کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / (دافغانستان پرابلم )دپوځي لاري نشي حل کيدائ

(دافغانستان پرابلم )دپوځي لاري نشي حل کيدائ

دافغانستان دمسلې دحل په اړوند دروسيې ددفاع وزير نظر   


دروسيې ددفاع وزير په پدې باوردی چې ((دافغانستان پرابلم ))دپوځي لاري نشي حل کيداي


ريانوستي او
افغانستان .رو
ژباړونکی : حبيب الله غمخور
دريانوستي دخبري اژانس دخبرله مخې دروسيې ددفاع دوزير اناتولي سيرديوکف دناټواوروسيې دشوراپه گډه غونډه کښی چې دهالنډپه هيواددنودويک په ښارکې جوړه شوې وه څرگنده کړه :غواړم یو ځل بيا هم دامسله واضح  کړم چې زما په عقيده يوازي دپو ځی لاري په افغانستان کې ثبات راوستل  ناشونی کار دی . 
اناتولي سيرديوکف په خپلو خبروکي څرگنده کړه ،داډیره اړينه  خبره ده چي داوسنيو شرايطو واقيعتونو،دافغانانو مينتاليتيت اونظر ليد(طرزتفکر)په نظر کې نيولوسره برابراودقيق برخورد وشی .
هغه همدا ډول دې مسلې ته په اشاره کولوسره وويل چې روسيه دافغانستان دمسلې دحل په اړه دناټو دکمپلکسی پلان اونظريې نه ملاتړ اوهرکلی کوي .هغه څرگنده کړه ((پدې کې هيڅ شک نشته چې ملکي اوپوځي هڅی يوځاي په گډه پرمخ بيول کېږې ،مگرپه افغانستان کې دثبات اوټیکاودراوستلودپاره ډيره اړينه او گټوره مسله به داوي چې پدې هکله دنړيوالی ټولني ترمنځ مشترک نظر اوگډی هڅي پر مخ ولاړي شی .
دهغه په  ويناگټور پوځی تلاښونه په افغانستان کې ددولتي اواقتصادي بياجوړونې پروسه په کوټلې توگه پياوړې کوی .پاي