کور / راپور / ډنمارکیان له افغانستان څخه را غلي دي

ډنمارکیان له افغانستان څخه را غلي دي

ډ نمارکی لرغون پوه نوی برسیرونه :

په دی وروستیو وختونو کی په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنی د ډنمارکی لرغون پوه ددی څرګندونی په هکله چی( د ډ نمارکیانو نیکه ګان د افغانستان څخه ډنمارک ته راغلی دی . )، یوه علمی غونډه جوړه کړی وه .


په دغه غونډه کی برسیره په دی چی د نوموړی مقالی لیکوال سوان او نورو ډنمارکی پوهانو برخه اخیستی وه په ډنمارکی کی میشته فرهنګیانو ، پوهانواو مینوالو هم ګډون کړی ؤ . نوموړی لرغون پوه د خپلی ادعا د ثبوت لپاره په دغه هکله یولړ مستند عکسونه ، اسناد او تاریخی شواهد ،وړاندی کړل او د ګډون کوونکو پوښتونو ته یی ځوابونه وویل . د بیلګی په توګه ده ته دا ډیره په زړه پوری ښکاره سوه کله یی د ګډون کوونکو څخه واوریده چی په دغه هکله کابو اته کاله مخکی دلته په ډنمارک کی مشته افغانی لیکوال او څیړونکی محمد علم بڅرکی هم په یوه اوږده څیړنیزه مقاله د آمو په جریده  کی تر دی عنوان لاندی چی ( ډنمارکی د پښتو ترله ده ) (۱ ) خپره کړی ده چی ستاسو د پورتنی برسیرونی سره نژدی اړیکی لری. نوموړی ته دا ډیره په زړه پوری ښکاره سوه نو په ډیره مینه   یی د نوموړی مقالی متن د ځان سره واخیستی .
د( سوان نینک کغو) د چاپ سوی مقالی محتوی په لاندی ډول وړاندی کیږی :


په دی ورستیو وختونو کی د ډنمارک یو وتلیSøren Nancke- krogh   لرغون پوه د یولړ علمی ، تاریخی او څیړ نیزو اسنادو په بنسټ دی نتیجی ته رسیدلی دی چی د ډنمارکیانو پلرونه او نیکه ګان د آسونو په وسیله د افغانستال د شمالی سیمو څخه  ډنمارک ته راغلی دی. سوان ددی ادعا د ثبوت لپاره لاند نی دلایل وړاندی کوی :


د افغانستان په شمال کی یو شمیر لرغونی اثار او فیګورونه چی پر آسونو سوارو خلکووړ مجسمو په بڼه  دی، موندل سوی چی لرغونتوب یی څلورو زرو کلونو ته رسیږی دغه اثارپه ډنمارک کی د موندل سوو لرغونو اثارو سره زیات ورته والی لری .


دی زیاتوی چی موږ په حقیقت کی د هند و اروپایی ژبی سره د افغانستان څخه ډنمارک ته راغلی یو چه په وروسته وروسته کی مو ژبی اوسنی ډنمارکی ژبی ته وده کړی ده . دی وایی د بیلګی په توګه د آس (هست) او ووان   کلمی اوس هم په دغه لویه وچه کی استعمالیږی .(Vogn)  



د افغانستان شمالی سیمی د نړی تر ټولو هغه زړی سیمی دی چی د آسونو سواری پکی مروجه وه او په زرهاؤ کیلومتره فاصیله به یی د آسونو په وسیله وهله یعنی د وریښمود لرغونی لاری به چین ته تلل او همدارنګه د شمال په لور سکاند نویایی هیوادونو ته راتلل . سوان زیاتوی چی د وریښمود لاری نیټه د میلاد څخه سل کاله مخکی تعین سوی ده داهم ځکه چی به دغه وخت کی لیکنه رامینځ ته سوی ده .


د افغانستال لرغونی سیمی لکه څنګه چی لازمه ده د لرغون پیژندنی له پلوه تر څیړنی لاندی نه دی نیول سوی .


لومړنی منظمی کیند نی یی د پخوانی شوروی اتحاد د یرغل څخه لږ موده مخکی پیل سوی دی او ترهغه راوروسته زیاتی سیمی د جګړی له امله ورانی سوی دی .


د یونسکو په هواله چی د افغانستا ن زیاتره تاریخی او لرغونی سیمی ، کلتوری زیرمی او میراثونه  د جګړه له امله دومره ورانی سوی دی چی یوه کلتوری فاجعه یی ګڼلای سوو. او حالا ت لا تراوسه دومره خراب دی چی ددغه هیواد د زیاترو تاریخی سیمو په هکله په سختی سره  لیکل سوی منابع موندلای سوو .


آس سواری یوازی په افغانستان کی نه بلکی په ډنمارک کی هم د ډیری زمانی راهیسی رواج ده سوان ننک چی د ډنمار ک د سمندری غلو د دوران( ۸۰۰ څخه تر ۱۰۵۰ م کال پوری زمانه په غیږ کی نیسی )  او د لرغونی برونز دزمانی متخصص دی او د افغانستان او ډنمارک تر مینځ یی ګډ تاریخی اړیکی موندلی دی ، پر یو لړلرغونو اسکلیټونو په هکله څیړنه کړ ی ده د مړو دغه هډوکی چی لرغون توب یی کابو ۱۰۰۰ کالونو ته رسیږی هغو سلو اسکلیټونو د جملی څخه دی چی د( غوسکیلدی) ښارته نژدی د کونګه مارکن په سیمه کی یی موندلی دی کله چی یی د هغو جملی څخه د نهو اسکلیټپونو په هکله د (   ډ ان ءی    ) څیړنیز میتود څخه ګټه واخستل نو یو حیرانوونکی کشف(  برسیرونه ) تر لاسه سوه . یعنی څرګنده سوه چی یو د نوموړو هډوکو په هغه چا پوری اړه درلودله کوم چی د اورال د غرود ختیځی برخی څخه راغلی ؤ.


vikinger که څه هم موږ پخوا لا په دی پوهیدو چی و یکینګانو (سمندری غلو) د سپینو زرو سیکی ،او شنه رنګه پیروژی او ارزښتناکی ډبری، د افغانستان د شمال څخه راوړلی دی .


د همدغو اړیکو له مخی سوان دی نتیجی ته رسیدلی دی چی په واقعیت کی د ډنمارکیانو پلرونه او نیکه ګان د افغانستان څخه د آسونو پر شا باندی تر ډنمارک رارسیدلی دی .


باید وویل سی چی هغوی یوازی یو وار د لیدو کتو لپاره ډنمارک ته نه دی راغلی بلکه دا سلسله یی همیشه روانه ساتلی او زموږ پر کلتوریی اغیزه ښندلی ده چی د هندو اروپایی ژبی اغیزی پر ډنمارکی ژبی باندی یی ځلانده Indoeuropæiske بیلګه ګڼل کیږی . ځکه چی ژبه اوایتیمو لوګی (د ژبی د منشآ او ریښی پیژندنی علم ) له مخی د خلکود ډلو ترمینځ د نژدی والی او اړیکو مسله روښانه کیدای سی .دغه راز داستیتیکـ  ( هنرښکلا  ) له پلوه هم د خلکو ترمینځ د اړیکو نژدی والی د پورتنی ادعا د ثبوت  عمده دلیل کڼل کیدای سی . 



دغونډی یو ګوښه ( لرغون پوه سوان او زمری محقق ) افغانی بګړی سوان ته سوغات ورکړه سوه