کور / شعر / وایم پښتو ژبي او پښتنو ته !

وایم پښتو ژبي او پښتنو ته !

 
تاکۍ نغښتی معنی     دغیرت       ده شمله دلوړوالي اوعزت ده


اغیارته دی نه پریږدو ترقیامته     دا زمونږمیراث روحي قوت ده
تاکۍ ښه مينه اومحبت   وينم      ر ښتیا ویل او صداقت وینم


غږ چی ستا د جرګو واوري       په دښمنانو دی هیبت وینم
تا کۍ میړانه او    وفا  شته       تیارو زړونو ته رڼا شته


جرګو دود کی   د پخوا  نه       د الله عدل او رضا شته
په تا فخر کړم ایمان    لرم        دا باور او اطمینان لرم


کله چی ته راسره مل   یۍ        زه برۍ يه هر میدان لرم
ته لارښود د نارینتوب   یۍ       سترښونځۍ د سړیتوب یۍ


د میړانۍ درس او فن  لپاره       ته پوهنځۍ د میړنتوب یۍ
دتاریخونو په اوږدو     کۍ      د حب القدرتونو مرحلوکۍ


په تا شوي څوواره  ګذارونه     چی رامات کړي ستا وزرونه
تا کاږلي د عمرونو   کړاونه     دخپلو اوپردو نه جنجالونه


سردی ټيټ نکړو هیڅ  چا ته      څومره چۍ وهلي ستاسرونه
راویښ شوي دی   بچیان دي     ډګر ته وتي لکه زمریان دي


په دی نومو دي  توهین شوي     پټان،پاګل که غول افغان دي
پښتوویل، لیکل،    لوستل کا      پیغلۍ ، واړه او که ځوانان دي


په هری څانګی روزل  شوي    اوس ستا تکړه کدرونه دي
اوس ستا د ودی نوۍ واردی      تخنیک دکمپیوتر سره دی کاردی


هیردی نه شي نړیواله دسیسی    غلیم پخوا نه لا درته بیدار دی
پښتون چی په پښتوکولو ویاړي   پښتو یا مرګ د خدایه غواړي


بی اوبو فصل ژروچیږی یاره    ژبه خدمت زمااوستانه غواړي
ظریف وایي د لراوبرقومو ته    درنو،د سترګو تورو پښتنو ته
په توره،قلم که سرو مال وي     کووبه تل خدمت پښتواوپښتنوته


انجینر روح الله ظریف ساپۍ


26.12.2007 ویانا-اطریش




ستا یاد
زما دی ستا په نوم قسم وي
څوچی روح زما په تن وي


جلا به نه شم ستا د یاده
که می ژړا اوکه ماتم وي
…………………….
تل می په یاد یی نه می هیریږۍ
په خنداخوښۍ او که په غم وي


ته رامکړی هغه ملک هغه هستی
ستا دخوښی که پکښی خنډ وي
……………………….
ظریف مکړی ته غافل خپل دیاده
که څومره د دنیا کاروکی بند وی
…………………….
انجینرظریف ساپۍ 01-01-2008 اطریش



نوم د افغان ساتو


ټینګ اسلام ، د دین احکام ساتو
ملي شتمنۍ،ویاړنی او نام ساتو
په قلم وي یا په توری او ټوپک
سرلوړې او آزاد افغانستان ساتو
……………………….
نه تیرۍ کووپه بل نه تیری منو
مونږ انسانان یو مقام دانسان ساتو
راځۍ د وقت نوې سیاست زده کړو
پښتون به تر څو پوری غلام ساتو
………………………..
ژوند که په اروپا اوامریکا کوو
تاریخ او دود مو د خپل قام ساتو
تابعیت که د هرملک وطن لرو
افغان یادیږو نوم د افغان ساتو
…………………….
ظریفه دا مو پلارو سره وعده ده
پښتواوپښتونوالی به تل مدام ساتو
………………
انجینر روح الله ظریف ساپۍ


ویانا – اطرییش 2008


وطنه
ای رما خوږه وطنه ستا نه جار شم
زما روح زما تنه ستا نه جار شم
ای زما دسترګو تور افغانستانه
زماکور زما مدفنه تا نه جارشم
. …………..
ستا په سردرو کی دافغان وینی بهیږي
دسرو وینو حاصل وطنه تا نه جارشم


ظریف به تل ستا د مینی ترانی وایی
دنیکوپه وینورنګ وطنه تا نه جارشم
. ………….
انجینر ظریف ساپۍ
ویانا-اطریش