دهلمندوال نيوکي او تورونه او د هلمند ولايت مقام سلاکار سپيناوی

د لراوبر اداره | دسمبر 24th, 2009


د لراوبر يادونه :
لراوبر د۲۰۰۹ د ډسمبر پر نولسمه يوه ليکنه خپره کړه چي د هلمند ولايت مقام پر چارواکو نيوکي سوي وې او په يو شمېر چارو کي په فساد تورن سوي وه ، نن دادی د هلمند ولايت مقام لخوا ددې نیوکو او تورونو د سپيناوي يوه مالوماتي ليکنه لراوبر ته رسېدلې چي د لومړۍ ليکني لوستونکو ته به يو شمېر پوښتني جواب کړي.

لراوبر لکه چي تل يې ژمنه کړې د ولس ږغ ته انعکاس ورکوي په ځانګړې توګه په اوسنيو شرايطو کي چي د جګړې لمبې په لره او بره پښتونخوا کي زموږ د قام سوځېدو ته بلي سوي دي .

موږ له هغو چارواکو مننه کوو چي لږ تر لږه ولس ته د خپلو کړو وړو يا نيوکو پر مهال ځواب وايي او مالومات وړاندي کوي ، په پای کي قضاوت هغو لوستونکو ته پرېږدو چي په سيمه کي اوسيږي او ددې ليکنو تر څنګ هلته هر څه په سترګو ويني .


۱۹-۱۲-۲۰۰۹
د ولایت مقام او که د رشوت او خیانت مرکز؟
دهلمندوال ليکنه :
ګرانو هیوادوالو هسی خو د هلمند والی محمد ګلاب منګل په رسنیو کی د یوه کامیابه او په ولس مین والی په نامه را څرګندیژی، هره ورځ منګل صیب یو سړک پرانیستی وی هره ورځ منګل صیب یوی ولسوالي ته سفر کړی وی او د هغی ولسوالی د آزادیدو خبر ورکول کیږی. خو قدرمنو هیوادوالو دا هر څه فقط او فقط درواغ او د رسنیو په مخ کی دی . د رسنیو په مخ کی د یوه کامیابه والی اصلی څیره د هلمند ځوریدلی ولس ته ښه معلومه ده. او غواړمه تر څو ټول هیوادوال په دی خبر کړم چی ښاغلی منګل د هلمند او هلمندوالو سره هغه خیانتونه کړی چی څوک یی تصور هم نشی کولائ .

ښاغلی منګل چی کله د لغمان ولایت څخه په لاریوننو وایستل سو او د هلمند ولایت ته راغی نو نوموړی په خپله لومړی وینا کی ویل چی کله چی زه په لغمان کی والی ووم هلته یوه جوړه بوټ په ۳ افغانی رنګیدل خو په هلمند کی یوه جوړه په ۱۰ افغانی رنګیږی نو ددی څخه معلومیږی چی په هلمند کی ډیری پیسی دی. او همدا خبره وه چی د هلمند ولایت په چور او چپاو یی شروع وکړه او په اول قدم کی یی ټول هغه پخوانی کمونیستان، پاپړ خرڅونکی، ساعت جوړونکی، پنچر لګونکی(ټایر مین)، سلمانان ، د موسیسو څخه د غلا په تور استل سوی کسان په ځان راټول کړل او د والی د سلاکارانو دندی یی وروسپارلی چی ټولیزه شمیره یی ۲۸ سلاکارانو ته رسیږی او د هر یوه سلاکار میاشتنی معاش ۲۵۰۰ امریکایی ډالره دی او په دی سربیره هر سلاکار۵۰۰ ډالره د دسترخوان او ۳۰۰ ډالره د تیلفون د مصرف لپاره تر لاسه کوی. ایا دا ډالرونه د ښاغلی منګل د کورڅخه راځی او که د مظلومو هلمندوالو حق دی؟ او نه یوازی دا بلکه ښاغلی منګل په هر ریاست کی هم یو یو سلاکار کشینولی چی تر ریس ډیر صلاحیت لری. نو په دی توګه صلاحیت د والی صیب د سلاکار او مسولیت د اداری د ریس دی. قدرمنو هیوادوالو اوس نو تاسی قضاوت وکړۍ چی دا په کوم قانون کی راغلی چی یو والی ۲۸ سلاکاران ولری او په هر ریاست کی د والی یو سلاکار ناست وی؟

ګرانو لوستونکو موضوع یوازی په سلاکارانو نه خلاصیږی بلکه داسی نور ډیر خیانتونه دی چی یو یی هم د لښکرګاه څخه د ګرمسیر ولسوالی ته د غځیدلی سړک موضوع ده. په نوموړی سړک تقریباً ۴ میاشتی انجینرانو سروی وکړه بیا د مرکز کابل څخه ورته بودیجه مشخصه سوه چی ۹.۸ ملیونه ډالره وه. خبره تر قرارداده پوری ورسیده او د والی صیب د ملګرو شرکتونو څخه یوه شرکت ته ورکړل سوه او بیا والی صیب په خپل لاس دا پروژه پرانیستله خو د تعجب وړ خبره دا ده چی تر دوو میاشتو کار وروسته پروژه په ټپه ودریده او کله چی د سیمی اوسیدونکو د والی صیب نه پوښتنه وکړه نوموړی په ځواب کی وویل چی دا اصلاًً مرکز اشتباه کړی وه. او ښاغلی منګل یوه بله پروژه چی د ۴ ملیونه ډالرو په ارزښت د نادعلی ولسوالی ته د سړک جوړیدنه ده په دی پروژی پوری وتړله. او ویل یی چی اصلاًً د ګرمسیر د سړک پروژه هیڅ وجود نه درلود بلکه دا د نادعلی د سړک پروژه وه چی موږ اشتباهاًً د ګرمسیر په سړک شروع کړی وه.

درنو لوستنکو ایا دا خبره امکان لری چی ۴ میاشتی انجینرانو سروی وکړه بیا د پروژی منظوری راغله او بیا قرارداد وشو او په دا ټولو مرکز اشتباه شوی وی. نو که رښتیا مرکز اشتباه شوی وی نو دا ۹.۸ میلیونه ډالره څه سوه.
ښاغلی منګل په دغو ملینونو ډالرو موړ نه سو او بیا یی د (فوډ زون) په نامه پروژه پیل کړه چی په دی کی هم نوموړی تر خپل وسه خیانت وکړ. اول خو ښاغلی منګل او دده یوه سلاکار په عامه مجلسونو کی ویل چی دا پروژه د والی صیب ده او دا پیسی خپله د برتانیی ملکی ښاغلی منګل ته ورکړی او هم یی ټول صلاحیت د منګل صیب او دده د سلاکارانو وه چی پکی بی کیفیته غنم د بازار څخه من په ۶۵ افغانی رانیول کیده او بیا پلی کوونکی موسسی ته په ۱۲۵ افغانی یو من غنم ورکول کیدل چی په من کی ۶۰ افغانی د والی صیب او سلاکار جیب ته ولیدی او په مجموعی ډول ۴۰زره(څلویښت زره) مټرک ټنه غنم د بازار څڅه رانیول شول .

استازو د غنمو د ټیټ کیفیت په هکله خپلی اندیښنی څرکندی او والی UNFAO که څه هم د کرهڼی د ریاست او
صیب یی په دی موضوع خبر کړ خو والی صیب په ځواب کی ددی پر ځای چی د غنمو کیفیت ښه کړی او یا هم مسول کسان مجازات کړی وویل چی دا پروژه زما ده او زه غواړم چی دا پروژه پلی شی او هر څوک چی پکی هر نوع خنډونه رامنځ ته کوی زه به هغه ګوانټنامو ته ولیږم. او پدی توګه د هغه ۱۲ ملیونه ډالره چی د غنمو د رانیولو لپاره مختص شوی وه ۶ ملیونه یی د والی صیب جیب ته ولاړی او خلګو ته بی کیفیته غنم ورسیدل چی هغه یی هم په دوا لړلی تر څو نه د خوراک شی او د کرلو خو د اوله سره نه وه. یوازی دا پیسی یی بس نه شوی نو یی د کیمیاوی سرو د بوجیو نه چی ۵۰ کیلو ګرامه وزن لری د هری یوی بوجی نه ۱۰ کیلوګرامه سره کمه کړه. د امراضو ضد دوا کی یی هم په لکاو ډالره جیب ته کړی. خو متعصفانه د والی صیب زړه لا هم نه شو یخ او بیا یی د ذکر شوو موادو په انتقال کی په لسګونه زره ډالره جیب ته کړل.

اوس نو چی اولس ناری او سوری پورته کړی نو والی صیب یو څو بیګناه دولتی مامورین په زندان کی اچولی او هیڅوک نشته چی د هغو د برخلیک په هکله پوښتنه وکړی او والی صیب تر ګریوانه ونیسی چی ددغو بیګناه مامورینو جرم څه دی؟ او ولی په زندان کی دی؟

د ښاغلی منګل د ناروا اعمالو یوه بله بیلګه دا ده چی نومړی اوس په هلمند کی نوی قانون رایستلی دی هغه دا چی د غیر حاضری په صورت کی دولتی مامورین بندیان کیږی حال دا چی د افغانستان اساسی قانون ۲۴ ماده د انسان د آزادی څخه په دفاع کی کاږی چی هیڅوک نشی کولای د یوه انسان آزادی صلب کړی او دولت مکلف دی چی د افغانستان د وګړو ازادی خوندی وساتی. خو د منګل صیب دا نوی قانون تر اساسی قانون هم با ارزښته او معتبر دی.
دا پیسی خو د ښاغلی منګل هیڅ نه بسیږی نو یی د ښاروال صاحب د بریښنا د ریس او د ترانسپورت د ریس سره هم ونډه شریکه کړه او دا دری واړه نور ازاد دی چی هر څه کوی ودی کړی خو والی صیب ته دی پیسی را ټولوی.
اوس نو که مخکی ښاروال صیب د مستریانو په دوکانو کی ۱۰ دوکانونه ځان ته غوښتل اوس نو ۳۰ غواړی ځکه د والی صیب او د معاون صیب ونډه هم باید ورکړل سی. مخکی که د ترانسپورت ریس د موټرانو څخه ۳۰ افغانی د یوه موټر پر سر اخیستی او ۵ یی دولت ته تحویلوی اوس به یوازی ۱ افغانی دولت ته تحولیږی او د موټر څخه به ۵۰ افغانی اخیستل کیږی. مخکی که د بریښنا ریس یوه کلی ته د بریښنا د غځولو لپاره ۲۵ لکه کلداری غوښتلی او نو تر ۵۰ لکه ښکته خبره هم نه کوی.

قدرمنو هیوادوالو ددی لپاره چی د ګلاب منګل ټول خیانتونه ذکر شی ښایی یو مکمل کتاب ورځنی جوړ شی.
اوس نو تاسی خپله قضاوت وکړۍ چی ګلاب منګل څومره کامیابه رشوت خور دی او آن اوس خو ځان د فساد پر ضد د مبارزی غړې هم ګنی.

د هلمند ټول ولس د ښاغلی کرزی صاحب او د هغه د نوی کابینی څخه په ټینګه دا هیله لری تر څو هلمندوال دداسی یوه ظالم او خاین والی څخه خلاص او نوموړی هرو مرو محاکمه کړي .


د هلمندولايت مقام د سلاکار او وياند ښاغلي داود احمدي لخوا رالېږل سوې ځوابي او مالوماتي ليکنه :

۲۴-۱۲-۲۰۰۹
كه په هلمندكي ئې په فسادكي ښكېل ئې اوكه په بهركي يې له هرڅه نه بې خبره يې:

دلراوبرسايټ دمطالبودرنولوستونكوسلامونه اونيكي هيلي!

دهلمندوال په نامه چي چاليكنه كړې ښه يي كړي ځكه چي موږيي تمه درلوده،علت يي همدادى په هلمندكي چي دفساد،مخدره موادو،تروريزم،ځمكودغصب اوپروژودغلادمافياپرضدمبارزه روانه ده اوپكې هلمندوال غوندي اشخاصوخپلي ګټي دلاسه وركړي.
هلمندوال صاحب اودده دوستانوته چي بې خبره اوبې بنسټه ليكني كوي وړانديزكوم په راتلونكوكي چي كومي ليكني كوي اتهامات اوتورونه ونه لګوي،لومړۍ اړينه ده چي خپل ټول معلومات كره اوبيايي خپاره كړي،نوزه لومړۍ ښاغلي هلمندوال اودده دوستانوليكل شويولكۍ اوښكرلرونكودرواغوته اشاره كوم،
اوورته به دراتلونكي لپاره معلومات وركړم.
• دوى ليكلي چي ښاغلۍ ګلاب منګل دلغمان دى زه به يي ورته معرفي كړم ښاغلۍ منګل دپكتياولايت دلجي ولسوالۍ اوسېدونكۍ اودنوموړي ولايت ديوې لويي پېژندل سوي كورنۍ څخه دى،په لغمان كي يي يوازي دولايت دنده سرته رسولې،اوپه كومه په ورځ يي چي دلغمان له خلكوسره مخه ښه كوله په هغه غونډه كي دى دلغمان درنوخلكودده څخه دښوخاطرولرلوله امله په اوښكوبدرګه كړاوبدې دلغمان درانه خلك ښه پوهيږي.
اوهمدرانګه ده دخپل زوى واده په آرياناكابل هوټل كي چي په ميرويس ميدان كي موقعيت لري اواكثره پښتانه پدې هوټل كي دخپلوودونومراسم سرته رسوي كړئ دى.
• هلمندوال صاحب دښاغلي ګلاب منګل دمشاورينوپه اړه ښۀ رښتني معلومات وړاندي كړي لومړۍ خوداچي دمشاورينوشميرده اته ويشت تنه ښودلې پروانلري دوه چنده درواغ ويل كومه ګناه نده اوهم ددوى دمعاشاتودسترخوان اوكريډټ كارتونوپه هكله چي څه ليكلي هغه يي دمشاورينوسره لويه مرسته كړې ده.
ځكه چي تراوسه هغوى په دومره لوړمعاش دسترخوان اوركريډيټ ندي خبر اخيستل خويي لاڅه كوې.
دهلمندولايت مشاورين دمحلي ارګانونولخواپه دنده ګمارل سوي اومعاشونه يي دايشيافونډيشن موسسي لخوااجرا كيږي اوهريودخپل معاش داخيستلوپه بدل كي تسليمي وركوي،داداسي كومه خبره نده چي دغلااوپټي وي،اونه څوك چاته هوايي پيسي وركوي اوبل داچي مشاورين ټول دلوړوزده كړوخاوندان اودپوره تجربولرونكي دي اوهريوه په خپله برخه كي دهلمنددآبآدى لپاره نه هيريدونكي كارونه كړي،پدې دهلمندولس ښه پوهيږي خوهلمندوال صاحب يي نه ويني.
درنولوستونكو! زه غواړم هلمندوال صاحب كه په هلمندكي دى دېته متوجه كړم ترڅوخپل وجدان قاضي كړي اوكه په بهركي دى ورته معلومات وركړم.
• دګرمسيرسړك جوړول نه دولايت طرح وه اونه يي په قراردادخبروو،ددې سړك هرڅه په مركزكي ترسره شوي وو،ددې سړك قرارداد دپروژې تطبيقوونكي قراردادي په دوهم يادريم لاس په مركزكي رانيولۍ وو،هغه چاچي پروژه ترلاسه كړې وه هغه نه وو اوكوم چاچي پروژه تطبيقوله هغې ته دپروژې دتطبيق ځاى نه معلوميده،خوپه هرصورت ده دسړك دجوړولوكاردناوې له لوري پيل كړ،خوكوم وخت چي د(يو،اس،آى،آى،ډي) هئيت دكنترول لپاره راغئ هغوى وويل چي اصلي پروژره بايددنادعلي له دوراهي څخه پيل دمرجې څخه تيره اوګرمسيرته ورسيږي خوپدې وخت كي قراردادي دناوې په لورڅلوركيلومتره سړك جوړكړئ وو،هلمندوالي ښاغلي ګلاب منګل ددې ستونزي په رامنتځته كيدوسره دامريكادمتحده ايالاتودسفارت او(يو،اس،آي،ائ،ډي)څخه وغوښتل چي دواړه سړكونه جوړكړي چي له نيكه مرغه دغه غوښتنه ومنل سوه دسړك كارپيل سو،خودوطن دپرمختګ اودسولي دښمنانودسړك دوولس تنه كاركوونكي په ډيره بې رحمۍ ووژل چي پدې سره دسړك كارودريد،خواوس ددغه سړك دګرمسيرلخواپيل سوۍ دى.
• دهلمندحاصلخيزه سيمي يافوډ زون:
ګرانه هلمندواله! ته نه يې خبرزه به دي خبركړم،دفوډزون طرحه بيله شكه چي دښاغلي ګلاب منګل ده اودده وړتياوه چي مرستندويه هيوادونووسره ومنله اودده دغه پروژې ته پيسې وركړي خوداپيسې ګرانه څنګه مصرف سوې تيركال دتخمونورانيول اوتوزيع دموسساتولخواوشوه،ولايت يي يوازي څارنه وكړه چي په دقيقه توګه دكرل شويوكوكناروله منځه وړل دبډواورشوتونوداخيستلوپه وړاندي دښاغلي منګل دقيقه رهبري اوجدي اقدامات وه چي دهلمندڅخه بدنوم اوپيغورليري اودكوكناروپه كښت كي ۳۳ سلنه كموالۍ راغئ.
وروسته له ډيروكلونوهلمنديوځل بياخپله غله ياغنم پيداكړل،حال داچي دوه كاله مخكي هلمندچي دغلې ګدام بلل كيدى غله دنوروولاياتوڅخه رانيوله،خوسږكال دكرني وزارت دهلمندله كروندګروڅخه دخپلوزيرمولپاره غنم رانيول.
ګرانه هلمندواله! همدادګلاب منګل دشپي اوورځي دكار،صداقت لوړاوپاك شخصيت نتيجه ده چي هلمندته دښه ابتكارله امله لس ميلونه ډالره جايزه وركول كيږي،دافغانستان پارلمان ښاغلي منګل دهغه دښوكړنوله امله ستاينليك وركوي،زه پوهيږم چي ته حقايق نسي زغملاى،سږكال دفوډزون دتيركال تجاربوڅخه په ګټه اخيستلوكروندګرواوځمكه والوته دغنموتخمونه،كيمياوي سري اودزراعتي آفاتودرمل داسي وويشل شول چي پخواني معمول دودته دپاى ټكۍ كيښول شو،هغه داچي مخكي به پنځولسوتنودټولي ولسوالۍ استحقاق واخيست خوچاته بۀ ونه رسيد،سږكال دټولوادارورئيسان دمختلط هيئت په ملګرتوب ولسواليوته ولاړل اوهركروندګراوځمكه وال ته يي دهغه دتذكرې ځمكي داسنادوپه كتلوتخمونه اوكيمياوي سري وويشل،كيداى شي هلمندوال صاحب تادلته خپل امتيازله لاسه وركړئ وي دپخواپه شان سلګونه ګونۍ نه وي دررسېدلي،خودهلمندځورېدلۍ ولس دګلاب منګل په نوښتونواوخدمتونوښه پوهيږي اوورباندي ايمان لري،
نه دمخدره موادوكاروباريان دځمكوغاصبين،دپروژوغله،تروريستان،اوپه اداري فسادكښې ښكېل كسان.
ښاغلي ګلاب منګل هلمنددپيغوراوبدبختيوڅخه خلاصوي اوورته پرمختګ راولي،څه كم دوه كاله مخكي چي دى هلمندته دخپل ټيم سره راغئ،دكاردفترنه وو،سړكونه ،برېښنانه وو،ولسوالۍ خوپرېږده لښكرګاه دناامنيوځاله وه،دصافيانوپه سيمه كي دهيرويئنوفابريكي وې،خلكوورته توربوړه ويله،وحشت حاكم وو،شخصي زندانونه،اختطافونه اولوټمارعام وو، دهيواداونړۍ په هرګوټ كي به چي بدي دهلمندنوم واخيست داورېدونكي وېښتان به له وحشته جګ ودرېدل،دعصري وسايلواثارنه وو،لادوه كاله ندي پوره سوي دلويوترسره سووكارونولنډه يادونه كوم:

دښاغلي ګلاب منګل دهڅوپه نتيجه كي:

• نن هلمنددهوايي ډګرخاونددى،اوملكي الوتكي ورنه الوتني ترسره كوي.
• دهلمنددزراعتي توليداتودپروسس لپاره دڅلورديرش فابريكوپه لرلودزراعتي صنعتي پارك دجوړولوكارروان دى.
• دلښكرګاه په تاريخ كي سارۍ نلرۍ دڅلويښتوكيلومتروپه اوږودوالي دلښكرګاه دښارسړكونه يوقيرسوي اويادقيركيدوپه حال كي دي.
• دنادعلي-لښكرګاه سړك دقيركولوكارمخ په پاى ته رسيدودى.
• دلښكرګاه-ګرشك اوګرشك-سنګين دسړكونودقيركولولپاره بودجه پيداسوې چي كارونه به يي ډيرژرپيل سي.
• دلښكرګاه ښاراكثريت فرعي سړكونه،دسړك ددواړوغاړوچرۍ،دښاروالۍ لخواپه پاخه اواساسي ډول جوړسوي اويادجوړېدوپه حال كي دي.
• دمعارف اوروغتياپه برخوكي دهلمندهراوسېدونكۍ بېساري پرمختګونه ويني خوته يي نشې ليداى.
• دلښكرګاه هراوسېدونكۍ چي دوه كاله وړاندي په كوركي دبرېښنامزي درلودل خوبرېښنايي نه لرله،اوس حداقل په څلرويشت ساعتونوكي دوولس ساعته برېښنالري.
• اوس دهلمندخلك دقاچاقبرپه نوم شرميږي حال داچي دوه كاله مخكي دقاچاقبرپه نامه اودوستۍ فخركيده،اوعلت يي دادى چي عام خلك دقاچاقبروله منګلوڅخه خلاص سوي دي.
• دګرمسيرپه ولسوالۍ كي په پنځه سوه افغانۍ روزمزدنه پيداكيږي،په خانشين،ناوه اونوزاد ولسواليوكي چي نوي دطالبانوله واكمنۍ څخه خلاصي سوي دي په زرګونه خلك په كاربوخت شوي دي،ته يې لاپرمختګ نه بولې.
• دهلمندولايت اوس ښه مجهزدفترونه لري چي هربااحساسه
هلمندۍ ورباندي وياړي،اوسلګونه نوري لاسته راوړني شته چي يادونه به يي داليكنه ډيره اوږده كړي.

هلمندوال صاحب! ګلاب منګل پيسې كورته ندي وړي هغه يي دهلمندپه راډيوتلويزيون ولګولې اولګوي يي،نن هلمندبهترين راډيوتلويزيون لري،اوخپلوخلكوته ښې خپروني وړاندي كوي،ښه مسلكي خلك پكښې كار كوي ته خويي نسي زغملاى،ځكه چي ته دپرمختګ دښمن يې! بېځايه دي په ځان دهلمندوال نوم ايښئ دى،حال داچي دګلاب منګل دراتګ سره سم داهيڅ نه وو.
اوس راځم ستاځينونورو (اوتو،بوتو)ته ځواب وايم:

دمامورينوبندي كول:
هلمندوالي ښاغلي ګلاب منګل داداري فسادپه وړاندي مبارزي،دقانون تطبيق په برخه كي دخپل ټول ماموريت په بهير جدي وو اودى،ده حتي خپل دټيم ډيرنژدې كسان يعني خپل مشاورين چي په فسادكښې ښكېل وودځواب ويلولپاره قانون ته وسپارل.
خلك ددولت څخه اجراآت غواړي والي مكلف دى چي دخلكوستونزي حل كړي،ددولت كوم مامورچي معاش اونوركوم امتيازات اخلي بايددنده ترسره كړي كه يي نشي كولاى يابايددنده پرېږدي اوياهم بايددقانوني چلندسره مخ شي،ځكه چي دولت هيڅ وخت بې كفايته مامورين نشي زغملاى.
تاسومهرباني كړې وه چي خبريالانوته نمرې وركړل شوي دي آيادابدكاردى؟ ټولوته معلومه ده چي ښاغلۍ ګلاب منګل تل يوفرهنګپاله پاته شوى دي،ده چي په لښكرګاه كي كومي نمرې توزيع كړې هغه ټولي دشهيدانوكورنيو،ددولت مامورينو،خبريالانو،فرهنګيانواواړوكسانوته وركړل شوې،نه زورواكانو،دځمكوغاصبينواونامستحقوكسانوته.
• تاليكلي چي دراډيوتلويزيون رئيس ښاغلۍ نويدنظري ددوولسم سندنلري اوبېسواده دى خودلته هم ته تيروتلۍ يې،ښاغلۍ نظري درسنيودډګرپوره مسلكي سړى دى.
خوته چي ځان جامع الا كمالات بولي متاسفانه په ((متعصانه)) ليكې.
درنولوستونكونورموسرنه خوږوم خويوازي دهلمندوال صاحب لپاره ليكم چي دولايت مقام دكار،صداقت،اودهلمندخلكوته دخدمت كولوځاى دى.
اوهلمندوالي ښاغلۍ ګلاب منګل په وطن اوخلكومين سړى دى،ددولتي اوشخصي ځمكوغاصب،دمخدره موادوكاروباري،دوطن دعامه اوشخصي شتمنيولوټوونكۍ،په اداري فسادكي ښكېل،دبشردحقوقوڅخه سرغړوونكۍ ندى،بلكي يودروندپښتون اودلوړشخصيت لرونكۍ سړى دى،اوته چي ځان هلمندوال معرفي كوي اصلادهلمندپرمختګ دخپلوشخصي ګټوپه وړاندي نسې زغملاى.
ګلاب منګل څه افتخارات راوړي هغه يې هلمنداودهلمندځورېدلي ولس ته راوړي،خپل كورته يي ندي وړي اوهرڅه په هلمندكي دي.
اوپه همدې وسيله دلراوبرسايټ ددرنوچلوونكوڅخه هيله كوم چي خپل پياوړۍ سايټ داشخاصواوافرادوپه وړاندي دبې اساسه اودرواغجنوليكنوپه خپرولوبدنام نكړي اونه هم خپلوشخصيتونوته ددارازبې بنياده اوبې اساسه ليكنوپه وسيله اهانت وكړي.
نوردخپل هيڅ څخه هرڅه جوړوي خوموږپښتانه بياپه لوى لاس خپل هرڅه په هيڅ دلاسه وركړو ،دهلمندولايت مقام اداره په هروخت كي دافغانستان دنافذه قوانينوپربنسټ هرچاته په هرځاى كي وضاعت وركولواوسپيناوي ته تياره ده چاته سپكاوى نه كووخوسپكاوى هم نه زغمو،ځكه چي پاك يو.

په درنښت
دهلمنددوالي مطبوعاتي سلاكار اووياند
محمدداؤداحمدي

Copyright Larawbar 2007-2024