کور / هراړخیز / د Internet Explorer د ټولو Shortcuts ليک لړ

د Internet Explorer د ټولو Shortcuts ليک لړ

F1: د انټرنېټ لارښود يا مرستندوى ښيي، کله چې يوه کړکۍ وازه شي، نو په پاڼې پورې اړوند توکي ښيي.


F11: د انټرنېټ له پاڼې له د کړکۍ شکل ورکوي يانې Taskbar، مينوبار او ادرس بار لېرې کوي.


Tab: د Enter لپاره په ويبپاڼه کې پراته توکي، لينکونه او ادرس بار له پورته خوا څخه په ښکته درته ټاکي.


Shift+Tab: د Enter لپاره په ويبپاڼه کې پراته توکي، لينکونه او ادرس بار له ښکته خوا څخه په پورته درته ټاکي.


Alt+Home: تشې ويبپاڼې about:blank ته مو بيايي.


Alt+Right Arrow: مخکنۍ پاڼې ته چې تېره شوې، ورستنېږي.


Alt+Left Arrow: که چېرې مخکنۍ پاڼې ته ولاړ يئ، نو مخکنۍ پاڼې ته مو بېرته ورولي.


Backspace: هم د پورتني اصل لپاره کارولى شئ.


Shift+F10: د Right Click غوندې کار ورکوي.


Ctrl+Tab: ادرس بار Select او Deselect کوي.


F6: هم د پورتني اصل لپاره کارولى شئ.


Shift+Ctrl+Tab: هم د پورتني اصل لپاره کارولى شئ.


Up Arrow: ويبپاڼې ته پورته خوا حرکت ورکوي.


Down Arrow: ويبپاڼې ته ښکته خوا حرکت ورکوي.


Page Up: د ويبپاڼې يوې غټې برخې ته پورته خوا حرکت ورکوي.


Page Down: د ويبپاڼې يوې غټې برخې ته ښکته خوا حرکت ورکوي.


Home: د ويبپاڼې سر ته دې بيايي.


End: د ويبپاڼې پاى ته دې بيايي.


Ctrl+F: په ويبپاڼه کې د يوې کليمې يا جملې د پلټنې دنده لري.


F5: ليدونکې ويبپاڼه تازه يا Refresh کولى شئ که چېرې دغه کار ته اړتيا وي.


Ctrl+R: هم د پورتني اصل لپاره کارولى شئ.


Ctrl+F: هم د پورتني اصل لپاره کارولى شئ.


Esc: د ښکته کولو Download عمليات او که چېرته يو لينک د خلاصولو لپاره وهل شوى وي، ودروي.


Ctrl+O: د Open په نامه کړکۍ خلاصوي، د ويبپاڼې پته په کې وليکئ، نو د ليدونکې پاڼې پر ځاى به د دغې پتې پاڼه خلاصه شي.


Ctrl+L: هم د پورتني اصل لپاره کارولى شئ.


Ctrl+N: يوه نوې يبپاڼه خلاصوي، کېدى شي چې د خلاصې ويبپاڼې شکل ولري.


Ctrl+W: ليدونکې ويبپاڼه درته تړي.


Ctrl+S: کمپيوټر ليدونکې ويبپاڼه له ځانه سره سره ثبتوي.


Ctrl+P: ليدونکې ويبپاڼه په چاپوونکي ماشين چاپوي.


Ctrl+E: د ليدونکې ويبپاڼې کيڼ لوري ته د پلټنې کړکۍ تړي او خلاصوي.


Ctrl+I: د ليدونکې ويبپاڼې کيڼ لوري ته د ثبت شوي د خوښې وړ Favourites ويبپاڼو يا مينو کړکۍ پرانېزي.


Ctrl+H: د ليدونکې ويبپاڼې کيڼ لوري ته د History کړکۍ پرانېزي يانې درته ښيي چې نن ورځ کومې ويبپاڼې ليدلى شوي.


Alt+D: يوازې په ادرس بار کې متن ټاکي.


F4: په ادرس بار کې نننۍ پرليکه شوې ويبپاڼې درته ښيي.


Ctrl+D: ليدونکې ويبپاڼه Favorites ته زياتوي.


Ctrl+B: د Organize Favorites کړکۍ درته ښيي چې په Favorites کې ويبپاڼې څنګه ځاى پر ځاى شوې دي.


Ctrl+A: د ليدونکې ويبپاڼې ټول توکي کولى شي چې Select کړي.