کور / شعر / زه چي شاعر شم

زه چي شاعر شم

زه چي شاعر شم سر تر پايه شاعر


او زړه مي و غواړي چي شعر وليكم


يو داسې شعر چي چا تر اوسه هم ليكلى نه وي


او چا لوستلى نه وي


غواړم چي واړه پكې تا و ستايم


له مخامخ المارۍ ښكلى يو كتاب راواخلم


د دې لپاره چي را ټول كړم ترې خواږه لفظونه


زه چي شاعر شم سر تر پايه شاعر


او زړه مي و غواړي چي شعر و ليكم


واړه لفظونه او خيالونه رانه وتښتي تنها پاته شم


بس دغه شعر وليكم


چي شاعري ګرانه ده


دا ستا د شان شاعري.