کور / نثر / په قتل پښېمانه يم

په قتل پښېمانه يم

د مرغومي ٣مه ١٣٨٨ کابل

په هغه ورځ مې د ډېرو ښکلو مرغانو ژوند اخستى و ، په يوه لاس کې مې د هغوى جسدونه له پښو نيولې و او په بل لاس کې مې بادي ټوپک و.
د مرغانو پرېکړو غاړو نه څاڅکى _ څاڅکى وينه څڅېد ه او يوه نرۍ ليکه يې راپسې جوړه کړې وه.

مرغۍ به د ونې په شنه څانګه ناسته وه ، خوږۍ نغمې به يې غږولې او يا به يې د خپلو بچيانو لپاره دانو ټولولو پسې پټيو کې ټوپونه وهل .
خو زما زړه دومره ډبرين و چې د هغوى ښايسته ځوانۍ او د ګېډې مجبوريت ته مې نه کتل ، د بادي شپيلۍ به مې ور مخامخ کړه او د ماشې په کشولو به ښکلى غږ ټپ شو او ښکلۍ مرغۍ به شا په تخته واوښته .

نور کورته راستنېدم ، هوا توده وه ، د ويالې په غاړه – غاړه په شنو وښو کې راروان وم . يو ناڅاپه ودرېدم :

هلته د ويالې په ډنډ اوبو کې يو ښکلى مرغه ناست و ، کله به يې مښوکه اوبو کې ښکته کړه ، کله به يې ځاى په ځاى ټوپونه وهل او کله به يې وزرونه رپول .
ورنږدې شوم ، د پښو غږ يې واوريد ، سر يې راپورته کړ خو هماغه شان يې غاړه له مينې کږه وږه کوله او وزرونه يې رپول .
مرغه ، پوهېده چې زه له غوښو جوړ انسان يم او دغه مخلوق له مينې او عاطفى سره ټينګ پيوند لري نو ځکه ډاډه و .

ما د ټوپک شپيلۍ ور برابره کړه ، خو هغه بيا هم باور نه کاوه چې دغه شان مخلوق دي دومره ظالم وي ، بيا يې سر اوبو کې ښکته کړ خو چې کله يې راپورته کړ نو زما خواته يې د خپلو همنوعو پرېکړۍ غاړۍ وليدلې ، ور خطا شو خو هيڅ يې نشو کولى.
ځان يې الوت ته جوړ کړ خو لا پورته شوى نه و ، چې ساچمه يې پر سينه ونښته او بيرته په شا ولويد ، شاوخوا اوبه يې سرې شوې ، ورټوپ مې کړ، ما يې په مرۍ چاقو کشوه او هغه دواړه سترګې ، داسې زما په سترګو ښخې کړې وې تا به وې ، ترحم او زړه سوى په کې لټوي .
خو چې وه يې نه موند، نا هيلۍ شو او بيا يې ورو- ورو سترګې پټې کړې .

له هغه وخته شاخوا ١٢ کاله تېر شوي ، خو اوس هم راته د هغه مرغه مينه ، ناز او خپل ظلم را ياديږي او کله – کله راته ځان قاتل ښکاره شي ، له ځانه مې نفرت وشي ، ډېر پښيمانه شم خو هغه راته نه جبرانېدونکې ګناه ښکاري .
چې اوس هم کله ، هماغه حالت د شپې را ياد شي ، خوب را نه وتښتي او تر سبا نارامه يم.

کله خو يو دم کښينم ، سترګې ومښم ، ځان رانه هېر شي په نورو فکرونو سر شم ، له ځانه وپوښتم :

د انساني قاتلانو به څه حال وي ؟
هغوى چې په ښايسته ځوانيو خاورې اړوي ، هغوى چې د مور ايکى يو زوى وژني ، هغوى چې تنکي ماشومان د پلار له خوږ نعمته بې برخې کوي او هغوى چې … !!!
دوى هم له غوښو جوړ انسانان دي ، دوى به د خپل مقتول وروستۍ سلګۍ څومره پريشانه کوي ؟ څومره به نارامه وي او … ؟
خو بيا وايم ، چې که قاتلان انساني احساسات لري نو ولې پښېمانه کېږي نه ؟ او که پښېمانه کېږي نو ولې د قتلونو لړۍ روانه ده ؟ او ولې .. ؟
اوس په دې فکر کې يم چې خدايه ددغه شان کسانو په کالبوت کې زړونه دي او که … ؟؟؟

تبصره نسته

  1. سلامونه او مينه !
    د (په قتل پښېمانه يم) ليکنه مي ولوستله ، چي رښتيا ووايمه نو دا به زما د ژوند يوه ريښتونې کيسه وي ، دوست نعمان ښه ليکوال دی او د مينه والو د غوښتنو او احساساتو مطابق وخت پر وخت ليکني خپروي ، خو دا کيسه يې ډېره زړه راکښوونکې ده ، دلته دا ليکنه زما يوه ملګري ميوند عليزي کتله چي په سترګو کي يې اوښکي ځلېدلې او ډېر د هیجان په حالت کي وو نو زه هم ورته متوجه سولم او تر پایه مي وکتله ، ملګری مي ډېر سخت ورته ځير وو چې وروسته یی بیا د خپل ژوند يوه ورته کيسه هم راته وکړه .
    په ډير درناوی

  2. خپل سلامونه ټولوه هیواد والوه ته ‌ډلۍ کوم .
    د محمد نعمان (دوست)دا شایسته مضمون چه (په قتل پښیمانه یمه)ډیر په زړه پوری دي. خوه ستاسو دده کیسه په اړونده زما دتروه ۲۸کالوه یوه کیسه راته یاده شوله خو ما هیڅ کله نه غوشتل چه قتل وکړم خوما مرغۍ په قفس کی ساتله.کله چه هغه مرغۍ
    رانه مړه شوله نور می له هغه وخت نه دمرغۍ قتل
    او په قفس کی دساتلوه نه توبه وکړله.خوه خداۍ دي
    وکړی چه ستاسو ددی شه مضمون څخه خلګ خبره
    شی اوپه دروست ډول ورنه ګټه واخلی.
    پـــــــه درنــاوي