کور / تازه خبرونه / پوځیانو شپږ ملکی مظاهره چیان شهیدان کړل

پوځیانو شپږ ملکی مظاهره چیان شهیدان کړل

اسوشیتیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی نن سه سنبه د هلمند په ګرمسیر ولسوالي کی دوه زره خلک ځکه د اعتراض په توګه مظاهرې ته راوتلي وو چی بهرنیو ځواکونو دلته د خپلو عملیاتو پر مهال قرآن شریف بې حرمته کړﺉ و . د مظاهرې پر مهال بهرنیو پوځیانو او د هغوی داخلی روزلو پر مظاهره والو ټکان وکړل چی په نتیجه کی یې شپږ ولسی خلک شهیدان کړل . ناټو دا تهمت نه منی خو عینی شاهدانو دا هر څه په سترګو ولیدل . مبصرین وایی چی پرون یو برتانوﺉ، یو ډنمارکی او یو امریکایی پوځي همدلته وژل سوی و نو ځکه هغوی ډیر خښمېدلي او د قرآن مجید په وړاندی یې دا سپکاوﺉ وکړ او نن یې شپږ بې ګناه خلک پسی شهیدان کړل .