کور / خبرتیا او پيغامونه / دهرات په اختيار الدين تاريخي کلا کي د موزيم جوړولو په اړه

دهرات په اختيار الدين تاريخي کلا کي د موزيم جوړولو په اړه

د
سلام فرهنګي ټولني خبر تيا


په دې ورستيو کي د يو شمير نړيوالو خبري رسنيو له خوا ورېدل کيږي چي د هېواد يو وطنپال شخصيت ښاغلۍ سلطاني  د هغو تاريخي او لرغونو توکو لپاره چي په خپله شخصي پانګه  يې پيروېدلي او را يوځای کړيدي ، د هرات ولايت په اختيار الدين کلا کي د موزيم په توګه ننداروته د  وړاندي کولو تکل کړيدۍ  . دا اړينه  ده چي د ښاغلي سلطاني  د هېواد پالني دا احساس او دهېواد  د کلتور او فرهنګ  سره دا لېوالتيا وستايو . دا هڅي په خپل وار د هېوادنۍ ميني ښه ثبوت او د خپل تاريخ او تيرو وياړونو سره د ميني غوره بيلګه ده ، چي  په دې چارو او هڅو کي د ښاغلي سلطاني سره د هر کلتور پال هېوادوال ملاتړ ملګري دۍ .



خو ، د هرات د اختيارالدين په کلا کي د موزيم د جوړولو لپاره غوښتنه  سربيره پردې چي يو شمير د انديښنو ډکي پوښتني منځ ته راوړي بلکي په بشپړه توګه  د موزيم پوهني د ارونو خلاف کړه هم دي . په دې لنډه خبرتيا کي يوازي ددې ټکي يادول اړين بولو چي : په موزيم پوهنه کي د موزيمو د جوړېدلو او نندارو په اړه ځانګړي ارونه او پرنسيپونه شته چي کارول او پلي کول يې د موزيمونو د اړوندانولپاره ضروري او حتمي دي . د هغو ارونو او اصولو نه کارول او يا د هغو نه سر غړونه ، نه يوازي دا چي د موزيم ارزښت له منځه وړي بلکي د موزيمي چارو سپکاوۍ هم ګڼل کيږي . د بيلګي په توګه ، په موزيم پوهنه کي  د موزيمونو وېش تر دوو لويو  سر ليکونو لاندي پيژندل کيږي ، چي د ليږدېدونکي  موزيمونو( موزيمهای منقول ) نه ليږدېدونکي موزيمونه (  موزيمهای غير منقول ) په نوم  معمول دي  .



د اختيار الدين تاريخي کلا په خپل ډول کي د نه ليږدېدونکي  موزيم (  موزيم غير منقول  ) يوه ډيره ښه بيلګه ده ، په دې تاريخي کلا کي بايد موزيم د هغو ارونو سره سم جوړ شي چي په موزيم پوهنه کي منل شوي اصول دي . د دې اصولو له مخي په غير منقول موزيم کي يوازي  هغه اثار او توکي نندارو ته د ايښودلو جواز لري ، چي د همدې غير منقول موزيم څخه د سپړنو په ترځ کي تر لاسه شوي وي  ، که چيري په نه ليږديدونکي موزيم کي  د نورو سيمو څخه تر لاسه شوي لرغونو او تاريخي توکي نندارو ته کښيښودل شي ، دا په رښتني ډول  د هغه غير منقول موزيم سپکاوۍ دۍ .



سلام فرهنګي ټولنه او اړوندا يې  د موزيم پوهني او لرغونپوهني ارونو ته په پام د ښاغلي سلطاني  څخه هيله کوي چي خپلي کلتوري چاري د يو شمير  سياست وهلو کسانو د موخو بلهاري نه کړي  او دخپل شخصي  موزيم لپاره د هرات ولايت يوه بله داسي سيمه او ټاټوبۍ غوره کړي چي هم يې موزيم  د پرانستلو او نندارو جوګه شي ، او هم په کلتوري چارو کي د سياسي ناندرو مخه ونيول شي . او له بلي خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوړ پوړو چارواکو څخه په کلکه غوښتنه کوو چي په تاريخي او لرغونوټاټوبو او ځايونو کي  چي په حقيقت کي  د هېواد غير منقول موزيمونه دي ، د خپل سرۍ هر ډول کړه وړه ودروي او په بشپړ مسوليت يې مخنوۍ وکړي  .


 په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني  د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري


2008.01.18