کور / تازه خبرونه / شاهرخ خان او عامرخان بيعقلان دي

شاهرخ خان او عامرخان بيعقلان دي

د شيوسينا په نوم د هندوانو يوې سخت دريځي ډلي د باليووډ دوه مسلمان لوبغاړي شاهرخ خان او عامرخان بيعقلان وبلل.
د شاهرخ او شيوسينا ډلي ترمنځ ناندرۍ هغه وخت رامنځته سوې چي شاهرخ خان د کرکيټ په آى، پي، ايل ټورنمنټ کي خپلي لوبډلي ته د شاهد افريد په ګډون څو تنه پاکستاني لوبغاړي ونيول، خو شيوسينا يې په حکومتي سطحه هندوستان ته د ننوتلو مخنيوى وکړ.
شاهرخ خان د شيوسينا دې کړني ته په جواب کي سخت غبرګون ښکاره کړ، شيوسينا يې په مذهبي تعصب تورنه کړه.
شاهرخ خان وويل د ده مور او پلار دواړه پاکستانيان دي او دا راز د کرکيټ په لوبه کي د پاکستاني لوبغاړو پر استعداد سترګي نسي پټېداى.
شيوسينا ډله وايي شاهرخ خان په خپلو څرګندونو او عامرخان له هغو څخه په دفاع کي ځانونه بيعقلان ثابت کړل.
بلي خواته د هند د کانګرس ګوند د شاهرخ خان سره خواخوږي څرګنده کړې او د شيوسينا ډلي دا حرکت يې غندلى دئ.