کور / شعر / غزل

غزل

څه در نه وه غواړم بها د اوښکو
قیمت می نه لرې اشنا د اوښکو
 
ځکه چی شمارمه جفا په وفا
په قدر پوه سوم دبل چا د اوښکو
 
پټی ئې توئ کړم څوک ئې و نه ویني
سترګي حال و وائ د غلا ده اوښکو
 
ځکه مي ډیر پرژړا نه خاندی اوس
اکثره پوه سو په معنا د اوښکو
 
جرم دي دغه دی مئین ولی سوې
مجرمه تیره کړه سزا د اوښکو
 
عبدالقادر مجرم
پښتو ادبي ټولنه کلا سیف الله
 پښتونخواه سهیلي