کور / شعر / وطنه

وطنه

 


ای رما خوږه وطنه ستا نه جار شم
زما روح زما تنه ستا نه جار شم
ای زما دسترګو تور افغانستانه
زماکور زما مدفنه تا نه جارشم



. …………..
ستا په سردرو کی دافغان وینی بهیږي
دسرو وینو حاصل وطنه تا نه جارشم
ظریف به تل ستا د مینی ترانی وایي


 دنیکوپه وینورنګ وطنه تا نه جارشم
. ………….






خپلواک مو وطن غواړو



موږ دسولی ستر غورځنګ غواړو


د وطن دښمنانو کورمو ړنګ غواړو


هر لوری زمونږغم ځپلي افغان مري


خبری او سوله پر ځای د جنګ غواړو



خپلواک مو وطن غواړو


خپلواک مو وطن غواړو
وحدت د قومو او مليتو غواړو
تاجک،اوزبک سره د پښتنو غواړو
میچته قومونه دی ګلان دیو بڼ
هزاره سره یو داقلیتو غواړو


خپلواک مو وطن غواړو
خپلواک مو وطن غواړو


حق دباطل نه چاڼول غواړو
دظالم ظلم نسکورول غواړو


ملي غله او جنایتکاره قاتلان
قانون منګلو ته سپارل غواړو


خپلواک مو وطن غواړو
خپلواک مو وطن غواړو


مونږ سوله او وحدت غواړو
ښه ژوندون دشرافت غواړو


ډیرو جګړونه یو نور ستړي
ورورولی او محبت غواړو


خپلواک مو وطن غواړو
خپلواک مو وطن غواړو


ظریفه یا به بیرته خپل وطن غواړو
یا مرګ دپردیسۍ ته به کفن غواړو


انجینر روح الله ظریف ساپۍ- وینا


03/01/08