کور / طنز / ولاکه یې پریږدم!

ولاکه یې پریږدم!

ښوونکی :هر چا چې سم ځواب راکړ هغه کولای شي یو کړی مخکې کور ته ولاړ شي!
چا ویل: تصمیم د بری لومړی شرط دی
امین ځواب ورکړ:
سردار داود خان صیب
– شا باش! کور ته تلای شې.
ښوونکی:
چا ویل: خدای ما مړ نه کړی!
ماری لاس پورته کړ او ځواب يي ورکړ:
– مجددی صیب
– شا باش! کور ته تلای شې.
ښوونکی:
چاویل :
وفادار شاګرد
زمری لاس پورته کړ او ځواب يي ورکړ:
تره کی صیب
– شا باش! کور ته تلای شې.
په دی وخت له دهلیزه یو زده کوونکی یو بل زده کوونکی ښوونځی ته پوری وه ښوونکی وره ته ورغی هغه زده کوونکو په منډ ه وپه غوسه ناری کړل:
نه دی پریږدوم په خدای کې دی پریږدم چې دوه پله دی نه کړم
بیا يي زده کوونکو ته مخ کړ پښه یې و ټکوله

نه يي پریږدم ولاکه يي پریږدم چې د خولې خوند يي خراب نه کړم
تولو زده کوونکو په یوه خوله نارې کړه:
کرزی صیب
او په منډه له ښوونځيه ووتل