کور / ترخې خبري / د لاریون کونکو وژني د ډیموکراسۍ په سیوري کي !

د لاریون کونکو وژني د ډیموکراسۍ په سیوري کي !

د اسوشیټیډپریس او افغان اسلامي اژانس په حواله دجنوري پر۱۲مه نېټه دهلمندولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کي تر«دوو» زرو زیاتو ملکي خلګو په سیمه کي د بهرنیو عسکرو له لوري دقران کریم دبې حرمتۍ اودولسي وګړو د وژني پرضدپه لاریون لاس پوري کړچي ناڅاپه دامنیتي ځواکونو دډزو ښکارسول او په پایله کي یې «لس»تنه ملکي هیوادوال شهیدان او «پنځه ویشت » نور یې ټپیان سول .

اسلامي اژانس لیکي چي :د لښکرګاه په ښار کې د (ايمرجنسي روغتون) مخې ته ولاړ يو تن نور محمد چې خپل ټپي يې روغتون ته راوړې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې: تيره ورځ ناوخته شپه 2010-01-12 بهرنيو قواوو د ګرم سير د ولسوالۍ د “درويشانو” په کلي کې د عبدا لقيوم پر کور بريد کې د کور د څو تنو پر وژلو سربيره قرآنکريم هم په برچو وهلې چې له دې امله نن 2010-01-12 په زرګونو خلکو د ولسوالۍ په مرکز کې لويه مظاهره پيل کړه . هغه وويل «زه د خپلو کوچنيانو سره د ولسوالۍ مرکز ته راغلې وم چې بازار کې بد حال ؤ ډزې وې په ډزو کې زما يو خپل ټپي شو چې لښکرګاه ته مې راوړ ». يو بل تن چې پنځلس کلن ورور يې ټپي شوې ؤ هم د عبد القيوم پر کور د بهرنيانو د بريد له امله ورته کيسه وکړه او ويې ويل چې : « بهرنيانو او پوليسو په مظاهره کوونکو ډزې کولې چې لس (10) تنه شهيدان او پنځه ويشت (25) نور ټپيان شول » . د ګرم سير څخه راغليو يو شمير نورو کسانو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې بهرنيو قواوو د افغاني کلتور او عنعناتو پر خلاف د کور د ښځو سره هم ناوړه چال چلند کړې دې . د ګرم سير څخه په لښکرګاه کې روغتون ته راغليو کسانو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې شپاړس (16) تنه ټپيان يې روغتون ته راوړي او يو شمير نور ټپيان لا تر اوسه پورې لښکرګاه ته راوړل شوي ندي .

تېره میاشت په لغمان ولایت کي هم دبهرنیوقواووپه بمباریوکي دیوې کورنۍ «دیارلس» تنه غړي چي ښځي اوماشومان هم پکښي شامل ووپه شهادت ورسیدل ؛ولسي خلګوددولت اویرغلګروپرضدپه بېلابیلوسمیوکي په یولړمظاهرولاس پوري کړچي ،یوپراخ لاریون یې دهمدې ولایت په مقرمهترلام کي هم ترسره کړهغه وخت هم پر مظاهره چیانو دملي اردوعسکروډزي وکړې چي په ترڅ کي یې «اوه »تنه مړه اوژوبل سول .

دغه رنګه دلغمان ترپیښي وروسته بیادکونړولایت دنرنګ ولسوالۍ په باډیل دره کي بهرنیانو «دوولس »تنه ولسي وګړي چي «اته »کسه یې دښونځۍ تنکي زده کونکي ووپه ډیري بې رحمۍ سره شهیدان کړل .دکونړوالي فضل الله واحدي رویټرزاژانس سره په مرکه کي دملکي وګړووژنه تائیدکړه اوزیاته یې کړه چي :داعملیات ددوی دخبرتیاپرته ترسره سوي دي .دکرز ي ادارې داسدالله وفاپه مشرتوب سیمي ته دیادي سوي پیښي دپلټني په موخه یوټیم واستاوه چي معلومه کړي وژل سوي کسان رښتیاهم ټول ملکیان دي اوکنه .نوموړي ټیم دپلټني څخه وروسته په ډاګه کړه چي وژل سوي کسان ټول ولسي وګړي دي .

په خواشینۍ سره چي داملکي وژني په داسي حال کي ترسره کیږی چي افغان دولت اوبهرنی دوستان یې تل دخپلولاسته راوړنوپه ترڅ کي دډیموکراسۍ حاکمیت اوپه ځانګړې توګه دبیان ازادي دتېرواتوکلونوغورځوپرځویوه غټه لاسته راوړنه بولي اوادعاکوي چي نورنوپه افغانستان کي ددیکتاتوري نظامونوکمله ټوله سوې ده چیري چي به یومستبدواکمن پرملت دخپلي خوښي هرڅه په زور تپل؛ امااوس خلک کولای سي چي خپلي غوښتني اوستونزي درسنیو،کنفرانسونواولاریونونوله لاري مطرح اودچارواکوترغوږونویې ورسوي . خوپه تأ سف سره چي په عمل کي برعکس کړني ترسره کوي ولس آن دخپلوڅرګندوقاتلانوپرضدنه یوازي داچي لاریون کولوته نه پریږدي ،بلکي وژلو،نیولواوژوبلولوته یې ملاتړي .دغه رازازادي رسنۍ تهدیدوي خبریالان یې بندیانوي اوپه ځینومواردوکي یې پرمرګ هم صرفه نه کوي .

یوه بله موضوع چي ډېره حساسه اودخواشنۍ وړده هغه داچي دیرغلګروله لوري په پرله پسې توګه داسلامي شعایرواوافغاني عنعناتوسپکاوی تکراریږي حال داچي په وارو-وارویې دورته کړنوپرضددهیوادپه ګوټ ګوټ کي مظاهرې ترسره سوې دي درسنیواودپارلمان دغړوله خوا په کابل کي دامریکې سفیراولوړپوړوپوځي جنرالانوته په ډاګه سوې ده چي ددوی عسکردي دخلګوکورنوته نننوځي ،دښځوتلاشۍ دي نه کوي اودافغاني دودونوخلاف اقدامات دي نه کوي په تېره بیادقرآن کریم اوناموس بې حرمتي خوپه هیڅ صورت هم افغانان نسي زغملای ولوکه یې کوربمباریږي ،شتمني یې خاوري کیږي ،بندي کیږي اووژل کیږي . لکه په هغه مشهورمتل کي چي وایې :«مال ترسرجارسرترناموس جار».

اوس پوښتنه داده چي ترڅوبه لادملکي وژنودپلټني په اړه ددولت له لوري دټاکل سووکمیسیونونواوداشغالګروپه بخښنه غوښتنه اونوراوتوبوتوځانونه تېرباسواوپه دې اوهغه هیله اوخوشبینۍ چي نن به حالات سم سي اوسبابه روانه بوږنونکې وضعه کنټرول سي وخت له لاسه ورکوواودافغان مظلوم ولس پروژنواوکړاونوصبرکوو،فکرنه کوم چي دمغروروخارجیانواوناوسه چارواکوپه تشوژمنودي موهمداخوشبیني واقعیت ومومي ځکه که دوی پخپلوژمنوکي رښتني وای نوکافي ډېروخت یې درلودچي خپلووعدوته یې دعمل ښکلي جامې وراغوستي وای .زماپه اندکه موږافغانان دخپلوستونزودحل کیلي پخپل لاس کي وانخلو(ابتکارځکه نه سوورته ویلای چي افغانانوپه تاریخ کي همدانوښت تکرارکړی دی )خدای ج خبرچي نوریعني اسلامي کنفرانس اوملګري ملتونه به مومشکلات راحل کړي .اسلامي کنفرانس خوهسي هم یونوم اوکالبوت غوندي دی نه یې څوک په ژوندواوسړوکي شمیري اونه هم دوی خدای ج وهلي خپلي زیرمي او انرژي په کاراچوي .

پاته سودملګرومتونوسازمان هغه هم پخوانی خپلواک دریځ بایللی دی اوس چي څه ښکېلاک ورته وړاندي کوي دوی یې بې چون وچراتایدوي اوپه ځانګړې توګه اوسنی سرمنشي بانکی مون خودومره ناوسه ښکاري ښایې دملګروملتونوپه تاریخ کي دنوموړی په شان کمزوری جنرل سکرترپه دنده نه یې ګمارل سوی په افغانستان کي دملکي تلفاتوپه اړه دښاغلي مون وروستیوڅرګندونودافغانانو مایوسي اوبې باوری نوره هم څوچنده ورباندي زیاته کړه .ځکه نوموړي چي دملکي مرګ ژوبلي کومه فیصدي اوارقام وړاندي کړل دافغان ولس سره یې دبشري همدردۍ له مخي هیڅ ډول خواخوږۍ هم ونه ښووله په یوڅوبې روحه کلیموکي یې دافغانستان روان جدي وضعیت ارزیابي کړ اوبس ډېری شنونکي په دې انددي چي په افغانستان کي دملکي تلفاتوپه اړه دښاغلي مون په وروستیوڅرګندونوکي دواقعیت په پرتله دمصلحت تله درنه وه .

په پای کي دیودردمن افغان په توګه ټولوګرانوهیوادوالودبشري حقونوسازمانونو، دژورنالیستانو ټولنو او د رسنیو چلونکو ته احترامانه وړاندیز کوم چي راځئ ! ټول درواني افغان وژني پرضدلاسونه سره ورکړو او په یوه سلا او صدادافغان ملت د قاتلانو د فعالیتونو د خپرواي سره پریکون اعلان کړواوپه وړاندي یې په نړیواله محاکمه کي دوسیه درج اوتعقیب کړوترڅودوی پخپله سزاورسول سي اودنورولپاره دپنداوعبرت سرمشق وګرځي .والسلام په همدې هیله !