کور / کیسه / ځانمرګی

ځانمرګی

معلم صيب ګل خان ته يې دڅلورو مياشتو تنخوا نه وه ورکړې ، هغه دکلي په يو ښونځي کې ښوونکى و او ځکه نن ډېر خوشاله و چې اختر ته لس ورځې پاتې دي نن دهغه څلورو مياشتو ټول معاش يوځاى ورکوي، دمعلم صيب ګل خان په کور کې بوره ، اوړه، چاى او …… هم خلاص شوي وه او وړو بچيو به يې هم ورته د اختر درانږدې کېدو له امله همدا ويل، چې دکلي ټولو ماشومانو ته يې پلرونو داختر لپاره نوې جامې ، نوي بوټان او نوي …….. اخيستي او مونږته تا تراوسه هېڅ هم نه دي اخيستي ، خو هغه به خپل ماشومان کله په يوه اوکله په بله بهانه غولول، هغه نيت کړى و ، که تنخوا يې ورکړي نو دکور دنورې سودا تر څنګ به خپلو وړو بچيو ته داختر لپاره نوې جامې ، نوي بوټان او نوي …. واخلي ، خو نن دهغه دتنخوا ارمان هم پوره شو او له ښونځي کورته په ډېرې خوشالۍ راغى ، له کوره يې له ځان سره دسودا لېست برابر او څلور واړه بچي يې هم ددې لپاره له ځان سره ښار ته بوتلل چې نوې جامې بوټان او نور څه چې يې لګيږي ورته يې واخلي ، معلم صيب ګل خان ددې لپاره چې بچي يې خوشاله شي دکور دنورې سودا نه يې مخکې دوى ته بوټان، کالي او…..واخيستل ، وروسته يې دکور دسودا په اخيستلوپيل وکړ، دهغه واړه بچي ډېر خوشاله وه ، هغوى ځکه خوشاله وو چې دکلي دنور ماشومانو په څېر يې دوى ته هم پلار داختر لپاره هرڅه نوي نوي واخيستل اوله نورو ماشومانوسره يې سيالي برابره شوه ،
په ښار کې ډېر بيرو بار و ، دچا خبره دپښې دکېښودو ځاى نه و ،
هرڅوک دسودا داخيستلو لپاره ښارته راوتي وو ، دمعلم صيب ګل خان سودا خلاصه شوې وه ، غوښتل يې چې نور کورته لاړشي ، هغه خپل دسودا پنډ په شاه کړ ، دروانېدو په حال کې و چې يو دروند ګړز شو ، له ښاره سره لمبه پورته شوه ، هره خوا چغې او زګېروي وو ، هغه سلګونه کسان چې داختر دسودا لپاره ښارته راوتي وو ټول په سرو وينو کې لت پت په داسې حال کې پراته وو چې دچا لاس دچا پښې نه وې، دروغتونونو ډېر امبولانسونه دټپيانو اومړو دوړلو لپاره راغلي وو ، هر چا کوښښ کاوه چې مړي او ټپيان روغتون ته دوړلو لپاره په امبولانسونو کې واچوي ، زه هم دنورو په شان په همدې کار لګياوم ، چې سترګې مې په داسې حال کې په معلم صيب ګل خان ولګېدې ، چې پښې او لاسونه يې نشته او مړ دى .