کور / طنز / کوژدنه

کوژدنه

دهلک مور : دیوشیبې نه وروسته دجنۍ دمورڅخه پوښته کوي : بخښنه غواړم تاسو سره اورلګیت شته ؟
دجنۍ مور : اورلګیت دڅه دپاره؟
دهلک مور : زما ځوی غواړي چې سګرټ وڅکي.
دجنۍ مور: ښه نوستاسوځوی سګرټي هم دی؟
دهلک مور : نه اصلاً سګرټي ندی؛خو کله چې شراب څکي نوبیا دهغې سره سګرټ څکول ډیرکیف ورکوي.
دجنۍ مور : ښه نوشرابې هم دی؟
دهلک مور : نه شرابي ندی خوجواري یې بایللې وه مونږورته ورکړل چې غم یې غلط شي اودهیره یې ووځي.
دجنۍ مور : ښه نوجوارګرهم دی؟
دهلک مور : جوارګرنه وو خوملګروورته په محبس کې زده کړل.
دجنۍ مور : ښه نومحبس ته هم تللی دی ؟
دهلک مور : دنوروکارونونه دې خدای وساتي دا خوهسې لږ معتاد شوی وو یو څو ورځو دپاره پولیسوساتلی وو چې دیاده یې ووځي.
دجنۍ مور : ښه نو په مخدره موادوهم معتاد دی ؟
دهلک مور :همدا خو اصلي وجه وه چې ښځه یې ترې طلاق واخیست.
دجنۍ مور : ښه چې داسې ده نو ښه به داوي چې اورلګیت دځانه سره وګرځوی ترڅو خبره دې ځایونو ته ونه رسیږي.