کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان پوهانو د لر او بر ويبپاڼي له ادارې څخه ليدنه وکړه

افغان پوهانو د لر او بر ويبپاڼي له ادارې څخه ليدنه وکړه

 


د ۲۰۰۷ ميلادي کال د اکتوبر پر ۲۸ نېټه د لوی افغانستان درنو علمي شخصيتونو هر يو سرمحقق استاد عبدالله خدمتګار بختانی ، علمي شخصيت او څېړونکی استاد حبيب الله رفيع ، ليکوال ، څېړونکی او په اروپا کي د افغانستان د کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر ښاغلي زرين انځور او د شمېر پوهني استاد ښاغلی ډاکټر ماخان شينواري په هالنډ کي د ( لر او بر ويبپاڼي ) له دفتر څخه ليدنه وکړه  او ددې ويبپاڼي له چلوونکي عبدالله احسان سره پر يو شمېر مسايلو وږغيدل .


ددې ليدني کتني په ترڅ کي نوموړو درنو مشرانو د  ډيورنډ د بدنامي کرښي پر دواړو خواو مېشت افغان ولس تر منځ د علمي ، کلتوري ، سيمه ايزو او ټولنيزو اړيکو ټينګولو  له پاره د لر او بر ويبپاڼي پرانستل يوه پر ځای او ګټوره هڅه وبلله .


که څه هم چي دغه ويبپاڼه يوه اوونۍ مخکي د همدغو درنو پوهانو له خوا په جرمني کي ( دافغانستان د ۲۶۰ کليزي د نړيوال جشن ) پر مهال په رسمي ډول پرانستل سوه ، خو دا ځل يې له نژدې څخه ددې ويبپاڼي له چلوونکي او دفتر څخه ليده کاته وکړه ، د لر او بر ويبپاڼي چلوونکي د ويبپاڼي بېلابېل اړخونه تشريح کړل ، او د مېلمنو يو شمېر پوښتني يې ځواب کړې .


په پای کي نوموړو ملي شخصيتونو د لر او بر افغانستان ( لوی افغانستان ) تر منځ د اړيکو ټينګول او زياتيدل د افغانانو د غليمانو له خوا ددې واحد ملت د ويشل کيدلو پر وړاندي يو ډېر ارزښتمن کار وباله ، دوی ژمنه وکړه چي ددې ويبپاڼي سره به همکاري کوي او  وړانديز يې وکړ چي د دډيورنډ لاين پر دواړو خواو مېشت افغان ولس ، په خاص ډول علمي او کلتوري شخصيتونو  ته دي د همکارۍ بلنه ورکړه سي او همکارۍ ته دي يې لاره هواره سي .