په جنوبي ولاياتو كي دښووني اوروزني خواراوزار حالت

د لراوبر اداره | جنوري 13th, 2010


په ورستيو ورځوكي چه دكانكورازموينه دجنوبي حوزي ددولسمو ټولګيو دفارغينو لپاره په كندهاركي واخيستل سوه نوښكاره سوه چه صرف دولس سووتنو ددي څلورو ولاياتو (كندهار،هلمند،ارزګان اوزابل ) څخه دكانكورپه ازموينه كي برخه اخيستي وه ،داچه په څه شميركسان اوكومو پوهنځيوته بريالي كيږي، هغه به راتلونكي ته پريږدو.

دلوړو زده كړو په وزارت كي دكانكور دازموينو مسول پوهنوال ډاكتربري صديقي دبي بي سي راديو سره په يوه مصاحبه كي وويل چه دجنوبي حوزي څخه دكانكورپه ازموينه كي دګډون كوونكو شميره دافغانستان دنورو حوزو په تناسب ډيره لږده اوعمده عامل يي امنيتي ستونزي وبللي .

خودايوازي امنيت نه دى چه ددي موجوده حالت ټوله ملامتيا پرواچوو ، يوتعداد نورعوامل هم سته .

كله چه يونيم ځوانان دجنوبي ولاياتو څخه دكابل يانوروولاياتو پوهنتونو ته كاميابه سي ،دوي ته په لومړي كال ليليه نه وركول كيږي ،اودوي دومره اقتصادي توان نه لري چه كوټه كرايه كړي ، چه په نتيجه كي په كانكوركي كاميابه سوي ځوانان بيرته په ډيره مايوسي خپل ولايت ته راګرزي ، ډيردخواشينۍ ځاى دى چه دلوى كندهار څخه په دومره لږشميرځوانان په دي توانيږي چه دكانكور په ازموينه كي برخه اخلي . داخوترلمر هم جوته ده چه په دي ولاياتو كي بدبختانه جګړي رواني دي ،ښوونځي سوځل كيږي ښوونكي اوزده كوونكي تهديديږي . داچه په يو شمير ولسواليو كي امنيت خراب دى اوښوونځي تړلي دي ، نو ايا ټول همداسي لاس ترزنه ورته كښينو؟ بل هيڅ بديل يا لاره نه سته ؟

دښووني اوروزني اوسني حالت كه وګورو نو دناامنۍ په اړخ كي څه نيمګړتياوي هم سته ، په دي خوټول خبردي چه د اخترونو يوه اونۍ دمخه او يوه اونۍ وروسته ښوونځي تړلي دي ،دلته دښوونځيو اداري پر والدينو دا ملامتيا اچوي او دكورنۍ غړي بيا دښوونځيو اداري ګرم بولي ، ښوونيز كال پرنيمايي سو خويوشمير كتابونه لا نه وه رسيدلي ، بعضي وخت درسي ساعتونه خالي وي اوښوونكي نه سته ، او كه دښوونكو سويي ته وګورو نو ستونزه فوق العاده زياته ده ،مسلكي ښوونكي ډير كم اوحتي دګوتو په شمير دي ،داسي خوډير ليدل سوي دي چه ښوونكۍ يو يادوه صنفه ترشاګرد مخه وي ،او اجير ياموقتي ښوونكي خوډير دي ، ددارامعلمين وضع او حالت هم دخواشينۍ وړ دى، مجرب استادان اودعملي كارونو لپاره امكانات اوكافي لابراتواري سامان او الات نلري او جدي توجه اوپاملرني ته سخت ضرورت لري ، دبلي خوا ځوانانو وكمپيوتر او انګريزي ژبي ته مخه كړيده اودښوونځي ودرسونو ته پاملرنه لږه سويده چه دلته والدين هم مسوليت لري چه اولادونو ته دښوونځي ددرسونو په هكله توجه وكړي او په څنګ كي كمپيوتر او انګريزي هم زده كړي .

اداري اومنجمنت ته كه وګورو نو هلته هم ستونزه موجوده ده ، ظرفيتونه كمزوري دي ،ګرچه دهري ولسوالۍ په تشكيل كي دښووني اوروزني مديريت اوس سته چه پخوا داپوست نه ؤ او همدارنګه په هرولايت كي دنورو سكتورو په ډول په ولايتي سطح دپوهني اوروزني په رياستو كي مشاورين سته چه دپوهني دريسانو سره علمي او تخنيكي همكاري وكړي .

دښووني اوروزني وزير صاحب چه يوځل بيا په غوڅ اكثريت دي وزارت ته وټاكل سو ، كاميابي ورته غواړو او په څنګ كي هيله مند يو چه ښاغلۍ وزير صاحب جنوبي ولاياتو ته خاصه پاملرنه وكړي او داخواشينونكۍ حالت بدل كړي ، ښاغلى وزير صاحب يا مرستيالان جنوبي ولاياتو ته سفرونه وكړي او ستونزي له نژدي وګوري او دحل لاري ورته پيدا كړي .او د اساسي قانون ددري څلويښتمي مادي دتطبيق په هكله چه دمتوازن معارف عامولو او دمنځنيو اجباري زده كړو دتامين لپاره داغيزمن پروګرامونو دطرحي حكم كوي عملي اقدامات وكړي .

لاندي وړانديزونه دښووني اوروزني دسمون لپاره وړاندي كوم :

دظرفيتونو دجلب اوجذب او تربيي لپاره اغيزمن پروګرامونه طرح سي .وړكسان په پوستونو كي وټاكي او دهغوي دسويي او پوهي لوړولو ته توجه وكړي اوتربيوي وركشاپونه او سيمينارونه دايركړي.
دناامنه ولسواليو لپاره په ښارونو كي ليليه ښوونځي تاسس كړي اوداړوندو ولسواليو شاګردان چه ښوونځي يي تړلي دي جذب كړي (د هلمند ولايت دلښكرګاه په ښاركي دليلي جوړول جريان لري ).
داستادانو لپاره دزياتوتنخواګانو اونورو امتيازياتو وركول كوم چه په ناامنه سيموكي دنده سرته رسوي (دتنخواګانودزياتوالي په هكله پراخ پروګرام دمملكت په سطح مخ ته روان دى ) .
په وخت اوزمان دكتابونو او درسي موادو رسول.
دقوي تفتيش او نظارت پلي كول چه دښوونځيو ټول درسي پروګرامونه په بركي ونيسي ،اوپه اوسني حالت كي تفتيش اونظارت دكميت اوكيفيت له پلوه كمزورى دى .
په ناامنه ولسواليو كي دتولني سره ډير نژدي اړيكي جوړول اودمذهبي علماو او ولسي مشرانو دهمكاري جذبول دښوونځيو په دوباره پرانستلو كي، ګرچه په دي هكله څه كړني ترسره سوي دي .
دښه نظم او دسپلين پلي كول چه هم ښوونكي او هم شاګردان ترچتر لاندي راولي ،دشاګردانو بي نظمي او بي مسوليتۍ ته خاتمه وركړي . او دشاګردانو دوالدينو سره نژدي اړيكي تاسيسول چه دشاګرد په روزنه كي ډيره مثبته اغيزه كوي .
مدرسو اوديني زده كړو ته پراختيا وركول .

دحرفوي زده كړو وښوونځيوته پراختيا او پاملرنه ،دكندهار دميخانيك ښوونځۍ دټولو برخو دوباره رغول او فعاله كول .

دښوونځيو دنوي تعميراتوجوړولو ته ډيره پاملرنه وسي چه عالي كيفيت ولري ،داسي نه وي چه ديوكال په تيريدوسره دروازي اوكړكۍ دمنځه ولاړسي او درسي كوټي درزونه وكړي او يا اوبه تري چكك كوي .

كومك كوونكي موسسات او نړيواله ټولنه تلاش كوي چه پيسي دبيارغوني اوانكشاف لپاره ولګوي ،اودپروژوداجرا لپاره وړانديزونه ترلاسه كړي ، نن چه نړيواله ټولنه داكومكونه كوي خو داكومكونه به سبا نه وي ،راسي ! چارواكو او وطنوالو په ګډه كاروكړو اوپه جنوبي ولاياتو كي دښووني او روزني دازړه دردونكۍ حالت ته مثبت بدلون وركړو اوټوله ملامتيا پر حكومت هم وانه چوو او ټولنه خصوصا روڼ اندي او پوهان هم درانده مسوليتونه لري چه په ټولنه كي كاروكړي او دعوامو ذهنونه روښانه كړي او دښووني په اهميت يي پوه كړي . اويوځل بيا دعلم اوپوهي مشعل په لوي كندهاركي روښانه سي.

Copyright Larawbar 2007-2024