کور / شعر / دلته !

دلته !

د ماښام   ډېوه  مې   بله   شوه   ته نه وې
د قسمت  پاڼه  مې    بله  شوه  ته  نه وې


دا په  منځ   کې  شوله  څومره اوږده لاره
پښه  مزل  مزل کې شله  شوه  ته نه وې


پاڼه   ژړه   هيله   خاورو   سره   خاورې
دا  څپه   خپره  تر کله   شوه   ته نه وې


بيا به در شم چې ډولۍ زما تابوت  شي
ستا په ياد مې اوښکه تلهشوه  ته نه وې


د زړه  کور د معشوق مينې ته کوچنی دی
بې  له تا  کوچۍ بېدله  شوه   ته  نه وې


ويانا/2008 /جنوري/8