کور / تازه خبرونه / د طالب قومندان د وژلو ادعا وسوه

د طالب قومندان د وژلو ادعا وسوه

افغان او جرمن ځواکونه وايي په شمالي ولايت کندز کي يې د طالبانو يو ځايي قومندان وژلى دئ.
د کندز د امنيت آمر عبدالرحمن حقتاش وايي ملا احسان الله نن له خپلو ملګرو سره د چاردې په ولسوالي کي د يوې جګړې په ترڅ کي وژل سوئ دئ.
طالبانو لا تر دې دمه د خپل وژل سوي قومندان په اړه څه نه دي ويلي.