کور / علمي / په “تاند” کي پرژبه باندي توندبحث

په “تاند” کي پرژبه باندي توندبحث

ليکوال او څېړونکی ښاغلی معصوم هوتک

 

تېره میاشت مي ویرجینیاته لنډسفرکړی وو اوهورې له دوستانو سره دلیدني پروخت راڅخه وغوښتل سوه چي په “تاند” ویبپاڼه کي پر ژبنیوخبرواتروباندي خپل نظر څرګندکړم . کورته ترراتګ وروسته مي په دغه ویبپاڼه کي د ټولوښاغلو لیکني اونظرونه ولوستل اودادئ خپل نظرهم ددوستانوپه غوښتنه وړاندي کوم .


دښاغلي حکمتیارژبنی بحث ماپخواهم لوستی واودده له خواپر وړاندي سووړاندیزونواونظرونوباندي زه پخپل کتاب “پرمعیاري ژبه دمعیارپه ژبه یوه څېړنه” کي پخواهم ږغېدلی یم . داکتاب دبېنوا ویبپاڼي په زېرمتون کي پروت دئ .


دمخه تردې چي پردغومشخصو وړاندیزونوباندي وږغېږم بایدووایم چي دهري راز علمي څېړنو اوپه هغوکي بیادژبنیوڅېړنویوه برخه مسلکي پوهه غواړي . که موږد لغاتودریښې،دژبي دتکاملي پړاوونو،دژبودمبداء اوڅانګواودغه رازدې ته ورته نورومسایلوپه باب څېړنه کوونوله مسلکي پوهي پرته یې نسوکولای خوکه غواړودلهجودڅرنګوالي یاڅومره والي ،دلغاتود استعمال ورشوګاني اودې ته ورته نورموضوعات پلټونوددې پلټني له پاره حتمي نه ده چي دمسلکي زده کړواسناددي ولرو.


حکمتیارهم ژبپوه نه دئ خودقیق سړی دئ .ده دژونددرې پرڅلوربرخي په سیاست اووسله والوفعالیتوکي تېري کړي دي . دې کارده ته د پښتنوله بېلابېلوقبیلواولهجوسره دارتباط زمینې برابري کړي دي . څرنګه چي پخپله هم یومتشبث سړی دئ نویې له ژبنیومسایلوسره د ارتباط په برخه کي هم دخپلوامکاناتوپه محدوده کي څېړنه کړې ده او پرځینوموضوعګانویې بحث دقیق دئ چي زه به یې یو څوبرخو ته اشاره وکړم .


ـــ دښځینه جمع په برخه کي زمااودده نظریودئ . دی هم د”ښځه” جمع په لنډه یاء سره “ښځي” اود”مڼه” جمع په اوږده یاءسره “مڼې” صحیح ګڼي . ماهم دپښتوژبي دګرامري قاعدواودکلاسیک ادب دمثالو پر بنسټ همداسي قاعده صحیح بللې ده (وګ : پرمعیاري زبه دمعیارپه ژبه یوه څېړنه ۱۱۱ ــ ۱۱۴مخونه). ټولي ښځینه جمعي په اوږده یاء سره لیکل مي ناسمه قاعده بللې ده .


ـــ د”چې،مې،بې” مثالونه اوقاعده یې بالکل پرځای ده . ماهم پخپل کتاب کي له کلاسیکوشاعرانوڅخه نیولې بیاترننۍ مروجي پښتو پوري دمثالونوپه وړاندي کولوسره داثابته کړې ده چي ( چې = چي یې،کې = که یې ، بې = به یې ) معنی ښندي (وګ : هماغه کتاب ــ ۱۰۴ ، ۱۱۰ مخونه)


په لنډه یاء باندي د(چي،مي،کي) دلیکلوپه برخه زمااودده لاریوه ده اوددوی له څرګندونوڅخه څوک داحکم کولای سي چي په لنډه یاء باندي ددغوآداتوتلفظ دافغانستان له شمال ختیځ امام صاحب څخه ترجنوب لویدیځ چخانسورپوري خپورکښلی دئ . دې پراخي اورشوته پاملرنه په کارده .


په اوږده یاءسره د(چي) تلفظ ماته ځوانه ژبنۍ پدیده ښکاري اوزه به یې ددې لیکني په یوه برخه په تفصیل سره وڅېړم .


ـــ د”داسي” او”هسي” کلمات چي یې په لنډه یاء سره صحیح بللې دي، په حقیقت کي یې دپښتنودخوراپراخ اولس تلفظ ته انعکاس ورکړی دئ اوزه  يې هم تائیدوم .


ـــ د”وو” وړاندیزیې سل په سلوکي تائیدوم اوپالم یې هم .


ـــ د”په ۱۳۸۶ کال کي” مثال یې بالکل کره دئ . دا راز موارد اوس ” پر۱۳۸۶کال کي” لیکل کېږي چي مطلق غلط دئ . له “پر” سره “کي” په هیڅ صورت نسي راتلای . له کال سره “پر” هغه وخت صحیح دئ چي ¬¬¬عددپه مغیره حالت کي استعمال سي لکه ” پلاني دخپل عمرپراتلسم کال واده وکړ” په نوروحالتوکي یې استعمال ټول ناوړه بدعتونه دي چي په بې مسئولیتۍ سره رواجېږي .


ـــ دهغوالتباساتوپه برخه کي یې اعتراض بالکل پرځای دئ چي د اوږدې یاء دبېځایه استعمال له اسیته منځ ته راځي لکه ” ورځې ” د(ورځ) جمع او”ورځې” = میروي . په دې باب خوزماچیغي تراسمانه رسېدلي دي . داوږدې یاء رواجولو خوراډېرالتباسونه پېښ کړي دي :
لرې = دور، لرې = داری ، مزې = خوندونه،په مزې پوري = په تارپوري، پرتې = افتاده ــ افتیده ، پرتې = هذیان، ولې = ویالې، ولې = چرا…..


داکلمات که دپښتوداصلي قاعدې پربنسټ ولیکل سي داټول التباسونه له منځه ځي اوپه هغه صورت کي به :
لري = دور(فارسی)
لرې = داری(فارسی)
مزې = خوندونه
مزي =تار
پرتې = افتاده
پرتي = هذیان
ولې = ویالې
ولي = چرا(فارسی)
کاشکي دژبي اختیار داران وروڼه زموږپرچیغوباندي غوږونیسي .


دتانیثي یاء(ۍ،ئ) په برخه کي چي یې د” نړیوال” کلمې ستونزه مطرح کړې ده ،پرځای خبره ده . ترڅوچي د(ۍ) او(ئ) مسئله حلېږي ترهغو پوري ماته د”نړۍ وال” کلمې جلاجلالیکنه غوره ښکاري . تانیثي یاء اوس عامه سوې ده . عام سوی دوداورواج ماتول له ځانه سره نوري دنګلې منځ ته راوړي . یومشکل حلوي خوشل نوربیازېږوي . اوس به همدارواج او دود پالواولکه په “نړې وال” کي مواصلاحات راوستل اوبیابه یې یوځای د”نړیوال” په شکل نه لیکو،په نورومشابهو کلماتوکي به هم اصلاحات راولو.


ـــ دعربي ژبي پراهمیت اوپه پښتوکي دهغې پراغېزه باندي ماتل ټینګارکړی دئ . عربي پښتوته داسي حیثیت لري لکه لاتین اویوناني ژبي چي یې اروپایي ژبوته لري .خومفغن سوي یاپښتوسوي کلمات بیرته پخپل عربي شکل لیکل به زماپه خیال ترګټه جنجالونه ډېر ایجادکړي ځکه دایوعلمي اصل دئ چي دهیرولوعملیه ترزده کولوهم مغلقه ده اوهم سخته . نوزماپه نظرد”هدیره” کلمې اونورودې ته ورته کلماتوته اجازه ورکول کېدای سي چي په مفغن شکل دي ولیکل سي، نو”سوله،کمیس،نکل،تپوس،خپه،غوسه” اونورهم داستعمال جواز موندلای سي اودستونزوپه لږېدوکي مرسته کولای سي . داکلمات اوس دعمومي کېدوپه درشل کي دي .


زه له دې خبري سره سل په سلوکي موافق یم چي دپښتوژبي وروسته پاته والی دپردیویافارسي وعربي کلماتودلرلوله اسیته نه دئ بلکي دهغه عوامل نوردي چي ماپخپل کتاب کي ځای ځای بحث پرکړی دئ .


راغلود(ځ) بحث ته . حکمتیارصاحب اوشپون صاحب دواړه دغه فونیم (ږغ) پرپښتوباندي ترپل سوئ ګڼي اوشپون صاحب یې په (ز) باندي داړولوپلوی کوي .


یوه ژبه چي دآوازوله لحاظه هرڅومره غني وي هغومره یې دنوروژبوپه تلفظ کي ستونزي لږ وي .په پښتوکي دزیاتوفونیموسته والي پښتنوته داامتیازورکړی دئ چي دزیاتروژبوتلفظ دهماغوژبي داصلي ویونکو په شان کولای سي . دوی دجرمني “البریخت” هغه شان تلفظ کولای سي لکه جرمنیان چي یې تلفظ کوي . دروسي “کرنداښ،خرښو” هغه شان تلفظ کوي لکه روسان چي پخپله وایي.دفرانسوي “توږور” وینګ هغه رازکولای سي لکه فرانسویان چي یې پخپله تلفظ کوي اود انګرېزي ژبي په امریکایي،برتانوي اواسترالیایي تلفظونوکي د خاشې په اندازه مشکل نلري . په داسي حال کي چي دفارسي ،عربي او اردوژبوویونکي دپورتنیوژبوځیني کلمات نسي تلفظ کولای .


دروسي “کرنداښ،خرښو” د”کرنداش، خرشو” په شکل تلفظ کوي دفرانسوي “توږور” د”توژور” په بڼه وایي اوعرب خودانګرېزي “برګرکینګ” ته “برجرکینج” وایي ځکه چي په ژبه کي د(ګ) آوازنلري . دپښتوژبي په الفباکي دزیاتوآوازوسته والی ددې ژبي په کمالوکي راځي اوپه لوی لاس یې بایدله دغه کماله څخه محروم نکړو.


زه چي دتقدیرپه حکم کاناډا ته راغلم لومړی کال مي په مونټریال کي تېرکړ. مونټریال دکیبیک ایالت مهم ښاردئ اوخلک یې په فرانسوي ږغېږي . دې ښارته ترراتګ وروسته دفرانسوي ژبي زده کړي ته مجبور سوم اومنظم کورس مي واخیست خوله بده مرغه مي پسې تعقیب نکړ.


په دغه کورس موږدوه تنه افغانان وواونورټول دمختلفوهیوادوخلک وو. زماملګری افغان په بل لایزارلایق وو. زمابه دده پرلیاقت باندي هروخت دحسادت احساس راپارېدئ خوده له خپل ذاتي لیاقت سره سره دفرانسوي ژبي په تلفظ کي ستونزه درلوده اومانه درلوده.


دی فارسي ژبی وواودفرانسوي ځیني کلمات لکه (ږه = Je) اونوردې ته ورته کلمات به یې په (ژ) سره تلفظ کول . زموږ ښوونکي ،مادام لوسي یوه ورځ راڅخه وپوښتل چي تاسي دواړه افغانان یاست خوستامشکل دتلفظ په برخه تردابل افغان لږدئ . داولي؟ ماورته په ماته ګوډه ژبه وویل چي دازماشخصي کمال نه دئ بلکي زمادمورنۍ ژبي کمال دئ چي دکانسونینټ اوواول ږغونوله مخي بډایه ژبه ده . ددابل مشکل دادئ چي دی پخپله مورنۍ ژبه کي د(ږ) له پاره له فرانسوي تلفظ سره سم آواز نلري ځکه نود(ږ) فونیم هغه ته دیوه بل قریب المخرج فونیم(ژ) په شکل اوري اوهماغه شان یې تلفظ کوي . دې راسره ومنله .


په دغه کورس کي زمامشاهداتودخوراډېروعلمي حقایقوپه پوهېدلو کي مرسته راسره وکړه اوزه یې دانسان په مغزکي دآوازونودثبت په مسئله باندي پوه کړم . دژبي ماهران په دې خبره باندي ښه تراپوهېږي چي انسانان دمورله غېږي څخه دخپل شاوخوا چاپېریال ږغونه او آوازونه اوري اوپه مغزکي یې ثبتوي . هروخت چي له خپل مخاطب څخه آواز اوري، مغزیې له هماغه ثبت سوي لیست سره ګوري اوکه له هرثبت سوي ږغ سره دانوی اورېدل سوی آوازموافق و،دهماغه آواز حکم پرکوي . که نوی اورېدل سوی آوازدمغزپه لیست کي موجودنه وو، نوبیامغزهغه ته دبل قریب المخرج آواز زیګنل ورکوي . دمثال په توګه هغه ماشوم چي دخپل چاپېریال په ژبه کي یې د(ډ) آواز موجودنه وي اویوازي یې دال اورېدلی وي ، دده دمغزپه لیست کي هم (ډ) نه وي ثبت سوی . کله چي دانګرېزي ژبي (door)کلمه واوري د(d)آوازمغزله خپل ثبت سوي لیست سره وګوري اوطبیعي ده چي نسي یې موندلای خوهغه ته یوبل قریب المخرج آواز په لیست کي موجودوي چي هغه (دال) دئ ځکه نود(door)دتلفظ له پاره د(دور) حکم صادرکړي او فارسي ژبی اورېدونکی دانګرېزي ژبي (door) د(دور) په شکل واوري . مګرداکلمه که یوپښتون واوري ، څرنګه چي دده دمغزپه لیست کي د(ډ) آوازله کوچنیوالي څخه ثبت سوی دئ ، ده ته هیڅ نابلده نه ښکاري اوپه نتیجه کي د(door)کلمه هماغه شان واوري لکه یوانګرېزچي یې تلفظ کوي .


په انټرنیټ کي دیوې کلمې یایوه نوم پلټنه هم کټ مټ دمغزي عملیې په شان وي . کله چي تاسي دیوې کلمې دسردوه یادرې توري ټایپ کړي لانه وي،بیانوموړي کلمې ته دورته تورو یولیست دکمپیوټرپرپرده باندي درته راښکاره سي اوتاسي ښایي خپل دغوښتني لغت یاکلمه پکښې ومومئ .


په مغزکي دثبت سوو آوازونولیست چي هرڅومره اوږدوي،هغومره یې دتلفظ ستونزه کمه وي . پښتنود(ځ) آوازپه درلودلوسره تاوان نه دئ کړئ بلکي ګټه یې لادلاسه کړې ده نوله دې ګټي څخه یې محرومول پر مصلحت برابرکارنه دئ .


دپښتوژبي (ځ) او(څ)دپښتنوخپله زیاتونه نه ده بلکي داآوازله هغي ژبنۍ کورنۍ سره تړلی دئ چي پښتویې هم په لمسیواوکړوسیوکي راځي .


داچي په (ز) باندي د(ځ) داړولووړاندیزکېږي زه ورسره کورټ مخالف یم ځکه په دې صورت کي به نو د”ځه = برو” امرصیغه له”زه = من” سره ملتبسه سي اودغه رازله “ځم،ځې، ځو” سره به هم نوري کانې وسي . ما یووخت له پوهاندنګهت سره د(ز) او(ځ) توري داړولوپرسرعلمي بحث کړی دئ (آئینه افغانستان ــ ۳۲ ګڼه ــ ۱۳۰مخ). پوهاندصاحب مرحوم وړاندیزکاوه چي “پوهنځی” دي د”پوهنزی” په شکل ولیکل سي او دلیل یې داراووړ،چي فارسي ژبه د(ځ)آوازنلري.ماخپل دلایل ورته عرض کړل اودوی یې په دابله ګڼه کي جواب ووایه اومایې بیاجواب الجواب ورته وکیښ.په پای کي مسئله دډاکټرهاشمیان صاحب په حکمیت زماپه ګټه پای ته ورسېده.


زمااندېښنه داده چي که دې کارته لارخلاصه سي نوسبا د”څ” وارراځي اوهغه به هم په”س” سره اړوله کېږي اوهغه به بیانوري دنګلې له ځان سره راوړي . زه چي اوس دخپل کوردښځمنوپه مخ کي دهغه هنرمند پښتوسندره اورم چي جانان یې په کوڅه کي راروان دئ اودی په (س) باندي د(څ) دتلفظ اړولوله خاطره ورته غلیظ ښکنڅل (کنځاوي) کوي،له ډېره شرمه سترګي څوړي واچوم اوله ځانه سره ووایم چي کوردي ښادسه په داجانان ،خوسپک سپانددي کړ.


هغه پښتانه چي دپښتودوه ږغه (ښ،ږ) د(خ،ګ) په شکل نه تلفظ کوي هغوی دسلاویکوژبواونوروهغوژبوپه تلفظ کي هیڅ مشکل نلري چي دادوه ږغه دکندهارۍ لهجې له تلفظ سره سم اداکوي .نوزمانظردادئ چي وداني چاري چي په لوی لاس وراني نسي ،ښه به وي . پرېږدئ چي داژبنۍ عملیه خپل طبیعي سیرتعقیب کړي .


اوس به لکه وړاندي چي مي وعده کړې ده،د”چې” پرسابقه باندي هم لږڅه روڼاواچوم :


زمادڅېړني له مخي په اوږده یاء باندي د(چي) وینګ اوکښنګ اوږد تاریخ نلري . راسئ داموضوع داسنادواومدارکوله مخي وڅېړواوپه موجودولیکلوپاڼوکي یې وپلټو.


دپښتوکومي زړې پاڼي چي اوس زموږپه واک کي دي زیاتره یې د یوولسمي هجري پېړۍ په جریان کي کتابت سوي دي.تردې زمانې وړاندي خطاطي سوي آثارکه موجودهم ول،زموږلاس ته نه دي رارسېدلي .دسلیمان ماکود تذکرة الاولیاء څوپاڼي چي ویل کېږي د ۶۱۲ هق کال تالیف دئ،دهغود استنساخ کال هم رامعلوم نه دئ .


په دې پاڼوکي (چي) په یاء باندي لیکل سوی دئ خوداوږدې اولنډي یاءخبره یې نسي سپینېدلای(وګ : دتذکرة الاولیاء آفسیټ چاپ ــ د۲۰۰۰ع کال).


دبایزیدروښان خیرالبیان دوهم لرغونی کتاب دئ.ددې کتاب دوې نسخې تراوسه موږته معلومي دي چي یوه دجرمني ډټیوبنګن ښارد کتب خانې دشرقي علوموپه څانګه کي خوندي وه اوپه پېښوراوکابل کي چاپ سوې ده . ددې نسخې دکتابت کال ۱۰۶۱هق دئ .دحافظ محمد عبدالقدوس قاسمي له خولې ویلای سوچي دخیرالبیان دغه نسخه د پښتوترټولوقدیمه خطي نسخه ده (وګ : دپېښورچاپ خیرالبیان ــ ۵۷مخ).خوحافظ مرحوم دډورن په حواله ورپسې زیاتوي چي له ده سره داخونددروېزه ننګرهاري(۹۴۰ ــ ۱۰۲۸هق)دمخزن الاسلام یوه نسخه موجوده وه چي د۱۱۱۴هق کال استنساخ سوې نسخه وه . حافظ لیکي چي “که دکتابت داسن صحیح وي نودمخزن دانسخه زړه ثابتېدی شي”


دخیرالبیان په لومړۍ نسخه کي “چي” په یاءباندي لیکل سوې ده خو د اوږدې اولنډي یاءتوپیریې نه دئ څرګندسوی . دخیرالبیان دوهمه نسخه دهنددحیدرآباددکن په سالارجنګ موزیم کي ساتله کېږي اود استنساخ کال یې ۱۰۷۹هق ښوول سوی دئ (وګ:دهندد کتابخانو پښتوخطي نسخې ـــ ۹ مخ) خودانسخه دتحقیق ډګرته لاتراوسه پوري نه ده وړاندي سوې .


ارواښادګل پاچاالفت دمخزن الاسلام یوه زړه نسخه راښیي چي په هغې کي (چي)”اکثره (چه)لیکي اولږلږ(چی) هم لیکي (وګ : لیکوالي ــ ۲۱مخ ) خودایې نه دي لیکلي چي دانسخه چیرته خوندي ده خوپر څنګ یې دملامست دسلوک الغزات یوې نسخې ته اشاره کړې ده چي دهغه وخت دمطبوعاتوپه کتابخانه کي ساتل کېدله . دانسخه د۱۰۴۰ هق کال ده اوپه هغې کي (چي) د(چه) په شکل لیکل سوی دئ .


دملا مست دسلوک الغزات یوه نسخه دده په کلیات کي خوندي ده اودا کلیات اوس دافغانستان په ملي آرشیف کي ساتل کېږي (وګ : فهرست نسخ خطی پشتوآرشیف ملی افغانستان ــ ص ۹۱) داچي دانسخه به هماغه نسخه وي چي دمطبوعاتوپه کتابخانه کي وه،که بله؟ زه اوس څه نسم ویلای .


دپښتوکتابوپه خطي نسخوکي زمادمعلوماتوله مخي د(چي) رسم الخط د(چه) په شکل باندي زیات مروج وو. په یاء سره یې دلیکلو مثالونه سته خود(چه) پله ډېره پردرنه ده . دهمدغي مسلطي عنعنوي لیکني اغېزه ده چي موږدډورن په پښتومنتخبات ،د مېجر راورټي په ګلشن روه ،ددارمستترپه هاروبهاراودګلبرټسن دپښتواصطلاحاتو په ډکشنري کي (چي) د(چه) په شکل لیکل سوې وینو. داعنعنه په پښتني سیموکي دچاپخانودرواج زمانې ته هم رااوږده سوې ده اود راحت زاخیلي په لغات افغاني،دابوسعدفضل احمدخان په ګل کوهی اونوروکي د(چه) لیکنه تعقیب سوې ده .


داماني عصرپښتومرکې (چي) په یاء باندي لیکله خوداوږدې اولنډي یاء توپیریې نه دئ کړی . ارواښادوزیرمحمدګل خان مومند سره له دې چي داوږدې یاء په برخه کي لازمي لارښووني کړي دي او(کي) یې په همدې یاءکښلی دئ خو (چي) یې د(چه) په شکل غوره بللی دئ(وګ : پښتوسیند ــ دوزیر محمدګل خان مومند لیکنه ــ ۲۴۱مخ).


ارواښادقیام الدین خان خادم، ارواښادپوهاندصدیق الله رښتین،ارواښادګل پاچاالفت اونوروهم پخپلوچاپ سووآثاروکي د(چه) لیکلوعنعنه پاللې ده اودپښتوټولني له خواپه زیاتروچاپ سوو کتابوکي د(چه) لیکلوپله ، سره له دې چي د اوږدې یاء په استعمال باندي یې سرخلاص وو،درنه ده. د(چه) په لیکلوکي زموږمشرانواستادانوټولوپه ګډه سره داخبره کړې ده چي داکلمه دفارسي له (که،چه) سره همږغه اوهموزنه ده .


دفارسي جملو په”من آمده بودم که شماراملاقات کنم” یا”هرچه زودتربیائید” کي (که،چه) دواړه دپښتو(چي) سره په تلفظ کي ورته بلل سوي دي او همداسي هم ده . دفارسي (چه اوکه) تلفظ که په لاتیني تورووکښل سي، (chi،ki) ځني جوړېږي یعني په لنډه یاءباندي تلفظ کېږي . که داسي وای چي وزیرمحمدګل خان مومند، ګل پاچاالفت، پوهاند رشتین ، استادخادم صاحب اونوروداکلمه په اوږده یاء باندي تلفظ کولای،نویې په لیکلوکي ولي اوږده یاء نه مراعاتوله؟ لکه ماچي دمخه عرض وکړددغوذواتوسرداوږدې یاء (مجهولي یاء) په ماهیت او داستعمال په مواردوښه پوره خلاص وواوپه مفصله توګه یې مثالونه اودرسم الخط شکلونه بیان کړي دي . خوله دې فهم سره سره یې (چي) د(چه) په شکل کیښ . داولي ؟ ددې پوښتني جواب دادئ چي دوی داکلمه په اوږده یاء باندي صحیح نه ګڼله اودفارسي ژبي له (چه ، که) سره یې په تلفظ کي برابره ګڼله . اوس که نوڅوک دفارسي ژبي (که،چه) هم په اوږده یاء تصورکوي،نوزماپه خیال به ناسمه توجیه وي ځکه په فارسي کي اصلاً مجهوله یاء وجودنلري .


دایران فارسي ژبي (شیر= شیدې) او(شیر= زمری) یورازپه لنډه یاءتلفظ کوي . دهمدې دلایلوله مخي زه فکرکوم چي په اوږده یاء باندي د(چي) دلیکلواشتها ځوانه پدیده ده اوزورخویې وینوچي په دادوودرولسیزوکي یې ډېراخیستی دئ . ددې تاریخي حقایقوڅنګ ته داواقعیت هم پروت دئ چي د پښتوپه ځینو حوزوکي بیاپه لنډه یاء باندي د(چي) دوینګ او کښنګ دودژوندی پاته دئ اوددې رازلیکني له لاري یې خپله محافظه کاري اوله تاریخي اصالت سره خپله مینه ښوولې ده . په ژبه کي محافظه کاري (conservatism) اولیبرالېزم (libralism) دوې ژبنۍ ځانګړتیاوي دي . نه یوه بده ده اونه بله ښه .


دژبو څېړونکوته په کارده چي له دغه رازحقایقوسره په سړه سینه چلندوکړي . که یوڅوک په اوږده یاء باندي د(چي) له لیکني سره دیولړدلایلوله مخي موافق نه وي، داکاردي بالکل یوه عادي طبیعي پېښه وګڼي . دغه رازنه موافقتونه دنوروژبودویونکوپه منځ کي هم سته اوترڅودامځکه اسمان وي، تل به داجریان روان وي . دژبي تکاملي بهېرد همدغو موافقتواونه موافقتوله ګډترکیب څخه پرمخ درومي . دپښتومشکل په دې کي دئ هغه کسان چي دژبي دسرښتې ټیکه داري لري هغوی ددغوژبنیوواقعیتوپه پوهېدلوکي یاستونزي لري یاسرنه په ګرزوي خوهغه کسان چي بیا ددې موضوعاتوددرک فهم لری اوپه پام کي یې هم نیسي ،له هغوی څخه بیااختیارسلب سوی دئ اوڅوک یې په خوله پیازهم نه میده کوي . ددې رازمسلط جریان نتیجه دژبي ګډوډي ده او پښتودهمدې ګډوډۍ سینداخیستې ده خودخدای فضل دئ چي ډوبه لانه ده .


پردې واقعیت باندي چي بیادنن ورځي بدمرغه سیاسي حالات ،چي له سره څخه ترنوکه پوري یومخ دپښتنوپه تاوان روان دي، سرباری سي،نوخبره ” نوره هم غړکه کېږي” اوغړکه سوې هم ده . زه د ژبي پرټولوخواخوږوباندي ږغ کوم چي له دې موضوعاتوسره په مسئولیت باندي چلندوکړي اوهغه بې موازنګي چي همدااوس پر پښتنوباندي اوپه پښتنوکي مسلطه ده،همېشنۍ ونه ګڼي .

اوکویل ــ کاناډا
۲۴ جنوري ۲۰۱۰ ع