کور / هراړخیز / د ګړو مانا او د هغو څرنګواله

د ګړو مانا او د هغو څرنګواله

د ګړو مانا او د هغو څرنګواله :
ګړه یا کلمه د خبرو بنسټ جوړه وي . هره ګړه چه د ژبښود (Grammar) له مخي تړونکی (Adverb) او ټوټکی (Preposition) نه وي؛ نوري ئي خپله نېغه مانا لري . د دغي ګړې (کلمې) څخه وېګړه ( جمله) د تړونکو په مرسته جوړيږي. دلته موخه د ویل – یا وېپوهني (Sytax) نه ده . خبره دلته دګړې یا کلمې د مانا وو څخه ده . که څه هم د ګړو ماناکول پخپله یوه پوهنه ده، چې په یوناني کي ورته (Semantik) وائي، چې د ژبپوهني
(Linguistik) یوه څانګه ده . دلته ئي دومره ژوره نه څېړو . خو دلته ئي یوازي د ګړښود ي (Lexika) له ليد څخه ورته ګورو او لږ څه هم ژبښود ي (Grammar) نظر پر اچوو . یوه ګړوې یا اصطلاح څو لغوي (Lexika)مانا وي لري . یوه د ګړي رښتینې یا حقیقي مانا وي او بله ئي مجازي یا غیر حقیقي ماناوي . د ځینو ګړو تر حقیقي مانا دمجازي مانا څخه کار اخستل کېږي دا ګړه کېداي سي چې نوم وي او یا کېداي سي چې ستاینه وي . دبېلګي په توګه – سپین یوه ستاینه ده، چې رنګ ښیي او دغه ئي رښتینې مانا ده . لکه چې ویل کېږي : دی تل سپین کالي اغوندي . دلته په دغه وېګړي کي سپین، رنګ دی او د کالو څرنګواله ئي بیان کړې ده . اوس ئي مجازي مانا ګورو : « دی ډېري سپیني خبري کوي » . دلته سپیني رنګ نه ښیي بلکي سپین مانا حقیت ته وائي . یا واقعیت وائي . « راسه، چې سره سپیني کړو »! دلته هم سپین خپل سوچه مانا نه لري . سپین دلته ښکاره ته وائي یاني راسه، چې سره ښکاره ئي کړو، چې کوم یو به غښتلی وي . او دغسي بېلګي نوري هم سته . لکه تور : تور رنګ دی د سپن په وړاندي . « دغه ټوکر تور دی » .دلته تور پخپل حقیقي مانا سره پکار وړل سوی دی، چې د ټوکر د رنګ څرنګ واله ئي ښوولی دی .اوس ئي مجازي مانا ګورو ؛ د ده نوم په تور لست کي لیکلی دی . دلته تورمانا بد نومۍ. یا ویل کېږي دی حکومت ته تور دی .دلته تور مانا مسؤله . او دغسي نور بيلګي ډېر سته .
ساری :- دساري رښتېنې مانا سیال او سنګ دی، چې په لاتیني ورته
(Partner) او په عربي ورته کُف وائي . چې وائي دی زما ساری دی . یا وه وائي : « دوي دوه سره ساري یا سرې دي » . یاني سره سیالان دي یا په واک کي سره یو شی دي . ( سرې د ساري لنډیز دی ) . د ساري مجازي مانا : ساري ته بيلګه هم وائي او په انګلیسي ورته (example) او په عربي ورته مثال واي . ملت :- ملت عرب ګړ ه او نوم دی، چې په پښتو ژبه کي ورته وګړي او ټبر وائي او په لاتیني ژبه ورته (nation) وائي او دمانا سوچه تشریح ئي د یوه هېواد غړو ته چې دیوه حکومت تابع او تر یوه بیرغ لاندي سره راټول او ژوند کوي، وائي . دویمه رښتینه مانا ئي د چا پسې تلل مانا پیروي دهغه کولو ته واي . لکه چې موږ مسلمانان وایو : موږ ملت د حضرت ابراهیم خلیل الله (ع) یو . دا په دې مانا ده چې موږ د ده پیروان یو .
د ملت مجازي یا لیري لغوي (Lexika) مانا: شریعت، دین او طریقې ته وائي . چې هیڅ کله هم ملت د دغو ګړو لپاره په کار وړل سوی نه دی . ملت عربي یوه ګړه ده د ګړښودي له مخه عام نوم دی، چې مانا ئي پورته لیکل سوې ده . اصطلاح :- اصطلاح ته په پښتو ګړوې واي دا یوه عربي ګړه او عربي مصدر دی . د اصطلاح مانا سوله سره کول، سره جوړ راتله ته واي . د ګړې لپاره یوه مانا ټاکل، یوه ګړه چې بېله خپلي سوچه ماناڅخه بله مانا ورته وټاکي . د اصطلاح ډېرن یاني جمع ئي په عربي ژبه اصطلاحات دي او په پښتو ژبه ورته اصطلاحګاني وائي . اصطلاح کله رواج ته هم واي . لکه چې وائي : « ستاسوپه اصطلاح نغری ته څه وا یا ست »؟ د اصطلاح څخه د قاعده، اصول مانا هم اخلي . لکه : « روي په اصطلاح کي دعروض پوهني سوچه توری دقافیي دی، چې قافیه پراڅرخي » . دلته کیدائي سي، چې وویل سي : په قاعده یا اصول د عروض پوهني . . . اصطلاح چنداني پخپل سوچه مانا سره پکار نه ده وړه سوې . دپښتو ژباړه ئي لکه ګړوې ډيره سمه مانا ده . اصطلاح ديوې ګړي ماهیت او مفهوم ته هم وائي او و هغه ګړو ته چې نوري بيلي ماناګاني هم لري ویل کېږي . لکه د ملت اصطلاح یا د دین اصطلاح او دغسي نور . سړی :- د سړي سوچه مانا انسان دی . خو ځیني پښتانه «سړی» د ښځي ومېړه ته هم وائي . لکه : یوه ښځه وائي : ( زما «سړی» راغی ) . ځیني بیا «سړی» نارینه هم بولي . چې وائي : ( ډېری ښځي او «سړي» راغلي وه ) . د «سړي » بله مانا د ګړښودي له مخي «مجهول » ګرامري فاعل دی . چې وائي : ( سړی داسي خبري نه کوي )! په دغه وېګړه کي «سړی» یو نا څرګند فاعل یاني کړونکی دی . د«سړي» اصطلاح تل پخپل دواړو ماناګانو سره پکار ځي . که څوک چاته ووائي : ( « سړی » سه )! مانا ئي داده، چې انسان سه . د «سړی» اصطلاح د ژبښود له مخي نوم دی او سوچه پښتو ګړه ده، چې ډېرن یاني جمع ئي « سړي » دي .
دین :- د دین اصطلاح مانا دګړښودي (Lexikology) له مخي : ملت، مذهب، ورع،طاعت او قانون ته وائي . دین عربي ګړه ده او یو نوم دی، چې په پښتو ژبه هم دین ورته وائي . دین د ملت، مذهب په مفهوم نه دی پکار وړه سوی . د دین سوچه مانا دانسانانو لپاره د خدای (ج) قانون دی یاني داسلام دین پر پنځه بنا وو ولاړ دی . دغه خدائي قانون پر حضرت کائینات محمد رسول الله باندي راغلی او ده مبارک بیا و خپل امت ته ښوولی . ددين هغه نوري ماناګاني څرنګه چې پورته تشریح سوه؛ د دین سمه ایفاده نه کوي . د دین یوه مانا ملت دی، ملت مانا وګړي خو دین بیا د ګړو مانا نه ورکوي .
دپښتو ژبي د ګړو مانا تر ډېره ځایه په « زورک » ( ْ) پوري چې یو ډول د تورو خوځښت دی، هم اړه لري . دغه ډول خوځښت یوازي په پښتو ژبه کي شته، چې دغه رنګه خوځښت په نورو ژبو کي نه دی لیدل سوی . ګړه یاني کلمه یورنګ لیکل کېږي د تورو ږغ ئي « زورکی » ټاکي . که « زورکی » پر توري راسي دهغه توري ږغ دره نه وي یو څه ئي کښته کشه وي . د« زورکي » نښه ( ْ ) ده، پر توري باندي راځي نو ګړه په زورک سره ویل کېږي . لکه : ( شْل «۲۰» )
( تْل « همېشه » ) ، ( غوټْه « ګیره» ) ، خرْه د « خر ډېرن » )،
( جوړْه «روغه » ) او دغسي نور . هغه توري چې بېله زورکه دي بله مانا لري . لکه : ( شل « ګوډ» )، ( تل د « اوبوپاي» )، (غوټه « سرپه اوبو ننه ایستل» )، ( خره د «خر ښځینه» )، ( جوړه د « ناوي کالي» ) او دغسي نور . لکه څنګه چې لیدل کېږي د ګړو مانا د زورک سره او بې زورکه ډېرتوپیر کوي . ډېري ګړوېګاني سته چې په هره پوهنه کي بیا ځان ته ځانګړې مانا ورکوي . لکه : (Reaction) «راکشن» چې په عربي ژبه ورته عکس العمل واي او په پښتو کي ورته کړګښت واي . په کېمیا پوهنه کي د یوه توکي اغېزه پر بل توکي باندي ته واي . په سیاست کي ئي زوړغوښتنه(محافظه کاري) بولي. دغسي ګړوې ډېري سته خودا یوه بېلګه دلته وویل سوه . د ګړو مانا او تشریح يوه ځانګړې پوهنه ده دلته ډېره لنډه او خلص تشریح سوه . دامي ځکه دلته تشریح کړه، چې ځیني خلک یوه ګړوې یوازي د مانا له مخي تشریح کوي او په لیکنه کي کار ځني اخلي . خو په اصل کي باید د هري اصطلاح حقیقي ماهیت او مفهوم پیدا کړه سي او وروسته ئي د ډېرو مانا ګانو څخه هغه سوچه مانا راواخلي چې واقعا د موضوع سره سر وخوري . ټوله نړۍ وال ادبیات پر دغه را څرخي بیا په ځانګړې توګه د پښتو ادبیات . کله کله چې په مقاله کي نوي جوړي سوي ګړي ووینم او د هغه ګړي ریښه او کورنې نه وي څرګنده نو ډېر خواشنی سم . ولي : دا ادبیات دي دا زموږ راتلونکو ته پاتیږي یووخت نه یووخت ئي څوک لولي . ښه به دا وي، کمیت خو فضل د رب دی سته په کیفیت پسې هم باید وګرځو .

اخستونکځي :

۱:- ویکیپېدیا (Wikipedia)
۲ :- د محمدسرور د پښتو ژبښود (پښتو ګرامر)
۳ : – فرهنګ عمید ( دو جلدي)
۴ : – د افغانستان ژبي او توکمونه ( څېړنمل دوست محمد دوست)
ه : – پښتوګرامر جز اول پوهاند صدیق الله رښتین