د افغانستان دملکي خدمتونو انستیوت او فاشیستي جنګسالاران

د لراوبر اداره | دسمبر 24th, 2009


پښتو ژبې له یوه سره دافغانستان په ټولو ادارو کې خپل هر ډول حق له لاسه ورکړی ،هیڅوک نه شي کولای ددغې ژبې دویلو،لیکلواولوستلو غوښتنه وکړي ځکه که څوک داکارکوي نو سخت متعصب ګڼل کیږي ، دهیواد ملي یووالي ته زیان ګڼل کیږي مګر ترڅو،کله کله خوداخبره تر دې بریده راورسیږي چې تکړه اوفرهنګپاله پښتانه هم داجرات له لاسه ورکړي .

دسترګوداسې یولیدلی حال چې په ډیروبې شرمانه الفاظو (زه خوبه یې خپل دښمن ته هم ونه کاروم )موږ دخپلې ژبې دغوښتنې لپاره ځواب کړل شو. دهیواد یو ډیر ارزښتناک ارګان چې دکابل ښار دافشارو په سړک دافغانستان دسرې میاشتې نه لږ وړاندې دقمبر دڅلور لارې په سړک (چیرته چې هلمندي کډوال دیره دي ) موقیعت لري دافغانستان دملکي خدمتونو انستیوت (ACSI) نومیږي .دغه انسټیوټ دملکي خدمتونو دکارکوونکو لپاره یواځینی دزده کړو ترټولو لوړ ارګان ګڼلی شي چې په خوراښو اومعیار ي توکیو سنبال دی ددغه انسټیوټ موخه داده چې دهیواد په کچه یوې نوي ،پوه ولسې اوملکي ادارې ته کارکوونکي وروزي .

دغه انسټیوټ ددوست هیواد جنوبي کوریا په مټ جوړ اود۲۰۰۷ زیږدیز کال دجنوری په میاشت کې یې په کار پيل وکړ . دغه انسټیوټ په بیلابیلوبرخوکې لکه : رهبري ،مدیریت،معلوماتي اواړیکتیايي ټکنالوژي ،نړیوالې ژبې اونور ډیروبرخوکې دافغانستان دملکي خدمتونو مامورینو اوکارکونکو ته زده کړې ورکوي چې تردمګړۍ یې ۱۹۲۵ دملکي خدمتونو کارکوونکو اومامورینو ته زده کړې ورکړي دي .

ددغه انسټیوټ موخې :

دهیواد دولسې ادارې اواوولسې ارګانونو دظرفیت لوړتیا

دورځني اغیزمن مدیریت عملي کول په ولسې ادارو کې

دولسي خدمتونو دکیفیت دکچې لوړوالی

په ولسې ادارو کې ګمارنه دسیالیو په مټ

اوداسې نور .

دغه انسټیوټ د دملګروملتونو دپرمختیايي ادارې (UNDP)، USAID، نړیوال بانک اوداسې نورو مرستندویانو په مټ خورا ډیر کتابونه چاپ کړي

رابه شو دې ته چې دغه ارګان دداسې موخو په درلودلو سره څومره په رښتیا ملي اوولسي دی .

دغه انسټیوټ دافغانستا ن له پلازمینې کابل اودهیواد له ګوټ ،ګوټ څخه ملکي خدمتونو مامورین دزده کړو لپاره راغوښتل کیږي .دملکي خدمتونوټول هغه مامورین چې نوي دولت ته شاملیږي او یا دملکي خدمتونوپخواني مامورین چې دغه زده کړې یې نه وي کړي دغه انسټیوټ ته ورپيژندل کیږي په دغه لړۍ کې مونږ هم ۲۰ تنه له هرات څخه دغه انسټیوټ ته ورپيژندل شوي وو دهیوادله نورو ولایتونو څخه هم ګڼ شمیر خلک لیدل کیدل دکندهار،ننګرها ر له مامورینوسره مخ شو په ټولګیو کې مو ډیر ځله ښوونکیوته وویل چې مونږ غواړو په پښتو ښوونه راته وشي . مګر دوی زمونږ په خبروهیڅ باک رانه وړلو په پښتو ژبه دزده کړې دموادواوکتابونو غوښتنه مووکړه مګر هیچامو په خبره سرونه ګرولو . دیادوشویو مرستندویانو لخوا په ملیونو نو ډالر لګول شوي مګر ټول پرې له ایرانه اخستل شوي کتابونه راوړل شوي ددغه انسټیوټ په کتابتو ن کې چې خورا ښه کتابتون دی یوپښتوکتاب هم نه لیدل کیږي .پښتو ژباړونکي ،ښوونکي ان تردې چې پښتانه مامورین په دغه انسټیوټ کې ډیر کم ښکاریدل . داځکه چې دغه انسټیوټ دفاشستي جنګسالارانو لاس ته لویدلی ، ډاکټر مشاهد داداري اصلاحاتو دکمیسیون رییس خپل ټول لوستي اونالوستي جنګسالاران اوټوپکیان دلته ځای پر ځای کړي دي . موږ دکندهار،هلمند،هرات،ننګرهار ټول دملکي خدمتونو ټول تللي مامورین ددغه انسټیوټ رییس ته ورغلو اوخپله دغه غوښتنه موترې وکړه په ډیره بې باکه انداز یې ټولو ته وویل :” به انګلیسی است بخوانید ” اوبیا پرې مسک شو .

مونږ ټولو ځان ډیر بي وسه احساس کړو یوبل ته مو په دې بهانه ډاډ ورکړ ومو ویل چې ولاړونو هرسړی به خپل دولسې جرګې وکیلانو ته په دې هکله خبرورکوو اوورته وایو به چې ددغه انسټیوټ رییس اوداداري اصلاحاتو دکمیسون رییس ولسې جرګې ته راوغواړي اودپښتو ژبې سره ددغه ناوړه اوغیرانساني چلند پوښتنه ځینې وکړي .

په سپیڅلې کلیواله مینه

Copyright Larawbar 2007-2024