کور / شعر / د غره تندی

د غره تندی

یاره که د خپل نظر ښاغلی دې کړم در به شم
سوځم لمبه کېږمه که غلی دې کړم در به شم

سوچ کې مې هم نه راته چې دومره به بدنامه وې
خیاله که د ځان غوندې سپېڅلی دې کړم در به شم

زه مې لکه خپل د قسمت ستوری راپرېوتی یم
مینې که د لمر په شان ختلی دې کړم در به شم

لار مې د منصور لاره منزل مې د منصور منزل
ګورو به زندانه که تړلی دې کړم در به شم

دا تندی د غره تندی د وخت سجدې ته جوړ ندی
پوه یمه ضميره که وژلی دې کړم در به شم