کور / شعر / دا جنګونه به تر څو وي

دا جنګونه به تر څو وي

 

وطن  وران شو په جنګونو
په ماينونو   په بمونو
ماشينګنو په اورونو
په ځان مرګو بريدونو
دا جنګونه به تر څو وي
دا اورونه به تر څو وي
زمونږ ميندي شولي بوري
زمونږ  خويندي شولي کونډي
ماشومان مو يتيمان شول
په کوڅو کي سرګردان  شول
پوهی زدکړی   په ارمان  شول
دا جنګونه به تر څو وي
دا  دردونه  به تر څو وي
ډيرو پريښي خپل وطن دی
خپله مينه خپل  ګلشن دی
د خپل پلار نيکه مدفن  دی
ځکه  جنګ دی  دلته جنګ دی
دا جنګونه به تر څو وي
دا اورونه به تر څو وي
دنيا  وخوت  آسمانو ته
پرمختګ لوړو سرو ته
د ژوند نوي   پړاوو ته
خو زمونږ  وطن  کی جنګ دی
  د اوږدو کلونو جنګ دی
دا جنګونه به تر څو وي
دا  دردونه  به تر څو وي
وطن وران شو ﻻ ورانيږی
د اکښتي  مو دپلرونو
په لوی بحر کی  ډوبيږي
شتمنی  مو د نيکونو
په اوبو کی ﻻهو کيږي
څاڅکی وينه چه تويږي
د خالد زړه پری ځوريږي
دا جنګونه به تر څو وي
دا  دردونه  به تر څو وي