کور / کیسه / تر ټولو ناوړه جرم

تر ټولو ناوړه جرم

په خپلو لورګانو د جنسي تيري له كبله, او د انترنت له لاري يى د جنسي معاملى لپاره نورو ته د پلورلو له امله يو فرانسوي وګړى په شل كاله بند محكوم شو , د رين په ښارګوټي كى وروسته لدي چى په خپلو لورګانو يى جنسي تيري او نورو ته هغوي د انترنت له لاري د جنسي ګټى لپاره پلورلي وي په شل كاله بند محكوم شو.

وروسته له دوو اونيو محاكمى څخه 58 كلن سړي چى د خپلو لورګانو سره يى په كال 2004- 2005 م كى جنسي تيري تر سره كړي او خپله يوه لور يى چى څلور كاله عمر يى درلود د انترنت له لاري نورو ته د مال په بدل كى د جنسي ګټى لپاره پلورلي وه دمحكمى حكم صادر شو, خو دير د پام وړ ټكى دا دي چى د محاكمى په ترڅ كى مجرم وويل چى ده به د خپلو لورګانو د عصبانيت اوژړا د مخنيوي لپاره دا كرغيړن كار تر سره كاوه , او ده دمال په بدل كى خپلي لورګاني د جنسي معاملى لپاره ندي پلورلي , همدا راز يى په خپلى هغى لور چى څلور كلنه ده جنسي تيرى ندي كړي , خو په اميلونو كى يى داسي اميلونه تر لاسه شوي چى د تعذيب د كوټي يادونه پكښي شوي ده , او د يو طفل د اختطاف اړوند مالومات پكښي شتون لري , د قضيى څيړونكو ياده شوي كوټه پيدا كړي ده , چى د تعذيب اړوند مختلف سامانونه پكښي شته دي , لكه د انسان د تړلو سامان او د غاښونو د ژورولو او سوري كولو سامان او دا راز نور………. .

د تيري جمعي په ورځ يى د محكمى په مهال وويل چى دى دير پښيمانه دى او شپه او ورځ ژاړي . له مجرم سره يو ځاي څلور نور هغه كسان محاكمه شول چى د انترنت له لاري يى له ده سره اړيكى ټينګي كړي وي , اوده ته يى د ده له لور نه د جنسي ګټه پورته كولو په بدل كى د 500 نه تر 1000( يورو) پيسي ور كړي وي , چى يو يى 27 كلن او بل يى 31 كلن دي لومړني يى په پينځه كاله بند او بل يى په 7 كاله بند محكوم شول , او دوه نور كسان يى چى له شپيتو كالونو څخه يى عمر اوښتي وه په 15 كاله بند محكوم شول , يوه يى چى 65 كاله عمر لري د محكمى په ترڅ كى وويل چى دى دا نشي زغملي چى په لمسۍ باندي يى څوك دا راز تيري وكړي , او دويم يى وويل چى دا كار بايد د مال په بدل كى شوني نوي , او غوښتنه يى وكړه چى اطفالو ته داسي روزنځايونه جوړ شي چى دى دا راز تيريو مخنيوى پكښي وشي .

دا ده د لوديځ د تمدن او تهذيب پايله !

( انا لله وانا اليه راجعون )