کور / سياسي / نوي سور پوځ

نوي سور پوځ

نيوزويك ورځپاڼه : د اوين ماثيوزوآنا نيمتسوفا ليكنه

د سږ مني په يوه سړه ورځ كى د ليتوانيا سرحد ته نيږدي په يو ځنګل كى د روسيى ځوان جمهور ريس مدفيديف د هغى نوي پرمختللي راكټ څارنى ته راغلي و چى د وارولو دستګاه لوري ته وړل كيده , جمهور ريس هغه شين رنګى عسكري دريشي اغوستى وه چى ورباندي تيڼګي شوي عسكري نښي يى د عسكري رتبي ( لوي درستيز) ښكارندوي وي , پداسي حال چى يو لوي دوربين يى د هغه راكټ د څارنه لپاره استعمالوه چى د خپل هدف لوري ته په دير سرعت سره په حركت كى و .
تر لنډ مهاله پوري دا راز ننداري او عسكري څارني يوازي په ولادمير پوتين د مدفيدف پخواني ريس پوري منحصري وي , نوي ځوان او اصلاحي ريس خپل ټول طاقت په روسي ځواكونو باندي متمركز كړي دي , د دى لپاره نه چى د ديوه پياوړي او قوي شخصيت په څير په روسي ټولنه كى تبارز وكړي څرنګه چى د ده څخه وړاندي د روسيى نورو ريسانو دا كار كړ.
سره لدي چى ولادمير پوټين د روسيى د عسكري ځواكونو د اصلاح اړوند څلور چنده عسكري لګښت (بوديجه) زيات كړخو د عسكري ځواكونو د اصلاح په هكله كوم د پام وړ پرمختګ ونه شو و , خو مدفيدف د سره پوځ د بيا ترتيبولو لپاره يوه زړه وره حمله په لاره اچولي , تر څو هغه زړه دړي وړي عسكري موسسه چى د سړي جګړي پاتيشونى ده , او يوه فاسده موسسه ده او اكثريت جنګيالي يى معتادان دي او په شراب خوري عادت شوي , په يوه نوي پرمختللي عسكري موسسه باندي واړوي ( نوي سور پوځ ) چى د يو نوي جګړمارپوځ ځانګړتياوي ولري , او وكولي شي په بهر كى عسكري قوت په موثره توګه كله چى وغواړي خپور كړي .
د روسي امپراتوري په اړه يى په خپله بيانيه كى د روسيه پارلمان ( دوما ) ته په ډاګه كړه چى د روسى پخواني زوړاقتصادي سيستم له كاره لويدلي دي , او په ډاګه يى كړه چى زموږ د ملت بقا په نوبتوب كى نغښتي ده , او همدا د نيوتوب كړنلاره د عسكري موسسى په هكله هم اړمنه ده , خو دا لوي پلان دي , د كاميابي لپاره يى مدفيدف ته پكار ده چى د روسي ځواك په پرمختلليو اسلحو مسلح كړي , او د عسكري قوانينو په رڼا كى سم وروزل شي اوڅه ناڅه كوچني شي , دا پدى معنى ده چى د روسى هغه زاړه عسكري مادي مصلحتونه چى له پيړيورا پديخوا د روسيه له هغى عسكري موسسى سره تړلي دي هغه لويه عسكري موسسه چى د حكومتي لګښت تر حمايت لاندي ده له پامه وغورځول شي اويا له منځه يوړل شي .
خو كى چيري پدي كار كى بريالى شي نو لاسته راوړنه به يى هم ديره لويه وي , د نوي عسكري پوځ تشكيليدل به خامخا د كرملن غوښتني او هيلي په ځاي كړي…………. , خو دا غوښتني او هيلي لوديځ ته ګواښ ندي , مدفيدف غواړي له هغى تګلاري او زړي جګړي څخه لاس په سر شي چى په اوروپا كى به روسي سره پوځ تر سره كولي , د دى په ځاي غواړي هغو منطقوي ګواښونو ته تياري ونيسي چى په راتلونكو كالونو كى كيدي شي روسيه ورسره لاس او ګريوان شي .
دا راز تګلاره ته پكار ده چى هغه عسكري ځواك جوړ شي چى په عاجله توګه د پوځي بريد ځواب وركړي , په وړو جګړو كى برخه واخلي , وړو ګاونډيانو ته سمدستي ماتي وركړي شي , پدي كار باندي به روسيه د نړۍ د لويو هيوادونو له لوبى څخه نه وي وتلي , مدفيدف د اتمى اسلحى په اړوند هم لويه پانګه اچولي او تراوسه روسيه ديره ستره اتمي زيرمي لري چى په نړيواله كچه د مسكو هيبت ساتي او د لويو اتمي هيوادونو په كتار كى شميرل كيږي , خو سره لدي چى روسيه نوي اتمي اسلحه جوړوي واشنګټن ته د هغى موافقى له لاري اطمينان وركوي چى د زړى اتمي اسلحى په كمښت ټينګار كوي .
مدفيدف تير كال خپله اصلاحي حمله په لاره واچوله , هغه مهال چى روسي پوځ په جورجيا كى ديره كمزوري ادا درلوده څرنګه چى د روسيه د څيړنوله اكادمي څخه بافل زولوتاروف په ډاګه كوي , د افغانستان له جګړي څخه وروسته دا لومړي ځل وه چى روسيه خپل ځواك د پردي دښمن په وړاندي تجربه كړ , خو پايلى يى په زړه پوري نه وي , د عسكري محلل په قول په جورجيا باندي يرغل د روسي ځواك جګيزه پياوړتيا تر سوال لاندي راوسته اوله دير خنډونه سره مخ شو , د روسيه 11جنګي الوتكى راوغورځول شوي همدا راز نوري بي پيلوټه الوتكي , له جګړي څخه وروسته مدفيدف د عسكري موسسى په پاكولو پيل وكړ , او جنرال نيكولاي ماكاروف او د دى ټيم يى وګمارلا چى د عسكري موسسى ټول اړخيزه څيړنه وكړي .
دغى بيا چيړنه په ډاګه كړله چى هغه روسيى جنګيالي چى د جورجيا جګړه ته ليږل شوي و په حقيقت كى د متوسط صف جنګيالي و , او دي څيړني په ډاګه كړه چى د روسيه پوځ د لوړو رتبو له ديرښت سره مخ دي , دا يو ګواښ دي او پدي هكله بي پروايى شوي ده , او د غير حكومي موسسى څخه داسي راپوټونه خپاره شوي چى د روسيى لوړ رتبه ظابطان عسكر د خپل شخصي مصلحتونو لپاره په ناوړه توګه استعمالوي .
لدي څيړنو سره سره دا تصور را پيدا شو چى بالاخره روسيى جورجيا ته ماتي وركړله خو هر كله به د روسيى پوځ طالي من نه وي چى دا راز بري تر لاسه كړي . الكساندر ګولتس چى عسكري محلل دي وايى ( كه چيري موږ د تكنالوژي له لحاظه د يوه پرمختللي هيواد په وړاندي لكه امريكا جګړه پيل كړي وي نو يوه لحظه به هم ژوندي نه وي پاتي شوي , خو اوس لږ تر لږه د روسى حكومت اعتراف وكړ چى ستونزه خطرناكه ده .
هغه سړي چى مدفيدف د دى لپاره ټاكلي چى د روسيى عسكري موسسه پاكه كړي هغه د دفاع وزير اناتولي سيرديكوف دي چى پوټين په كال 2007 م ټاكلي وه او د پوټين او مدفيدف په څيريو شخصيت دي , د روسيه د عسكري موسسه د اصلاح لپاره هروخت پلان د كرملن له لوري راغلي خو اكثريت د دغو پلانونو د دى موسسه د مقاومت له امله او د فساد له امله د ناكامي سره مخ شوي , خو دا ځل داسي لاملونه شته دي چى ګمان وشي چى مدفيدف به په خپل پلان كى بريالي شي .
پدي هكله هغه تګلاره د ياد وړ ده چى د روسيى عسكري موسسه ورباندي بنديز لګولي و , لكه د بهر څخه د نظامي تجهيزاتو اخيستل , يوازي دا فكر كول چى له بهر څخه اسلحه واخيستل شي يو لوي خيانت ګڼل كيده ……….. , خو په تير ستمبر كى د روسيه د دفاع د وزير معاون څرګنده كړه چى كه چيري د روسيى د نظامي صناعت موسسه د دوي نظامي اړتياوي پوره نكړي نو دوي به له بهر څخه خپله اړتيا پوره كړي , ګولتس وايى چى اعتراف كول پدي باندي چى روسيه د ټولو نظامي اړتياوو په توليد قادره نده لومړي ګام دي د نظامي سيستم د نويتوب لوري ته .
كيدي شي چى واقعت هم داسي وي , خو د روسيى دعسكري موسسى نويول هم د نورو تكنالوژي موسسو په څير سخت كار دي , په كال 2008 م د روسي پوځ بوديجه 50 بليونه ډالره وه او پوټين وعده كړي ده چى په كال 2011م كى يى 125 بليون ډالرو ته ورسوي , هغه زړه عسكري موسسه چى وړاندي يى سوخوي او ميګ الوتكى جوړولي اوس مهال نوي جنګي الوتكي جوړوي , اس يو 34, 35, اوميګ 35 الوتكي اوهوايى دفاعي سيستم په حقيقت كي د هغو عسكري پلانونو كاپي ده چى ديرش كاله وړاندي جوړشوي وو .
همدا راز روسى د خپلى عسكري پياوړتيا لپاره يو دير له ارزښت څخه ډك كار تر سره كړ چى اته ځله له ستونزو
سره مخ شوي و , د هغه هستوي راكټ تجربه چى له كښتي څخه په سمندر كى وار شو, دا نوي راكټ ديث ستار(د مرګ ستوري ) چى له مځكى څخه په تاويدو او دوران قادر دي او لس اتمي سرونه په خپل مدار كى وارولي شي , اصلاحي مدفيدف هم پوهيژي چى د روسى د هيبت او منزلت د ساتنه لپاره پكار ده چى لوي اتمي قدرت ولري , او دي پوهيږي چى دور بورد راكټونه د خلكو پام ځانته را اړوي نو دلومړي ځل لپاره د روسى د اتحاد له ړنګيدو وروسته د كاميابي د ورځى د لمناځلو په مهال په سره ساحه كى توبول راكټونه ننداري ته وړاندي كړل , وروسته له يوى مودي څخه د روسى راكټونه يو ځل بيا له نظامي اړخه ارزښتناكه شوي دي .
خو ټول پدي كچه خوشبينه ندي خصوصا د روسيى ګاونډي هيوادونه , په تيره اوني كي د پولنډ د دفاع وزير ناتو ته د هغى روسي عسكري مانورنو څخه شكايت وكړ چى د روسيى 12000 جنګيالي په ګډون كوي او د روسيه په كلنګراد كى تر سره كيږي , كيدي شي چى د مدفيدف دا اصلاحي تګلاره په داخل كى نور تغيرات رابرسيره كړي , سږكال كرملن د امر كړي چى د جنګياليو د كمښت لړه سسته شي او هغو ظابطانو اړوند چى ټاكل شوي وه چى له خپلو ډنډو څخه ګوښه شي هم عجله ونشي , دكرملن سره دا انديښنه وه چى كيدي شي له ډنډي څخه ګوښه شوي ظابطان پرته لدي چى ورته د ژوندانه اړتيا وي برابري نشي ستونزي را پيدا كړي , خو سره لدي مدفيدف ټينګار كوي چى روسي پوځ له سره جوړ شي , او د نظامي بوديجي كمولو نه مني په داسي حال كى چى د نړۍ نور هيوادونه د اقتصادي بحران په پايله كى خپله بستري تړي .