کور / تازه خبرونه / حکمتيار نوى ويډيويي پيغام خپور کړ

حکمتيار نوى ويډيويي پيغام خپور کړ

د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار چي په افغانستان کي د بهرنيو او افغان ځواکونو پر ضد جنګېږي له پېښور څخه يو نوى ويډيويي پيغام خپور کړ.
حکمتيار په خپل پيغام کي يو ځل بيا له افغان حکومت سره خبرو ته تيارى ښودلئ خو وايي په دې شرط چي حکومت د بهرنيو ځواکونو له نفوذ څخه ځان خلاص کړي.
د حکمتيار دغه پيغام وروسته له هغه خپرېږي چي دوې ورځي دمخه يې زوى فيروز حکمتيار او زوم همايون جرير په مالډيف هيواد کي د افغان حکومت له استازو سره د سولي په هکله وکتله، خو د حکمتيار وياند انجينر هارون زرغون دغه ليدنه د حزب اسلامي په استازيتوب نه، بلکي د همايون جرير شخصي هڅه وبلله.