کور / شعر / لټوم!

لټوم!

په دې ظلمت کــــــــې روڼ سهارلټوم
خزان پرځاى ښکلــــــــــــى بهار لټوم

چـې مـې مطلوب وولـــه پخواراهيسې
هغه جذبه ،هغه ايثــــــــــــــــــــارلټوم

مينه، ورورى،دعدل ژوندغـــــــواړمه
دصداقـــــــــــــــت هغه شعـــــــارلټوم

افغا نستان دې دوياړونوخـــــــــــــاوره
له وياړه ډک،شمله،دستـــــــــــــارلټوم

هريوبچې يې په وطــــــــــــن مئين دې
ددې باتوردزړه افــــــــــــــــــکارلټوم

دسولـــــــــــــــــــې لاره،بهترينه لاره!
ددې عنوان همـــــــــــــــــــــه آثارلټوم

وطن مې ځان ،اوترهرڅه نه ګران دې
(امان) دامينه په اشـــــــــــــــــعارلټوم

٥ ١٠ ١٣٨٨