى ماچې ورته وکتل هغه راته ډيره خوشاله معلومه شوه سم دستى وروګرځيدم او نيغ يى په مخ کې ودريدم او څوشيبى مې خپله څيره دهغى په سترګوکې وليده ورسته هغى وويل چې بښنه غواړم پرون مابايد داسې نه واى کړى خورانه وشوه ته خفه نه شى ماورته ددى خبره تکرار کړه چې حقيقت تريخ دى کنه، اوبيامې خپله خبره هم وکړه چې ستاله لورى دتورى ګذار هم خوږ دى ، همداسې ده کنه؟ هغه په خنداشوه او ويى ويل چې نه کاملاً غلت او له حقيت نه لرى دتورى ګذار خوڅه پرتامې د شمال ګذار هم نه دى پيرزو.


هوکې: هغه ښکلى نجلى زمونږ په ټولګى کې وه او يوازينى نجلى وه چې ماسره به يى هميشه دزړه خواله کوله او هميشه به چې زه ټولګى ته ناوخته تلم دى به زماپوښتنه زمادنږدى ملګرونه کوله زه به هميشه پرى غوسه وم چې له هرچانه زماپوښتنه مه کوه داښه کارنه هغه به څه فکرکوى؟ دى وويل چې پريږده چې هرڅه فکرکوى زمونږ يى پرى څه وايى دى، مونږ به دچاخوله وتړو پريږده چې وايى.


شپى ورځى همداسې تيريدى او مونږ به هميشه ديوبل ليدو ته بهانه لټوله، يوه ورځ چې پوهنتون ته ولاړم هغه نه وه راغلى، فکرمې وکړ چې څه کاربه لرى، همداسې څو ورځى تيرى شوى، چې هغه پوهنتون ته نه راتله، ومې غوښتل چې احوال يى واخلم ټليفون مې ورته وکړ او ترى ومې پوښتل چې پوهنتون ته ولى نه راځى او دامې زياته کړه چې غيرحاظرى دى زياتيږى اودابه بياښه نه وى هغى وويل چې زه نور پوهنتون ته کله هم نه راځم، ماورته وويل چې ولى داسې څه شوى دى چې ته پوهنتون ته نه راځى هغى وويل چې ددى ويل ماته ډير ګران دى چې ولى نه راځم، ماپرى ټينګار ونه کړ چې نه ووايه چې داسې څه دى چې ته …


زړه مې نه منله چې دادى پوهنتون ته شاکړى او هره ورځ به چې پوهنتون ته تلم ددى په تمه به مې څو شيبى دپوهنتون په انګړ کې تيرولى، خونه هغه به نه راتله او کله هم رانغله.


هوکې: دهغى ورځى نه چې دى پوهنتون ته راتګ بند کړى وو زمونږتر منځ ټليفونى اړيکې هم کمې شوى وى، يوه ورځ مې وغوښتل چې ځان پوه کړم چې داچيرى دى او څه کوى اوومې غوښتل چې پوه شم چې ايا داخوشحاله دى اوکه نه، په همدى موخه مې ورته ټليفون وکړ، ټليفون مې راواخيست او ددى شميره مې دايره کړه خو هر ځلى به هغى قطع کاوه خو ورسته له څو وارى تکرار زنګ وهلونه ورسته هغى ټليفون ته ځواب ورکړ، ورسته له ډيرو خبرو هغى راته وويل چې نورماته ټليفون ونه کړى اونه به زه درته کله هم ټليفون وکړم، ماترى دليل ونه غوښت او ټليفون مې قطع کړ.


هوکې: همدازمونږ ورستى خبرى وى او بس زه نه پوهيدم چې داپه څه رانه خفه شوى ده، ډير فکر مې وکړ چې پيدايى کړم چې داولى او په څه رانه خفه شوى ده، څوورځى ورسته دهغى دليدو په لټه کې شوم او دهغوى دکورپه خوارهى شوم کله چې دهغوى کوڅى ته ورسيدم ومې ليدل چې دهغوى دکور ور پرانيستى وو او يوښکلى موټريى په انګړکې ولاړ وو، موټرمې راوګرځاوه او بيرته خپل کورته دتلوپه موخه دهغوى دکوڅى نه راووتم چې په لارکې مې هغه وليده هغى داسې وښوده لکه چې ماهيڅ نه پيژنى، ډير خوابدى شوم.


زه اوس هم نه پوهيږم چې داولى راځينى خفه شوه او داسې څه له مانه شوى وو چې دهغى نه وو خوښ شوى، اوس نو زه داسې يو ښار ورته ووايم اوکه بيدياژوند کوم چې د انديښنى، سرګردانى، غم، خوابدى، ځانځانى او داسې نور ښکلى نوماند ځايونه لرى، اوس نو زماله ماڼيو او ښکليو کورونو نه ښه نه راځى له ښارنه خوابدى يم او له کلى نه هم ښه خاطره نه لرم نه پوهيږم چې څه وکړم او چيرته ولاړم شم. صحرامې نه ده ليدلى چې څنګه ځاى به وى خو دومره پوهيږم چې هلته به داسې څه نه وى چې ماوځوروى هسې هم زه يوه شيبه دهغى له فکرونو او انديښنو نه نه يم اوزګار نوردژوند او مرګ پرواهم چندان نه راځۍ.


نورنو زه صحراته اوبيابان ځم دلته تم کيداى نه شم


خوادخپل اشناته ځم دلته نورى شپى سباکواى نه شم