کور / کتاب / د نورمحمد تره کي اثار چاپ سول

د نورمحمد تره کي اثار چاپ سول

د پښتو ادبي غورځنګ،كوټي لخوا د افغانستان د مشهور كيسه ليكوال نورمحمد تره كي څلور ناولونه  يو ځل بيا چاپ  شول.


له سهيلي پښتونخوا کوټي څخه پښتو ادبي غورځنګ په لراوبر کي ټولو هيوادوالو ته زيری ورکوي  چي د تكړه او مشهور كيسه ليكوال نورمحمد تره كي څلور ناولونه (څړه) (د بنګ مسافري) (سپين) (سنګسار) يو ځل بيا په رنګينه پښتۍ پر اعلْى درجه كاغذ چاپ سول.


ناولونه چي د (باختر كمپوز ځاى، كوټه) لخوا ډيزاين او كمپوز سوي دي، په كوټه، پېښور، جلال اباد، كابل، كندهار او د هيواد په نورو ډېرو سيمو كي ترلاسه كېدلاى سي.


هېره دي نه وي چي د ښاغلي تره كي دوه نور كتابونه  (بې تربييته زوى- ناول) او د لنډو كيسو يوه ټولګه،  به هم د پښتو ادبي غورځنګ، كوټي لخوا خپاره سي.