دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې اعلاميه!

د لراوبر اداره | دسمبر 21st, 2009


جلال اباد دوشنبه دليندۍ ٣٠مه ١٣٨٨

خواشيني يو چې يو ځل بيا دهيواد په بل ګوټ کې دبيا پرازادۍ دبې رحمانه ګوزار خبر تر لاسه کوو ددوشنبې په ورځ چې دپکتيا په مرکز ګرديز کې دافغان دولت امنيتي ځواکونه له خپلو مخالفينو سره په جګړه بوخت و يو شمير خبريالان ددې جګړې دپوښښ لپاره سيمې ته ورغلي و چې دپوليسو له لورې ورسره دخبريالانو دهر ډول قانوني خوندي توب پرخلاف ناوړه چلند وشوچې ددغه چلند په پايله کې ان دبي،بي،سي راډيو سيمه ييز خبريال احسان الله مهجور دپوليسو له لورې وډبول شو او تخنيکي وسايل يې هم يا ورځنې واخيستل او يا يې ورمات کړل.دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکه ټولنه په داسې حال کې چې دبيان ازادۍ او انساني کرامت ته دافغان دولت دژمنتيا په پام کې نيولو سره په پکتيا کې له ژورناليستانو سره تر سره شوى عمل په کلکه غندي لاندې ټکي اعلاموي،

١- له ژورناليستانو سره زور زياتى او يا دهغوې وهل ټکول او پر هغوې دکاري ساحې تنګول که دهر چا له لورې وي په کلکه غندو او دهغې دمخنيوي غوښتنه کوو،

٢- له ولسي جرګې نه په کلکه غواړو چې دحکومت له لورې ورپيژندل شويو وزيران(دامنيتي چارو وزيرانو) ته دباوررايې له ورکولو دمخه هغوې په ټينګه دبيان ازادۍ ته ژمن کړي او دخبريالانو دخوندي توب ډاډ ترې تر لاسه کړي او دغه راز دې دهر خبريال دوهلو او ډبولو مسله مخامخ دولسي جرګې په غونډه کې مطرح او له اړوندو چارواکو دې پوښتنې ګرويګنې وکړي،

٣- له ټولو خبريالانو هم غواړو چې له پيښو سره په مسلکي بڼه چلند وکړي تر څو دامنيتي ادارو دکارکوونکو لاسونه ددوې له ګريوانه لنډ وي.

دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه

د لوستونکو نظرونه دلته کتلائ شئ :

http://larawbar.com/detail.php?id=14925&date=2009-12-21

Copyright Larawbar 2007-2024