کور / طنز / دحمزه شینواري په شعرونو کې طنزی توکي

دحمزه شینواري په شعرونو کې طنزی توکي

امير حمزه خان شينواري (زېږېدنه: ١٩٠٧، مړينه: فبروري ١٩٩٤) يونامتو شاعر، اديب، او ليکوال ؤ. په شعر او ادب کې د ځانګړي سبک له کبله د پښتو د غزل پلار ګڼل کېږي
حمزه بابا په دواړو نظم اونثر دوه ويشت کتابونه ليکلي دی
د هغه اثرونه دا دی:
د کابل سفرنامه، د حجاز په لور ، د حمزه ژوندليک، تجليات، تذکرة الستارية، انساني رڼا او پوهه، د حمزه ليکونه، غزليات (اردو)، انسان او زنده ګي ، پټهان اور توهمات، په قبايل کې رسم او رواج، ژور فکرونه، ژباړې لکه ( د رحمان بابا دیوان په اردو نظم د علامه اقبال د جاوید نامی د منظومی، ارمغان حجاز منظومه) او د حمزه کليات (پينځه ټوکه) همداسې د کیسو کتابونه او نور

حمزه بابا د پير روښان د ادبي _عرفاني (رنسانس)او د خوشالخان خټک د مبارزو د حماسي غورځنگ پېر تازه او ځلاندکړی؛نو ځکه د ادب دمشعل ، دتصوف د لار ښود او د غزل د بابا پر صفاتو ستايل شوی دی.
ارواښاد حمزه بابا د فطري ذکا ، ذوق او نبوغ د لرلو له لامله پر خپلې مورنۍ ژبه پښتوپرته په اردو ، انگريزۍ ، دري ، او عربي ژبو هم پوره پوهيده
دحمزه بابا په شاعرۍ کې د ولس وېښتیا ، دوطن مينه ،
دکام وده اوسوکالۍ ،د ټولنې د سمون احساس له ورایه لکه ځلانده ستوری ښکاري هغه د خپل شعرونو د لا ښکلا اوپر زړه کښینستلو لپاره په ډیر مهارت له ادبی فنونو څخه کار اخیستی دی
هغه دپښتوژبې د ودې او پرمختګ سره ډیره مینه لرله او وايي
پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا

هغه د ټولنې د سمون لپاره ډیر طنزی شعرونه هم ویلي اود ټولنې نادودو پېښو ته یې ګوته نیولی هغه يې رسوا کړی او غندلي دي د بېلګې په ټوګه هغه د پښتون کام اغفال ته ګوته نیسي په ځانګړی ډول د بلاهت اغفال ته چې د ساده خلکو غفلت دی. او په طنز د هغو له خولې وايي
لائې دسپين مخ خالونه شمارم اوزګار نۀ يمه
پريږده الواتۀ به دسپوږمۍ په لورى بياکړم
هغه په خپلو شعرونو کې د طنز له یو بل اوزار څخه چې نقیضه یاني دغټ شي وړوکی ښوول دی کار اخلي او ځان د تصوف په لاره تر سپي تر پوړه کوشنی کوی او وایي
خدايگو تر هغې به سړى نۀ شم
تر څو چې ستا د کوڅې سپى نۀ شم
هغه په څه ښه عنوان «ځئ چـــې ځــو» چی د خوابدتیا مانا لري د وخت په محتسبانو باندې کلکه طنزی نیوکه کوی ورته وايي دا ښار يې نور ستا موږ ولاړواو په طنزی ادا وايي ځئ چـــې ځــو
په زور دمحتسب خو ټول دیو مخې شیخان شول
بې شماره بې ایمانه یې سجدې شو ځئ چـــې ځــو
تندی د ساقی تریو تشی کاسی شوی ځئ چې ځو
نا سویو پتنګانو ډيوی مړی سوی ځئ چی ځو
په دې ټولنه کې یوازی یو ربړ نشته د ربړو دیران دی هغه بیا یو بل ربړ راسپړی چې اغیار وايي پښتو ژبه چندان ژبه نه ده دا پریږدی اردو ښه ژبه ده دا ژبه د دوزخیانو ژبه ده دی دا ادعا په ډیر طنزی ادا داسی ځواب وی
وايي اغـــــــــيار چــــــــــــې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښــــــــــــــــــــــتو سره ځم
نوربیا