کور / شعر / غزل

غزل

دامې څه عجبه نا اشنا فيصله وکړله
ما د پرېښودلو د اشنا فيصله وکړله

دا منم چې دا له تصوره ډېره لرې ده
بيا مې نو زړګيه ولې دا فيصله وکړله

ستا د اخيري ديدن مسکا څومره مغروره وه
ما په مخه ښه کې په ژړا فيصله وکړله

ما خو د رقيب هر يو الزام په ځان منلى و
ده ظالم نو ولې په بيا بيا فيصله وکړله

ما خو وېل ( غورځنګه ) ښايي ته راسره ټوقې کړې
و بې وفا تا خو په رښتيا فيصله وکړله