غزل

36 | جنوري 30th, 2010


وخــــــتونه چــــــــې تـيريږي ارمانونه زيږوي
يونيم تـــــــــرينه پوره شي نوردردونه زيږوي

داسې خوهم نه ده چې اورونه به هميش وي
هـــــــــــــــرکاڼى دوطـن خومې لعلونه زيږوي

معــــلومــه ده هرچاته چې ده څومره ضروره
پښتون دتورې شړنګ خوطوفانونه زيږوي

خـــــبرې خـوله چاسره دزړه نه کوى نه شې
حالات داسې جوړشوي چې تورونه زيږوي

ته ګوره خــوږياڼيه! څه دحسن ښاپيرۍ ده
خـــــــــبرې چې ليلاکـــړي سم ګلونه زيږوي

Copyright Larawbar 2007-2024