کور / شعر / کاشکی په لغمان کی وای

کاشکی په لغمان کی وای

ما پکښی خاپوړی کړی زه می خپل بوستان کی وای
کاشکی په لغمان کی کوای

ګلان وای د نارنجو دا د عطرو په باران کی وای
کاشکی په لغمان کی وای

ژوند وای د دوستانو سره ورانو کنډوالو کی خپل
سکړک زما خوراک و ا ی او خامتا کالی می ځان کی وای

ناست وای کليوالو سره هلته سيند په غاړه کی
المر په الويدو وای سور شفق پاس په اسمان کی و ای

د صبر بيړی ډوبه شوه د اوښکو په باران کی نور
ای دهجران ظلمه ز ما لاس ستا په ګريوان کی وای

ګوری ای يارانو زما مړی راته پری نږدی
قبر زما هلته په يو کنج افغانستان کی وای

واوری د حفيظ مليار د زړه ورقعی څه وايي
کله کابل جان او کله کله په پغمان کی وای
کاشکی په لغمان کی وای او کاشکی په لغمان کی وای